[restrict paid=”true”]
کابل (پژواک، ۲۴ کب ۱۴۰۰) : په بلوچستان ایالت کې د یوې چاودنې له امله ۱۱ تنو پاکستانیو سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پاکستانیو رسنیو د کب په ۲۴مه، خبر ورکړی چې دا چاودنه نن تر غرمې وروسته د بلوچستان ایالت په سبي ولسوالۍ کې دامنیتي ځواکونو پر یوه موټر شوې وه.
ځایي امنیتي سرچینو ویلي چې په دې چاودنه کې څلور سرتیري وژل شوي او اوه تنه نور ټپیان شوي چې د (فرنټیر کور) په نامه د ځانګړي ځواک اړونده وو.
د روغتون سرچینو د څلورو ټپیانو روغتیایي حالت د اندیښنې وړ ښودلی دی.
د بلوڅانو دازادۍ ځواک ددې چاودنې مسوولیت په غاړه اخیستی دی، دا په تیرو لسو ورځو کې په سبي سیمه کې دریمه چاودنه وه، چې پر پاکستانیو ځواکونو کیږي.
[/restrict]
Views: 41
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن