جلال اباد (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۱۴۰۰): د ننګرهار ولايت په بهسودو ولسوالۍ کې د ديني عالمانو يوه شورا جوړه شوه چې د دې سيمې د خلکو حقوقي ستونزې به د جرګو له لارې حل کوي.
د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکي هم دې چارې ته خوښ دي او غوښتنه کوي چې ياده شورا دې د قانون او شريعت له مخې د منځګړتوب پرېکړې وکړي.
د ننګرهار د بهسودو ولسوال قاري عمران وايي چې د دوی په هلو ځلو د امنيت د ټينګښت او حقوقي ستونزو د حل په موخه د عالمانو شورا جوړه او پر کار يې پيل وکړ.
دی زياتوي، د ديني عالمانو په هڅو به په دې ولسوالۍ کې شته حقوقي قضيې د شريعت له مخې حل کېږي.
ولسوال وايي، د عالمانو دغې شورا پرون فعاليت پيل کړى دى.
د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، خوښ دي چې په سيمه کې يې د حقوقي ستونزو د حل لپاره د ديني عالمانو شورا جوړه شوې ده.
د دغې ولسوالۍ د بهسودو خاص سيمې يوه اوسېدونکي اميرمحمد پژواک اژانس ته وويل چې دا ډول شوراګانې ځکه ښې وي چې د اسلام په چوکاټ کې پرېکړې کوي.
هغه له ځايي حکومتي چارواکو وغوښتل چې د دې شورا د پرېکړو په تطبيق کې دې له يادې شورا سره همکاري وکړي.
د يادونې ده، له پخوا راهيسې د افغانستان د ډېرو سيمو اوسېدونکي خپلې حقوقي قضيې د عدلي او قضايي ارګانونو پر ځاى په سيمه ييزو شوراګانو او جرګو حل کوي.
Views: 74
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن