ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فاریاب کوهستانات ولسوالۍ خلک د دغه ولایت مرکز ته موصلاتي لار غواړي

د فاریاب کوهستانات ولسوالۍ خلک د دغه ولایت مرکز ته موصلاتي لار غواړي

author avatar
22 Dec 2021 - 18:37
د فاریاب کوهستانات ولسوالۍ خلک د دغه ولایت مرکز ته موصلاتي لار غواړي
author avatar
22 Dec 2021 - 18:37

میمنه (پژواک، ۷ مرغومی ۱۴۰۰): د فاریاب ولایت د کوهستانات ولسوالۍ اوسېدونکي د دغه ولایت مرکز ته د مواصلاتي لارې له نشتوالي شکایت کوي.

دوی وايي، د کال په اوږدو کې د واورې اورېدو له امله یې لارې شپږ میاشتې بندې وي؛ هغه کسان چې بېړني ناروغان او يا عاجل کار لري، پلي، په اسونو او خرو باندې پر سختو لارو د ميمنې ښار ته ځي، چې ډېری وخت د لارې په اوږدو کې د نابلدۍ له امله ورکېږي او د سړې هوا له امله مړه کېږي.

د کوهستان ولسوالۍ مرکز لولاش د فاریاب ولایت له مرکز میمنې ښاره شاوخوا ۸۰ کیلومتره لرې پروت دی چې په ۱۳۸۵ کال کې د هغه وخت د حکومت له لوري له علاقه دارۍ ولسوالۍ ته بدل شو.

د ۱۳۵۷ کال د غویي له کودتا وروسته د ۱۳۸۱ کال پورې دغه ولسوالي د مجاهدینو د اصلي مرکز پو نوم یادېده او د کرزي د واکمنۍ پر مهال یو ځایي نفوذ لرونکی د دې ولسوالۍ د لومړني ولسوال په توګه معرفي شو او د جمهوریت د نظام تر پرځېدو پورې څو کسان د دې ولسووالۍ د ولسوالانو په توګه معرفي او لرې شول؛ خو اوس «د افغانستان اسلامي امارت» له کوهستانه دوه ولسوالۍ جوړې کړې چې یوه یې لولاش او بله یې بندر ده چې له لولاش نه ۲۷ کیلومتره واټن لري.

د کوهستان د خلکو او چارواکو په وینا، په تېرو ۴۳ کلونو کې چې دغه ولسوالۍ منظوره شوې او همدارنګه په تېرو ۲۰ کلونو کې چې د افغانستان د بیارغونې لپاره په میلیاردونو ډالر نړیوالې مرستې وشوې، د یادې ولسوالۍ یوازې د سړک کرښه هم نه ده مشخصه شوې، څه پاتې دا شوه چې یو موټر جغل واچول شي، موټر چلوونکي د اسونو او خرو لپاره د ځایي خلکو له خوا په جوړ شوو لارو سفر کوي.

د کوهستان د بندر سيمې- چې اوس ولسوالۍ اعلان شوې- يو سپين ږيرى سيد تاج الدين وايي، کوهستان له ميمنې ښاره  ١٣٥ کيلومتره واټن لري او مواصلاتي لار یې د واورو او خټو له امله شپږ مياشتې تړلې وي او هيڅوک نه شي کولای پر دې لاره تګ راتګ وکړي.

هغه زياته کړه، سږ کال تر اوسه ډېره واوره نه ده اورېدلې چې تر ميمنې ښاره د يوه کس کرايه زر افغانۍ او یو من خوراکي توکي په ١٥٠ افغانۍ وړل کېږي؛ که ناروغ پر لاره وي مړ کېږي؛ روغ کسان ناروغ کېږي.

د بندر ولسوالۍ اوسېدونکی سعدالله وایي چې کوهستان د ترکستان د تیربند تر شا واقع دی؛ هیڅ سړک نه لري، خلک په اوړي کې د اسونو او مرکبو له لارو په موټرو کې تګ را تګ کوي؛ د اپنډېکس ناروغان او امیدوارې ښځې چې د جراح ډاکتر د نه شتون له امله یې میمنې ښار ته پر اسونو لېږدوي، د لارې په اوږدو کې مړه کېږي.

هغه وويل، که حکومت او نړیوال مرستندوی بنسټونه له افغانستان سره د کوهستان د سړکونو جوړولو ته پاملرنه ونه کړي، د دې ولسوالۍ محروم خلک به هيڅکله خوشحاله ورځ ونه لري.

د بندر يو ځوان حبيب الله عجمي وايي، د کوهستان خلک ډېرې ستونزې لري؛ خو د دوی ستره اړتیا له مرکز سره د نښلوونکې لارې نه شتون دی.

عجمي زياته کړه، د واورې اورښت او د لارو بندېدو د کليوالو پر ژوند منفي اغېز کړى؛ کرنه، مالداري او اقتصاد له منځه تللي، د کال په شپږو میاشتو کې په کوهستان کې د مړو شمیر لوړ شوی دی؛ د دې ځای اوسېدونکي له قحطۍ سره مخ کېږي.

هغه زیاته کړه، د فاریاب سیمه ییزو چارواکو او مرکزي حکومت همېشه کوهستان او د دې ولسوالۍ خلکو ته د شپږمې ګوتې په توګه کتلي. په تېرو شلو کلونو کې په ميلياردونو ډالر د افغانستان د بيارغونې لپاره هېواد ته راغلل، خو د دې ولسوالۍ په بیارغونه کې هیڅ مصرف نه شول.

هغه له حکومته وغوښتل چې د کوهستان لويې لارې جوړولو ته دې د پرمختيايي پلانونو په سر کې ځاى ورکړي، څو د کوهستان د خلکو يوه ستره هيله چې دغه سړک دى، پوره شي.

د ميمنې- لولاش لارې ‎موټر چلوونکى خلیفه کرزی چې په صاحبدین مشهور دی، وایي، تر لسو کلونو ډېر وخت کېږي چې په فلانکوچ موټر کار کوي او د تګ راتګ پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي.

خلیفه کرزی چې یو بل فلانکوچ موټر یې د کوهستان په دښتو کې له خپل موټر سره په داسې حال تړلی و چې له ۱۵ تر ۱۶ سپرلي او شاوخوا۵۰ منه بار په کې وو، وویل چې که موټر راکش نه کړي، مسافر یې د شپې په لاره کې پاتې کېږي؛ د سړې هوا له امله به مړه شي.

هغه وایي، د کوهستان اصلي لویه لاره نږدې ده؛ دوه میاشتې مخکې بنده شوې وه؛ په راتلونکي کال کې په غویي او غبرګولي میاشتو کې به پرانیستل شي او د ژمي په شپږو میاشتو کې دوی د سړک نه موجویت له امله د اسونو او مرکبو پر لارو تګ راتګ کوي.

د کوهستان د بندر ولسوال داملا عبدالرحيم پژواک ته وويل، د بندر سيمه ٧٥ کلي لري؛ خلک یې سړکونه او برېښنا نه لري؛ په کلینیک کې ډاکتران او د اړتیا وړ درمل نشته؛ فصلونه یې زیانمن شوي او پوهنه له منځه تللې او اوس په بشپړه توګه له هر څه په محرومیت کې وخت تېروي.

هغه زياته کړه، تېر حکومت په خپله په ستونزو کې ډوب و، د ډېرو امکاناتو له درلودو سره سره یې په تېرو شلو کلونو کې د کوهستان خلکو لپاره هیڅ ونه کړل.

هغه هیله څرګنده کړه او زیاته یې کړه: «که خدای (ج) وغواړي، د اسلامي امارت حکومت پیاوړی شي، خامخا به د خلکو، په ځانګړې توګه د کوهستان د غرنۍ لارې ستونزې هوارې کړي.»

Visits: 54

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.