پلخمري (پژواک، ١٠ لیندۍ ۱۴۰۰): د بغلان حکومتي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د ۵۲ موسسو له ډلې څخه ١٧ يې خپل فعالیتونه بند کړي دي.
دغه څرګندونې د لیندۍ په ۱۰ مه د بغلان د اقتصاد رييس صديق الله شينواري د ولایت د پراختیايي برنامو په موخه جوړه شوې ناسته کې وکړې .
شینواري وویل چې په روان میلادي کال کې بغلان کې ۵۲ ملي او نړيوالو موسسو فعالیت درلوده چې ۹۶ ټولنیزې او پراختيايي پروژې تر کار لاندې وې،خو په خواشينۍ سره چې ١٧ يې خپل فعاليتونه بند کړي دي.
هغه وویل چې یادو موسسو په روان کال کې ۶۹ بېلا بېلې پروژې پلې کړي، خو د اقتصادي ستونزو له امله نور يې پاتې دي.
په ورته وخت کې د بغلان والي قاري بختیار چې په دغه ناسته کې یې ګډون کړى و، وويل چې ټول بايد په ګډه د هېواد د بيارغونې لپاره کار وکړي او په دغه برخه کې د ټولو دولتي ادارو ترمنځ همغږي هم اړينه ده.
والي زیاته کړه چې ټول ولايت ته د متوازن انکشاف په موخه پلان جوړ شوى چې د اقتصادي رياست په مشرۍ به د همکارو موسسو له خوا عملي شي.
په بغلان کې د اغا خان موسسې ساحوي مسوول خال محمد خان وايي وويل چې په شخصي ډول موسسې ستونزې نه لري، خو په هېواد کې د وروستي تحول له امله يې چارې ځنډېدلې دي.
ده هيله وښوده چې که يو ځل بيا د موسسو او نورو هېوادونو ترمنځ اړيکې ونښلول شي، نو تر ډېره به دغه ستونزه هواره شي.
Views: 59
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن