ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

 یتیم ماشومان: موږ په خپل هیواد کې تلپاتې سوله او زده کړې غواړو

 یتیم ماشومان: موږ په خپل هیواد کې تلپاتې سوله او زده کړې غواړو

author avatar
20 Dec 2021 - 17:46
 یتیم ماشومان: موږ په خپل هیواد کې تلپاتې سوله او زده کړې غواړو
author avatar
20 Dec 2021 - 17:46

 قلعه نو پژواک، ۲۹ لېندۍ ۱۴۰۰):  د بادغیس هغه ماشومان چې پلرونه یې په جګړو کې له لاسه ورکړي، هیله لري چې رامنځته شوې سوله دوامداره وي او سرپرست حکومت ورته د زده کړو ښه زمینه برابره کړي.

په افغانستان کې څه باندې څلور لسيزو جګړو او ناامنيو په ميليونونو افغانان له خپل هېواده کډه کولو ته اړ کړي او په سلګونو زره نور په هېواد کې د ننه بې ځايه شوي دي.

ځینې ​​سرچینې د دغه جګړې د قربانیانو شمیر له یو میلیون، خو ځینې نورې دغه شمېر تر دوه میلیونو بولي. دغه راز د یادې ویجاړونکې جګړې په پایله کې شاوخوا ۴.۴ میلیونه وګړي (د ټول نفوس ۱۳.۹ سلنه) کسان معیوب شوي او دا مهال د هېواد له نیمایي ډېر نفوس د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.

په دې هیواد کې د څلورو لسیزو جګړو یوه بده پایله دا ده چې اوس په زرګونو یتیم ماشومان پاتې دي چې په ناوړه اقتصادي وضعیت کې شپې او ورځې تېروي.

د قلعه نو ښار اوسېدونکى ۱۴ کلن محمد نسيم يو له هغو يتيمانو دى چې پلار يې لس کاله مخکې د ماين د چاودنې له امله مړ شوى دی.

هغه اوس له خپلې خور، ورور او مور سره په یوه زاړه کور کې ژوند کوي، چې د شپو او ورځو تېرولو لپاره اړ دی چې کار وکړي.

هغه چې د قلعه نو ښار په څنډه کې د یخې هوار له امله لړزې نیولی و او په کراچۍ کې یې وچ مرچ، وچ ګشنیز او زریره خرڅول، پژواته یې وویل: «که جګړه نه وای، نن به مې پلار ژوندی و او زه نه اړ کېدم چې کار وکړم، یوازې درس به مې وایه او کوښښ به مې کاوه.»

دغه ماشوم د خپل ژوند د سختو ورځو په يادولو سره وويل: «د جګړو له امله زما په څېر ډېر ماشومان بدبخته شوي دي، نور جګړه نه غواړم او دغه سوله چې رامنځته شوې، بايد دوامداره وي.»

محمد نسيم چې اوس د ښوونځي په شپږم ټولګي کې دى وايي، د کار ترڅنګ درس ویل ستونزمن دي، ‎ خو نه غواړي چې د تل لپاره پر سړک کار وکړي، دى غواړي چې يو بريالى انجنير شي.

نوموړی له حکومته غواړي چې له ده او نورو یتیمانو سره چې د کورنیو سرپرستان دي، مرسته وکړي او د زده کړو زمینه ورته برابره کړي، څو روښانه راتلونکی ولري.

خو دا یوازې محمد نسیم نه دی چې په جګړه کې یې پلار له لاسه ورکړی، بلکې په هېواد کې زرګونه نور ماشومان هم شته چې پلرونه یې له لاسه ورکړي دي.

عبدالکبیر په بادغیس کې یو بل لاسي پلورونکی دی چې دوه کاله وړاندې یې خپل پلار د ماین په چاودنه کې وژل شوی او اوس د یوې اته کسیزې کورنۍ سرپرستي ورپه غاړه ده.

هغه  د قلعه نو ښار په څنډه کې په لاسي کراچۍ کې مېوه پلوري، څو د خپلې ۷ کسیزه کورنۍ لپاره نفقه پیدا کړي.

هغه چې ۱۳کلن دی او د یوې کورنۍ لپاره نفقه پیدا کول ورته ستونزمن دي، وایي چې دا مهال له مور، یوه ورور او شپږو خویندو سره په یوه کرايي کور کې اوسیږي.

دغه یتیم چې د ورځې سل افغانۍ عاید لري او په ډېره سختۍ سره ښوونځي ته هم ځي، وايي: «خپل درس ښه وایم چې په راتلونکي کې ډاکټر شم، له جګړې کرکه لرم، له خپلو خلکو غواړم چې بیا هيڅکله جګړه ونه کړي.»

هغه له سرپرست حکومته وغوښتل چې هغو کورنيو ته چې د سرپرستان یې له لاسه ورکړي دي، پاملرنه وکړي څو ماشومان یې زده کړه وکړي او خپل راتلونکی جوړ کړي.

حمیرا یوه بله ۱۱ کلنه نجلۍ ده چې پلار یې د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو په لیکو کې کار کاوه او له مخالفینو سره په جګړه کې وژل شوی دی.

نوموړې اوس مهال د بېوزلۍ او بدبختۍ له امله د قلعه نو ښار په څنډه کې له خپلې مور او درېیو کوچنیو خویندو سره سوالګري کوي.

حمیرا وویل: «زموږ کور کرایي او ډیر زوړ دی، په کور کې هېڅ نه لرو، که زما پلار ژوندی وای، موږ به سوال نه کاوه.»

دا نجلۍ هم هیله لري چې د خپلو نورو همځولو په شان ښوونځي ته ولاړه شي او زده کړه وکړي؛ خو د بېوزلي له امله یې مور ښوونځي ته د تګ اجازه نه ورکوي.

نوموړې وايي، که حکومت ورسره مرسته وکړي، نو وبه کولای شي ښوونځي ته ولاړه شي او زده کړې وکړي او په عزت ژوند وکړي.

Visits: 59

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.