ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بادغیس روږدي: د نشې له پرېښودو وروسته په ټولنه کې د شته ستونزو هواري لپاره کار کوو

د بادغیس روږدي: د نشې له پرېښودو وروسته په ټولنه کې د شته ستونزو هواري لپاره کار کوو

author avatar
20 Dec 2021 - 16:35
د بادغیس روږدي: د نشې له پرېښودو وروسته په ټولنه کې د شته ستونزو هواري لپاره کار کوو
author avatar
20 Dec 2021 - 16:35

هرات (پژواک، ۲۹ لېندۍ ۱۴۰۰): په بادغیس کې هغه روږدي کسان چې په هېواد کې د جګړو او ناکراریو له امله روږدي شوي، وايي چې د نشې له پرېښودو وروسته چمتو دي چې د ټولنې او کورنیو په کچه د تاوتریخوالي کمولو لپاره کار وکړي.

د ثبت شوو شمېرو له مخې، شاوخوا درې میلیونه افغانان پر بېلابېلو نشه یي توکو روږدي دي چې ډېری یې د جګړو، بد اقتصادي حالت او کډوالۍ له امله دغو توکو ته مخه کړې ده.

هرات له ایران سره د ګډې پولې درلودو له امله هغه ولایت دی چې د روږدو کسانو شمېر په کې تر ټولو ډېر دی؛ یعنې شاوخوا ۸۰زره کسان په کې پر بېلابېلو نشه يي توکو روږدي دي.

که څه هم د نوي حکومت په راتلو سره د هېواد په ډېری ولایتونو کې د روږدو کسانو راټولولو او درملنې پروګرام پیل شوی، خو لا هم په دغه ولایت کې ډېر شمېر روږدي کسان د ښار په واټونو، کوڅو او شاوخوا لارو کې لیدل کېږي.

۴۷ کلن عبدالفتاح یو له یادو روږدو چې له شلېدلو جامو، ببرو ویښتانو او په منفي شپږ درجې سړه هوا کې د دغه ولایت د درب ملک په بلوار کې داسې مهال چې له یخنۍ لړزېږي او زوړ څادر چې د سوي نښې په کې له ورایه ښکارېدې، پر سر اچولی و.

نوموړى چې د بادغيس د بالامرغاب ولسوالۍ اصلي اوسېدونکى دى او له لسو کلونو راهيسې نشه يي توکي کاروي، په داسې حال کې چې په کلي کې قومي شخړو يې کورنۍ له منځه وړې او ده د نشه يي توکو استعمال مخه کړې ده.

کله چې د اوسني وضعیت په اړه ترې وپوښتل شول، څه لامل شو چې عبدالفتاح پر نشه يي توکو اخته او له خپلې کورنۍ جلا شو؟ سترګې یې له اوښکو را ډکې شوې، د پژواک خبريال ته یې وکتل او په ژړغوني اواز یې له خولې سوړ اسویلی وایست او ویې ویل، شاوخوا درې کاله د خپل کلي ملک و؛ خو د مرکز (ښار) په ځنډه کې د کمرک په کلي کې د تاجکو او ملکانو قومونو ترمنځ د دښمنۍ قرباني شوى دى.

عبدالفتاح زیاته کړه: «دا دښمني هغه وخت پيل شوه چې زموږ د ګاونډي لېوني سپي؛ زموږ د بل ګاونډي زوی وخوړ، په داسې حال کې چې د سپي خاوند نه پوهېده چې دغه لېونی سپی زما او زما د ورور نه، بلکې زموږ د ګاونډي دی، وروسته هلک مړ شو.»

هغه کیسه کوي، وروسته له هغه د هلک پلار مړ شو، د دې پر ځای چې د سپي له صاحبه غچ واخلي، هغه وراره چې هماغه مهال د طالبانو سیمه ییز قوماندان و، پر ډزو وواژه او وروسته، چې په کلي کې یې دوه قومونه اوسېدل او هغوی د ملک د قوم او مقابل لوری د تاجک له قومه و، د دې لامل شو چې په دې کوچني کلي کې د یادو دوو قومونو ترمنځ دښمني او بدي پیل شي.

عبدالفتاح چې له ښي اړخه یې چپ اړخ ته تکیه وکړه، وویل: «ډېرې هڅې مې وکړې څو موږ دوه قومونه چې په کلي کې اوسېدو، پخلا شو؛ ځکه د دغه وضعیت دوام د چا په ګټه نه و، خو هڅو مو نتیجه ور نه کړه، بلکې دغه دښمني یې تر کورنۍ ورسېده.»

هغه په لړزېدلي غږ اسویلی وکیښ، ویې ویل، په کلي کې ځينو مغرضو کسانو دی د دغو قومونو ترمنځ شخړې پر لمن وهلو تورن کړ چې بالاخره د یادو قومونو ترمنځ دښمني تر بل هر وخت ګرمه شوه.

د عبدالفتاح په خبره، یوه شپه له خپل کور سره نږدې د غنمو درمنده پاکولو باندې بوخت و چې ناڅاپه څو مخ پټو کسانو یې پر کور د ده او ورور د وژلو لپاره برید وکړ.

خو په دغه ترڅ کې د روږدي عبدالفتاح کور په راکټ ویشتل کېږي چې په پایله کې د هغه مېرمن او یوولس کلن زوی یې وژل کېږي.

عبدالفتاح وویل چې له دې غمجنې پېښې وروسته یې خپل کلی پرېښود، له خپلو دوو زامنو او یوې وړې لور سره د بادغیس قادس ولسوالۍ ته چې خسر یې هلته اوسېده، بېځایه شو؛ ځکه دلته یې د وراره په ګډون دوه کسان په نښتو کې ووژل شول او د ژوند امکان نور هلته سخت و.

د هغه په خبره چې وروسته د کار کولو لپاره ایران ته ځي خو له دې ناخبره چې برخلیک یې له لوګي سره غوټه کېږي.

هغه په داسې حال کې چې سر یې ځوړند نیولی و او د کارتن د کاغذ په وسیله یې خاوره له ځمکې کښته پورته کوله، وویل چې تر لس کاله ډېر وشول چې پر نشه يي توکو روږدی دی او له هغه مهاله تر اوسه یې خوشاله ژوند نه دی لیدلی.

عبدالفتاح د څادر په پیڅکه خپلې سرې او اوښلنې سترګې چې د خپلو روږدو ملګرو د موادو څکولو په لوګیو سرې شوې وې، پاکې کړې، سره له دې چې درد او ځور یې لیدلی بیا هم په هېواد کې د سوکالۍ او سولې هیله من دی.

هغه وویل، اوس چې سوله راغلې، د دې ترڅنګ چې نشه پرېږدي، چمتو دی چې له معتادانو د ټولنې پاکولو لپاره کار وکړي او د ټولنیزو شخړو هوارولو په برخه کې هم فعالیت ولري.

عبدالفتاح له نوي حکومته غواړي د روږدو د درملنې ترڅنګ د کار زمینه برابره کړي او د اداري فساد د له منځه وړو لپاره دې هم اقدام وکړي.

هغه زیاته کړه: «د هېواد له ټولو مشرانو او رهبرانو غواړم چې اداري فساد او رشوت له منځه یوسي که بیا هم رشوت او رشوت خوري وي، غریب به همېشه تر پښو لاندې وي او روږدي ډېریږي.»

په همدې حال کې د فاریاب ولایت اوسېدونکی او په دې سیمه کې بل روږدی محمد رامین وایي چې اوس په هېواد کې سوله راغلې، حاضر دی چې نشه پرېږدي او ټولنه کې یو مفید او اغېزناک کس و اوسي.

نوموړي وویل، درې زامن او دوه لورانې لري، خو لږ تر لږه دوه کاله کېږي چې د وضعیت په اړه یې نه دی خبر.

محمد رامین څرګنده کړه چې د نشې له پرېښودو وروسته به له عبدالفتاح سره یوځای د ټولنیزو شخړو د هواري لپاره کار کوي.

د کندهار ولایت یو بل روږدی میراحمد چې د رامین ترڅنګ ولاړ و، وایي چې اوس باید ټولنه سوله ییزه شي، ټولنیز اختلافات باید له منځه ولاړ شي.

یاد روږدي چې په دغه محل کې یې نورو روږدو ته اشاره کوله، وویل: ((موږ ټول چې دلته یو، غواړو نشه پرېږدو او په خپل هېواد کې د ټولنیزو ستونزو هواري لپاره کار وکړو.»

هغه زیاته کړه: «سوله ډېره مهمه ده، سوله او امن نه وو چې زه او زرګونه نور افغانان روږدي شوو، زه نه غواړم چې د دغه هېواد ځوانان او زامن پر دغه بې درملنې درد اخته شي.»

نوموړی له نوي حکومته غواړي چې له نشه يي توکو سره د مبارزې لپاره عملي او جدي اقدام وکړي څو یو افغان هم نور پرې اخته نه شي.

 

 

 

Views: 64

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.