Language

لښکرګاه، غزني ښار (پژواک، ۲۹ سلواغه ۱۴۰۳): سیمه‌ییز مسوولین وايي چې په هلمند ولایت کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۰۰ معلولینو او غزني ولایت کې ۲۰۰ معلولینو ته ویلچرونه ووېشل شول.

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست مالي او اداري مرستیال سلطان محمد سلطاني پژواک خبري اژانس ته وویل، نن یې د یوه خیریه بنسټ په مالي مرسته پر ۳۰۰ معلولینو چې ښځې او ماشومان هم‌ په‌کې شامل وو، ویلچرونه ووېشل.

نوموړي دغه‌راز وویل، په پلان کې لري دغه ولایت کې معلولنیو ته د حرفوي زده‌کړو زمینه هم برابره کړي.

ورته مهال هغه معلولین چې دغه ویلچرونه (ځانګړي بایسکلونه) یې ترلاسه کړي خوښ دي او په راتلونکې کې د لا ډېرو مرستو غوښتنه کوي.

دوی وویل، د پخوا په پرتله یې اوس کلني نغدي حقوق کم شوي چې د دوی لپاره بسنه نه‌کوي.

د نادعلي ولسوالۍ یوه معلول اوسېدونکي محیب‌الله وویل: «تنخوا ډېره لږ ده، مخکې حکومت کې ۶۰ زره افغانۍ کال کې راوکول کېدې، ګوزاره مو ورباندې کېده، اوس ۱۸ زره ۵۰۰ افغانۍ راکول کېږي، هیڅ ګوزاره مو نه پرې کېږي، بل معیوب خو کار او روزګار نشي کولی، زما د وجود نیمه برخه فلج ده.»

دغه‌راز د باباجي ولسوالۍ اوسېدونکي او معلول عبدالحق وویل: «کوم حقونه چې راکول کېږي، هغه د پخوا په پرتله ډېر کم شوي او زموږ د کورنۍ بسنه نه کوي او اکثره وختونه د خپل کور لګښتونو په پوره کولو کې ناتوانه یو او له  نورو خلکو څخه قرضونه اخلو.»

خو د مسوولینو په خبره، معلول وګړو ته د کالنیو حقونو د ورکړې لپاره ځانګړې کړن‌لاره لري چې هر معلول ته د هغه د معلولیت کچې په اندازه حقوق ورکول کېږي.

دغه‌راز د غزني ولایت د شهيدانو او معلولینو چارو ریاست مسوولین وایې چې په دغه ولایت کې یې پر ۲۰۰ معلولینو ویلچر بایسکلونه ووېشل.

ددغه ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رييس مولوي محمدانور برادر وویل، د معلولینو لپاره د اسانتیاوو په موخه یې په دغه ولایت کې له ۲۰۰ کسانو سره د ویلچرونو مرسته وکړه.

د طوطي خان په نوم يوه معلول د ويلچر د اخيستو  پر مهال له پژواک آژانس سر ه په خبرو کې وويل: «زما کورنۍ د دې توان نه درلود چې ویلچر بايسکل راته واخلي، اوس چې د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست راسره مرسته وکړه ډېر خوشاله يم.»

د عمر په نوم یو بل معلول بیا وایي،  یوازې مرستې بسنه نه‌کوي، په خبره يې حکومت باید معلولینو ته د کار، زده‌کړې او نوري اسانتیاوې برابرې کړي.