غزني (پژواک، ۱۸ کب ۱۴۰۰): په غزني کې د ګازنیونې له امله د یوې کورنۍ درې غړي (پلار، زوی او نږور) مړه شوي دي.
د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال منصور افغان پژواک خبري اژانس ته وویل، دا پېښه تېره شپه د غزني ښار اړوند د اوګرې په سیمه کې شوې ده.
هغه زیاته کړه، یوه پلار، زوی او نږور یې په خپله خونه کې ګازي بخارۍ لګولې وه چې د شپې ناوخته ګاز نیولي او ځای پر ځای یې مړه کړه کړي دي.
دی وايي، دا کورنۍ تازه له پاکستانه بېرته راستنه شوې وه او د غزني ښار په اوګرې سیمه کې یې د استوګنې لپاره دوه کوټې جوړې کړې وې چې د دې پېښې ښکار شول.
نوموړی له خلکو غوښتنه کوي چې د ګاز په کارولو کې له احتیاطه کار واخلي څو له داسې بدو پېښو خوندي پاتې شي.
د یادونې ده، هر کال په افغانستان کې د ژمي په موسم کې د ګازنیونې له امله لسګونه کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي چې تر ډېره یې لامل بې احتیاطي ګڼل کېږي.
Views: 106
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن