ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکیمي: له امنیتي لیکو ایستل شوي کسان تعقیبېږي؛ څو حکومت او خلکو ته سرخوږی جوړ نه شي

حکیمي: له امنیتي لیکو ایستل شوي کسان تعقیبېږي؛ څو حکومت او خلکو ته سرخوږی جوړ نه شي

author avatar
2 Feb 2022 - 15:38
حکیمي: له امنیتي لیکو ایستل شوي کسان تعقیبېږي؛ څو حکومت او خلکو ته سرخوږی جوړ نه شي
author avatar
2 Feb 2022 - 15:38

کابل (پژواک، ۱۳ سلواغه ۱۴۰۰): د صفوفو د تصفیې کمېسیون رییس له امنیتي لیکو د ۴۰۰۰ نامطلوبو کسانو ایستلو خبر ورکړ، هغه داعش د افغانستان لپاره خطر نه ګڼي او وايي چې د راتلونکو امنیتي ځواکونو په لیکو کې به په کافي اندازه ښځې حضور ولري.

د ملي دفاع وزارت سرمفتش او د امنیتي ځواکونو د صفوفو د تصفیې کمېسیون رییس مفتي لطیف الله حکیمي له پژواک سره په ځانګړې مرکه کې وویل، څوک چې د چا شخصي حریم نقضوي، خلک باید هغه کس د «اسلامي امارت» له ډلې حساب نه کړي؛ ځکه هغوی نامطلوب او استفاده کوونکي کسان دي.

هغه وویل، هغه محصلان چې له هېواده بهر پر نظامي زده کړو بوخت دي، د ملت سرمایه ده او ډاډه دې وي چې د راتلونکې اردو په صف کې به جذب شي. نوموړي له نړۍ سره د افغان حکومت د تعامل په اړه وايي: ((نړۍ دې زموږ غږ واوري، موږ د نړۍ غږ اورو.))

د امنیتي صفوفو د تصفیې کمېسیون رییس وايي چې کابینې د خلکو د شکایتونو په تعقیب د روان کال د تلې په ۱۹مه د دغه کمېسیون د جوړېدو تصمیم ونیو او د همدې میاشتې په ۲۱مه دغه کمېسیون جوړ شو.

نوموړي د یاد کمېسیون د جوړېدو لامل د حکومت مشرتابه ته د خلکو شکایتونو وبلل او ویې ویل، دا چې په ټول هېواد کې عمومي بښنه اعلان شوې ده، د خلکو ازار او اذیت د تحمل وړ نه دی.

د هغه د څرګندونو له مخې، د منظمې او تصفیه شوې اردو جوړېدل د یاد کمېسیون عمده موخه ده.

نوموړی وايي: ((د تصفیې کمېسیون د ریاست مسوولیت ډېر دروند و؛ لومړی نه پوهېدم، له خپلو مرستیالانو سره چې د کورنیو چارو وزارت او استخباراتو اړوند وو، څه ډول کار پیل کړم، وروسته مو په ۲۳ مادو کې یو طرزالعمل تثبیت کړ او دغه طرزالعمل بیا د مشرتابه مقام له خوا په ۱۲ مادو کې خلاصه شو او کار مو پیل کړ.))

د ده د معلوماتو له مخې، یاد کمېسیون دوه مرستیالان چې یو یې د کورنیو چارو وزارت او بل د استخباراتو ریاست اړوند دي، لري، په هر ولایت کې څلور غړي لري چې د ولایت د استخباراتو رییس، د هماغه ولایت د امنیتي ځواکونو د صفوفو د تصفیې کمېسیون مشري پر غاړه لري.

حکیمي وویل، دغه کمېسیون تر اوسه ۴۰۰۰ استفاده کوونکي او هغه کسان چې سابقه یې ښه نه وه، له امنیتي صفوفو ایستلي او ډېر شمېر یې هغه کسان دي چې د نوي حکومت له جوړېدو وروسته د امنیتي ځواکونو له صفوفو سره یو ځای شوي دي.

د امنیتي ځواکونو د صفوفو د تصفیې کمېسیون رییس زیاته کړه: ((په هېواد کې د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته که د امنیتي ځواکونو کوم کس جرم کړی وي، ایستل شوی، عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوی دی، خو هغه کسان چې د نوي حکومت له واک ته رسېدو مخکې جرم لري، ټول یې د عمومي بښنې پر اساس معاف شوي دي.))

نوموړی د عمومي عفوې په اړه وايي: ((د الله (ج) حق یې معاف کړی دی، خو د خلکو حق یې نه دی معاف کړی، که څوک دعوا لري کولای شي محکمه کې دعوا وکړي.))

هغه زیاته کړه، استفاده کوونکي او نامطلوب کسان د ۱۹۶ ارتباطي شمېرې له لارې د خلکو د شکایتونو او حکومت د استخباراتو له لارې پېژندل کېږي.

هغه د یاد کمېسیون د صلاحیت په اړه وویل: ((هر هغه کس چې د اسلامي امارت له ادرسه په کوم نظامي یا ملکي ارګان کې مقرر شوی وي د تعقیب او تشخیص مسوولیت یې د دغه کمېسیون پر غاړه دی.))

د ده په خبره، دغه کمېسیون څلور مرحلې لري؛ لومړی د طرحې او کاري پلان تدوین، دویم د نامطلوبو او استفاده کوونکو کسانو پېژندل، درېیم د یادو کسانو په اړه څېړنه او څلور د دغو کسانو ایستل.

نوموړي زیاته کړه، د صفوفو تصفیې کمېسیون به تر هغه فعالیت ولري څو د امنیتي ځواکونو صفوف تصفیه نه شي، د استفاده کوونکو کسانو د ایستلو بهیر له پای ته رسېدو وروسته د یادو کسانو تعقیب پیلېږي، څو د حکومت او رعیت لپاره سرخوږی جوړ نه کړي؛ دغه تعقیب د امنیتي چارو کمېسیون پر غاړه دی.

هغه دې پوښتنې ته په ځواب کې چې د صفوفو له تصفیې وروسته به استفاده کوونکي او نامطلوب کسان د امنیتي ځواکونو په لیکو کې ځای نه نیسي؟ وویل: ((په ټوله کې د دغه کار تضمین نه شي کولای، خو که دغه کار وشي، په راتلونکو پړاوونو کې به بیا هم و ایستل شي.))

دی وايي: ((د امنیتي چارو کمېسیون د اسلامي امارت په چوکاټ کې جوړ شوی، څو دوی [ایستل شوي کسان] تعقیب کړي چې چېرته ځي، تر اوسه مو له دغه ادرسه سرخوږی نه دی لیدلی؛ ځکه ایستل شوو کسانو ته مو ویلي چې لاړ شي او باعزته ژوند وکړي؛ ځکه تر تعقیب لاندې دي.))

سرچینې د استفاده کوونکو کسانو د تعریف په اړه وویل: ((نظر تدوین شوي طرزالعمل ته استفاده کوونکي او بده سابقه لرونکي کسان هغه څوک دي چې خلک ازار او ځوروي.))

هغه زیاته کړه: ((د امرالمومنین له دفتره فرمان صادر شو، امر بالمعروف وزارت ته هدایت وشو او د دفاع وزارت له خوا حکم صادر شو چې څوک د چا په شخصي حریم کې مداخله ونه لري، که له دغه فرمانونو او هدایاتو وروسته څوک د چا شخصي حریم کې لاس وهي، نامطلوب کس دی او د امنیتي ځواکونو له صفوفو به و ایستل شي.))

هغه زياته کړه، خلک دې له (١٩٦) شمېرې سره د اړیکې نیولو له لارې د دغه ډول کسانو د ادرس په اړه کمېسيون ته خبر ورکړي.

لطیف الله حکیمي وایي: «هغه کسان چې د چا پر شخصي حریم تېری کوي، خلک باید هغه د اسلامي امارت له کسانو حساب نه کړي؛ ځکه هغوی نامطلوب او ناوړه استفاده کوونکي دي.»

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د داعش ډلې پوځي کسانو د اسلامي امارت په ځواکونو کې نفوذ کړی دی؟ وویل چې په افغانستان بله مخالفه وسله واله ډله نشته؛ ځکه دا ټولې ډلې اوس له منځه تللې دي.

هغه د داعش ډلې په اړه وایي: «داعش فتنه ده؛ د ډلې او سازمان په توګه له منځه تللې او اوس فتنې ته لمن وهي.»

نوموړي په خپلو خبرو کې وویل چې د داعش تر ۵۰۰ ډېر غړي تسلیم او یو شمېر نور غړي یې نیول شوي هم دي.

هغه زیاته کړه: «داعش ګواښ نه شي کېدای، داعش د خلکو ترمنځ ځای نه لري او د خلکو له ادرسه نه دی راغلی؛ ځکه که څوک د خلکو له ادرسه راپورته کېږي، ښایي یو ځای ته ورسېږي؛ لکه موږ چې ورسېدو.»

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې خلک ډاډه و اوسي چې داعش به کوم ګواښ نه وي؟ وویل: «که بریدونه زیات شي، د اندېښنې وړ ده، خو اوس بریدونه په کمېدو دي؛ زموږ مبارزه د اشغال پر وړاندې وه؛ خلکو زموږ مو ملا تړلې ده؛ خلک دې ډاډه وي؛ موږ هم ډاډه یو چې هېواد به بیا په کورنیو، نیابتي او پردیو جګړو کې نه ښکېل کېږي.»

د حکیمي په خبره، د ترسره شوي اټکل له مخې باید د افغان امنیتي ځواکونو ټولیز شمېر ۱۵۰زرو ته ورسېږي.

نوموړي وویل: «دا مهال د ملي دفاع وزارت په لیکو کې ۸۰زره امنیتي منسوبین موجود دي او د امنیتي بنسټونو تشکیل ډېر وخت نیسي؛ دا کار په بېړه نه کېږي او باید کار پرې وشي.»

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې افغانستان به په څومره وخت کې ۱۵۰زره امنیتي ځواکونه ولري، وویل چې دا وخت غواړي او له دوو تر درېیو کلونو وخت نیسي.

حکیمي له ځوانانو غواړي چې له امنیتي ځواکونو سره یو ځای شي؛ ځکه هېواد پر خپلو ټولو اتباعو حق لري او خلک باید د حکومت او اردو د پیاوړتیا لپاره خپل مسوولیتونه درک کړي.

هغه د هغو محصلانو په اړه چې په بهر کې نظامي زده کړې کوي، وویل: «ځکه هغوی د دې ملت سرمایه ده، مصرف ورباندې شوی، باید ډاډه و اوسي او د راتلونکې اردو په لیکو کې به جذب شي او موږ ورسره په اړیکه کې یو.»

حکیمي د تېر حکومت د نظامیانو برخلیک په اړه وایي: «هغه څوک چې د حق العبد دعوه پرې نه وي او یا که وي خو له ځانه دفاع کولای شي، بده سابقه ونه لري او ادعا پرې نه وي، بېرته خپلو دندو ته راتلای شي.»

نوموړي څرګنده کړه: «د جلب او جذب سلسله فعاله ده؛ خو لومړی حق د هغو کسانو دی چې فاتح وو؛ ځکه دوی جهاد کړی او فتحه یې راوړې ده.»

هغه زیاته کړه چې دا مهال هم د حکومت پخواني مسلکي کسان لکه پیلوټان، انجینران او نور په کار بوخت دي.

هغه څرګنده کړه چې په ټولو ادارو کې به له ښځو د هغوی د مسلک له مخې کار واخیستل شي او دغه راز د راتلونکو امنیتي ځواکونو په لیکو کې  به هم په کافي اندازه ښځې موجودې وي؛ ځکه په دې لیکو کې د ښځو شتون اړین دی.

د حکومت دغه لوړپوړي چارواکي له نړۍ وغوښتل چې له اوسني افغان حکومت سره سالم تعامل وکړي او مشورې یې باید د مداخلې په ډول نه وي؛ بلکې ښې مشورې وړاندې کړي.

هغه زیاتوي: «نړی دې له موږ واوري او موږ د نړۍ اورو.»

د ملي دفاع وزارت سرمفتش او د امنیتي ځواکونو د تصفیې کمېسیون رییس د دې مرکې په پای کې وویل، د دوی ټوله جذبه خلکو ته خدمت کول دي او د افغانستان له ولس یې د صبر او زغم غوښته وکړه او ژمنه یې وکړه چې اوسنی حکومت به خلکو ته هوسا ژوند برابروي.

Views: 100

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.