ژبه

د کابينې د پرېکړې له مخې د اراضي اداره له کرنې وزارت سره یوځای کېږي

کابل (پژواک، ۱۷مرغومې ۱۴۰۰): د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې د کابينې د پرېکړې له مخې به د اراضي اداره په ياد وزارت کې مدغم شي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د یاد وزارت مرستيال مولوي فضل‌الباري فضلي له قوله ویل شوی چې له کرنې وزارت سره د اراضي ادارې د یو ځای کېدو موضوع د کابينې له خوا تایید شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلی چې د دې کار د ښه ترسره کېدو لپاره يو کميسیون هم جوړ شوی دی.

تر دې مخکې، په ۱۳۹۷ کال کې د اراضي اداره د پخواني حکومت له خوا د ښارجوړولو له وزارت سره يوځاى شوې وه.