ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې ٣٠ سلنه توليدي فابريکو خپل فعالیتونه درولي

خوست کې ٣٠ سلنه توليدي فابريکو خپل فعالیتونه درولي

author avatar
19 Mar 2022 - 14:46
خوست کې ٣٠ سلنه توليدي فابريکو خپل فعالیتونه درولي
author avatar
19 Mar 2022 - 14:46

[restrict paid=”true”]

خوست ښار (پژواک، ۲۸ کب ۱۴۰۰): د خوست صنعتکاران او د توليدي کارخانو مالکان وايي، د برېښنا دوامدارې پرچاوۍ او د صنعتي پارک د نشتوالي له امله په دې وروستيو کې ٣٠ سلنه کارخانو خپل فعاليتونه درولي دي.
د معلوماتو له مخې، په دغه ولايت کې له ۲۳۰ څخه تر ۲۴۰ پورې وړې او متوسطې توليدي کارخانې په فعاليت بوختې دي چې شاوخوا اووه زره کسانو ته په کې د کار زمينه برابره شوې ده.
نصيب الله د دغه ولايت يو له هغو صنعتکارانو دی چې د مرکز اړوند د ازادۍ مېنې په ښارګوټي کې د پلاستيکي لوښو جوړولو کارخونه لري.
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، نږدې شپږ مياشتې کېږي چې خپله کارخونه يې تړلې او فعاليت يې په ټپه درېدلی دی.
هغه يې لامل د برېښنا د دوامدارې پرچاوۍ ترڅنګ د مناسب ځای نشتوالی بولي چې د کارخونې توليد يې د صفر کچې ته راښکته شوی دی.
نوموړي زياته کړه: ((له موږ سره په دې کارخانه کې ٣٠ کسانو کار کاوه، اوس چې کارخانه بنده ده، هغه في الحال يو هم نشته راسره، صرف دوه درې کسان راسره دي، هغه د کارخانې ساتلو لپاره.))
صدام ځدراڼ د دغه ولايت يو بل پانګه وال دی چې د ازادۍ مېنې ښارګوټي په يوه کرايي کور کې د خوږو او ژاولو جوړولو توليدي کارخانه لري.
ده پژواک اژانس ته د برېښنا د پرچاوۍ او د مناسب ځای د نشتوالي ترڅنګ وويل چې خپلو توليداتو ته د بازارموندنې په برخه کې هم ستونزې لري.
دی وايي: ((کوم توليدات چې له بهره راځي، په هغه باندې مصرف کم راځي، کوم چې داخل کې جوړوو او وطني توليدات دي، پر هغو مصرف ډېر راځي، نو زموږ غوښتنه دا ده چې په ګمرکونو کې له موږ نه کمې پيسې واخلي.))
ورته مهال د خوست د کانونو او صنايعو خونې مشر ګلزاعلي جنانزوی پژواک ته وويل چې په دې وروستيو پنځو شپږو مياشتو کې د دغه ولايت دېرش سلنه کارخانو خپل فعاليتونه په ټپه درولي دي.
نوموړي له حکومتي مسوولينو غوښتنه وکړه چې د صنعتکارانو ستونزو او غوښتنو ته پر وخت رسېدنه وکړي.
هغه زياتوي: ((عمده لامل يې د پارک صنعتي او برق نشتون دی، حکومت نه مو غوښتنه دا ده چې پارک صنعتي زر تر زره ورغول شي او صنعتکارانو ته خاصه توجه وکړي.))
بلخوا د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رييس شبيراحمد عثماني له پژواک سره په خبرو کې ډاډ څرګند کړ چې د صنعتکارانو او پانګه والو ټولې ستونزې به يو پر بل پسې حل شي.
هغه وويل چې د برېښنا د پرچاوۍ ستونزه هېواد شموله ده، خو حکومتي مسوولين په دې هڅه کې دي چې دا ستونزه زر له منځه يوسي.
نوموړي همدا ډول د صنعتي پارک په اړه وويل چې ډېر ژر به ياد پارک د صنعتکارانو پر مخ پرانيستل شي او د کارخانو مالکانو دغه ستونزه به هواره شي.

[/restrict]

Views: 130

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.