ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کتاب پلورونکی: د کتاب لوستلو فرهنګ په ترویج سره کولای شو سوله ټینګه کړو

22 Dec 2021 - 16:50
22 Dec 2021 - 16:50

هرات (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ۱۴۰۰): په هرات ښار کې د عبدالواسع په نوم کتاب پلورونکی چې د سولې او یو بل زغملو برخې کتابونه پلوري وايي، کولای شو د کتاب لوستلو فرهنګ په ترویج سره سوله او ثبات رامنځته کړو.

عبدالواسع چې ۲۷ کاله عمر لري له تېرو لسو کلونو راهیسې هرات ښار کې کتابونه پلوري وايي، د تېر نظام تر سقوط پورې یې د هرات ښار «چوک ګلها» سیمه کې کتاب پلورنځی درلود، خو د اقتصادی ستونزو او پلور د کچې د کموالي له امله یې دوکان بند او د سړک پر غاړه یې د کتابونو پلور پیل کړ.

دغه هراتی ځوان وايي، د ټولنې پرمختګ او پایدارې سولې ته رسېدل یې همېشنۍ هیله وه. له دې امله یې هڅه کړې چې د سولې او یو بل زغملو برخې کتابونه برابر او و پلوري.

هغه بېلا بېل انګېزه لرونکي کتابونه (با لبخند نویسنده در کنار نبرد من هیتلر، گوژپشت نتردام را در کنار کتاب‌های جلال آل‌احمد) او بېلا بېل نور کتابونه چې د سولې او یو بل زغملو موضوعات لري سره پېچلي دي.

نوموړی زیاتوي: ((کتاب پلورل یوه فرهنګي بوختیا ده، کله چې څوک دې برخې ته راځي ګټې ته ارزښت نه ورکوي، هغه هم په داسې شرایطو کې چې هم د مطالعه کوونکو شمېر کم وي او هم پوهنتونونه تړلي دي.))

دغه کتاب پلورونکي د کتاب لوستلو فرهنګ ترویج مهم وباله او ویې ویل: ((په ډېرو مواردو کې موږ شاهدان یو چې ګاونډي هېوادونه او نړۍ زموږ د خلکو له بې سوادۍ استفاده کړې، زموږ د خلکو ترمنځ له ناامنۍ او شخړو یې ګټه پورته کړې ده. کله چې پوهاوی او زده کړې نه وي ټولنه یا ان کورنۍ کې شخړې او اختلافونه ډېرېږي.))

هغه د دې مطلب په روښانولو چې سوله او شخړې له مطالعې سره اړیکه لري وايي، هر څومره چې هېواد کې د زده کړو او مطالعې کچه لوړه وي په همغه اندازه ټولنه کې د خلکو ترمنځ ارامي رامنځته کېږي او شخړې له منځه ځي.

هغه زیاته کړه: ((موږ باید تل سوله، امنیت او پرمختګ د جګړې او سیاست له ادرسه ونه پلټو، بلکې نورې لارې هم شته چې تر دې اساسي او بنسټیزې دي. له دې لارو یوه د مطالعې او کتاب لوستلو فرهنګ ترویج دی.))

عبدالواسع وايي، ډېری ټولنیز ضررونه د مسایلو په اړه د خلکو د نه پوهاوی له امله دي چې د مسایلو په اړه د پوهاوي لپاره د شرایطو برابرېدو په صورت کې یې مخه نیول کېدای شي.

هغه زیاتوي: ((د ترسره شوو څېړنو له مخې، په هغو هېوادونو کې چې د مطالعې کچه لوړه ده تل د تاوتریخوالي، جګړې او ټولنیزو ستونزو کچه ډېره ټيټه ده او په دغه ډول هېوادونو کې معمولا ډېره ارامي وي.))

په ورته وخت کې هرات کې د نوید علیزاده په نوم یو ارواپوه وایي: ((د ژوند مهارتونو زده کول له ستونزو سره د خلکو د مقابلې توان ډېروي او معمولا هغه کسان چې د ژوند مهارتونو په زده کولو کې ستونزه لري په دې برخه کې د خپلواکې مبارزې توان نه لري.))

هغه وویل، مطالعه په حقیقت کې تجربه کول، د نورو تجربې او د ټولنیزو ضررونو د کمېدو برخه کې تر ټولو مهم عامل او سولې ته رسېدل دي. ځکه هغه کسان چې مطالعه کوي د ژوند پر ډېرو مهارتونو پوهېږي او زده کوي یې.

دغه ارواپوه دې ته په اشاره چې کولای شو تاوتریخوالي ته د ځوانانو جلبولو لامل د ناسمې الګو ټاکل وګڼو وویل : ((کله چې یو ځوان او نوی ځوان په خپل ژوند کې ناسمه الګو ولري نو د ټولنیزو ضررونو ناسم لوي ته به حرکت وکړي، خو په مطالعې سره کولای شو د همدې ځوان او تازه ځوان لپاره سمه الګو رسم کړو، د ضررونو پر کمېدو سربېره د یادو کسانو د بریالیتوب او پرمختګ لامل هم کېږي.))

دا په داسې حال کې ده چې ستونزې او ټولنیز اختلافات تل د نورو د حقونو د نه مراعاتولو او دغه راز نه پوهاوي له امله رامنځته کېږي او د پوهاوي په ډېرېدو سره د حل وړ دي.

Views: 50

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version