ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بدخشان کې تر ۱۰۰ ډېر ماشومان او شیدې ورکوونکې میندې له خوارځواکۍ مړه شوي

بدخشان کې تر ۱۰۰ ډېر ماشومان او شیدې ورکوونکې میندې له خوارځواکۍ مړه شوي

author avatar
24 Dec 2021 - 18:31
بدخشان کې تر ۱۰۰ ډېر ماشومان او شیدې ورکوونکې میندې له خوارځواکۍ مړه شوي
author avatar
24 Dec 2021 - 18:31

فیض‌اباد (پژواک، ۳ مرغومی ۱۴۰۰): د پژواک موندنې ښيي چې په تېرو دوو کلونو کې په بدخشان ولایت کې د مسوولینو له خوا د خوارځواکۍ د موادو د حیف او میل کېدو له امله ۱۰۴ ماشومانو او شیدې ورکوونکو میندو پر شدیده او متوسطه خوارځواکۍ د اخته کېدو له امله ساه ورکړې ده.

په افغانستان کې هر کال د ماشومانو او میندو له خوارځواکۍ سره د مبارزې په برخه کې میلیونونه ډالر لګېږي خو د دې لپاره ورکول کېدونکي ځانګړي مواد (RUTF) د بېوزلۍ له امله د کورنیو یا ځیني وخت په ولسوالیو کې له خوارځواکۍ سره د مبارزې د مسوولینو له خوا هم پلورل کېږي.

اوس مهال په بازار کې هر پاکټ RUTF مواد له ۱۵ تر ۲۰ افغانۍ پلورل کېږي او مستحق ماشومان او میندې ډېر کم کولای شي ترې استفاده وکړي.

په شمال ختیځ زون کې د د یونیسف د خوړو پروګرام برخې مسوول ډاکتر احمد امین وویل چې په افغانستان کې ۱.۱ میلیون ماشومان پر خوارځواکۍ اخته دي او والدینو ته لازمه ده په ۱۰۰۰ طلايي ورځو کې- چې له امیدوارۍ تر دوه کلنۍ پورې موده نیسي- خپلو ماشومانو ته جدي پام وکړي.

هغه زیاته کړه، که په یاده موده کې د ماشومانو روغتیا ته پاملرنه وشي، په راتلونکي کې پر خوارځواکۍ د اخته کېدو چې د ذهني او جسمي کمزورتیا، د بېلابېلو ناروغیو پر وړاندې د ماشومانو د بدن د مقاومت له لاسه ورکولو او ان د ماشومانو د مړینې لامل کېږي، مخه نیول کېږي.

نوموړي وویل: «RUTF د خوارځواکۍ ځانګړي مواد دي چې پر خوارځواکۍ د ماشومانو او شیدې ورکوونکو میندو مخه نیسي، خو یاد مواد د بېوزلو میندو له خوا په بازار کې پلورل کېږي، لامل یې د خوارځواکۍ له امله د رامنځته کېدونکو ستونزو په اړه د میندو نه پوهېدل دي، له روغتیايي مرکزونو د یادو موادو له ترلاسه کولو وروسته یې بازار ته د صابون او نورو لومړنیو توکو په بدل کې عرضه کوي، پر خوارځواکۍ اخته ډېر کم ماشومان له یادو موادو استفاده کوي.))

په ورته وخت کې د فیض اباد نوي ښار یوه دوکاندار چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي وویل: ((له سیاسي بدلون مخکې عمده پلورونکو RUTF مواد د دغه ولایت له ارګو ولسوالۍ پېرل، زه یې پر یو وخت د ۳۰ کارتن تبادلې شاهد وم او ښايي دغه مواد به د روغتیايي مرکزونو د خوړو برخې د مسوولینو له خوا حیف او میل کېږي.))

هغه د دې په روښانولو چې یاد مواد ډېر کم مستحقو کسانو ته وېشل کېږي، په هغه صورت کې چې پر خوارځواکۍ اخته هر ماشوم ته له ۱۰ تر ۱۵ پاکټو وېشل کېږي، نو دغه ۳۰ کارتن له کوم ځایه څه ډول برابر او بازار کې پلورل کېږي؟

دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتیا وزارت د بازار کې د RUTF پر پېر او پلور بندیز لګولی او ویلي یې دي چې له سرغړوونکو سره به قانوني چلند وشي.

د جرم ولسوالۍ یوه اوسېدونکې ۲۶ کلنه زېبا وايي: ((ماشوم مې له امله چې ستونزې درلودې، نه شو کولای د مور شیدې وخوري، له همدې امله او کمزوری اقتصاد چې لرم، ښايي ماشوم پر خوارځواکۍ اخته وي، خو سره له دې چې روغتیايي مرکز ته څو ځلې ورغلې یم، ماته یې بېلابېلې سپارښتنې وکړې، خو RUTF مواد یې رانه کړل.))

هغه وايي، دغه مواد په بازار کې د نورو توکو په څېر په عادي ډول پلورل کېږي، خو له ۱۵ تر ۲۰ افغانۍ یو پاکټ مواد نه شي پېرلای، هڅه کوي له بلې ممکنې لارې پر خوارځواکۍ د خپل ماشوم د اخته کېدو مخه ونیسي.

د بدخشان د یمګان ولسوالۍ د حضرت سید کلي اوسېدونکی مولوي تاج الدین وايي چې د دغه ولایت په ډېری ولسوالیو په ځانګړې توګه په یمګان ولسوالۍ کې پر روغتیايي مرکزونو کې د خوارځواکۍ موادو وېش په سلیقوي ډول روان دی.

هغه زیاته کړه: ((که له مسوول کارکوونکي سره د خپلوۍ اړیکه ونه لري، لازمه توجه نه درته کوي؛ ځکه زه چې ماشوم مې پر خوارځواکۍ اخته دی، ۲۰ ورځې مخکې واتوانېدم د دعوې له لارې د حضرت سید کلي له روغتایيي مرکز څخه خپل حق ترلاسه کړم، دغه ډول چلند زموږ د بېوزلې ټولنې لپاره د منلو وړ نه دی.))

روغتیايي مسوولین وايي چې په بدخشان کې له خوارځواکۍ سره د مبارزې برخه کې هر کال د نړیوالو موسسو، لکه ډبلیو اېف پي، یونیسف او اخسا له خوا ۱،۲ میلیون ډالر لګول کېږي خو اوس هم بدخشان کې له حاد او منځني سو تغذيو د مړینو شمېر د پام وړ دی.

په بدخشان کې د اغاخان روغتیايي خدماتو دفتر (AKHSA) مسوول سیف الرحمن ابراهیم خېل چې د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو قرارداد یې اخیستی دی، وایي، په بدخشان کې هر کال په منځني ډول ۴۵۰۰۹ ماشومان او ۱۹۸۲۸ شيدې ورکوونکې میندې پر خوارځواکۍ اخته کېږي چې ۹۳ سلنه یې تر درملنې لاندې نیول کېږي.

د هغه په خبره چې پاتې نور په ژمي کې د لارو بندېدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

هغه څرګنده کړه چې د بدخشان ډېرې ولسوالۍ لکه کوهستان، راغستان، کران و منجان، شهر بزرګ او واخان له خوارځواکۍ رنځېږي.

نوموړی وایي، خوارځواکي یوه وژونکې ناروغي ده چې هر کال په بدخشان او د هېواد په نورو ډېرو ولایتونو کې خلک وژني او د بېلابېلو احصایو له مخې، ۹۵ سلنه خلک له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

په بدخشان کې د ۱۳۹۹ او ۱۴۰۰ کلونو په ترڅ کې په خوارځواکۍ اخته ۱۰۴ ماشومان او شیدې ورکوونکې میندې خپل ژوند له لاسه ورکړی چې له ډله یې درې امیدوارې او شیدې ورکوونکې میندې او نور ماشومان دي.

د اغاخان روغتیایي خدماتو مسوول وایي چې د بدخشان په ۲۸ ولسوالیو کې د ۱۱۵ روغتیایي مرکزونو او ۴۸۴ روغتیایي پوستو له لارې خدمات وړاندې کېږي.

ابراهیم خېل وویل د عامې روغتیا له ریاست، ښاروالۍ، کشفي او امنیتي ارګانونونه جوړ یو ګډ ټېم په میاشت کې یو ځل د خشان له بازارونو نظارت کوي او د سو تغذي ځانګړو موادو په موندلو سره د هغو له پلورونکو سره جدي او قانوني چلند کوي او ډاډمن دی چې د اسلامي امارت چارواکي په دې برخه کې جدي دي او پر وخت اقدام کوي.

هغه دغه راز وویل چې د غذايي سلاکارانو او روغتيايي کارکوونکو له خوا د یادو مواد پېر او پلور په کلکه منعه دی او که کوم کارمند دغه کار وکړي، له دندې ګوښه او عدلي او قضايي بنسټونو ته ور پېژندل کېږي.

نوموړی له خلکو وغوښتل چې په بازارونو او نورو ځایونو کې د یادو موادو له پېر او پلور دې دوی ته خبر ورکړي؛ ځکه چې دغه کار د ناروغانو په حق کې لویه جفا ده.

Views: 152

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.