غزني (پژواک، ۲۱ وری ۱۴۰۱): د غزني د اندړو ولسوالۍ کروندګر وايي، سږ کال ورښتونه نشته او کښتونه یې اوبو ته اړتیا لري، چارواکي باید د سردې بند اوبه خوشې کړي.
خو چارواکي وايي، د سردې بند د کانالونو پاک کاري پاتې ده او تر هغه اوبه نه شي خوشې کولای چې کار یې نه وي بشپړ شوی.
د غزني د اندړو ولسوالۍ یوه کروندګر حمیدالله پژواک خبري اژانس ته وویل، نوي حکومت څو میاشتې مخکې د سردې بند د کانالونو پاکولو چارې پیل کړې او ژمنه یې وکړه چې د دغه بند اوبه به خوشې کوي، خو تر اوسه یې دا کار نه دی کړی.
هغه زیاته کړه، سږ کال بارانونه نشته او د دې وخت دی چې د دغه بند اوبه خوشې شي څو کروندګر خپل فصلونه پرې اوبه کړي.
دی وايي، ډېرو کروندګرو پر خپلو ځمکو غنم کرلي چې په دغو ورځو کې اوبو ته اړتیا لري.
د همدې ولسوالۍ د سلطان باغ سیمې اوسېدونکی او کروندګر محمد هارون وايي، دا چې سږ کال بارانونه نشته، خلکو د لمریزې برېښنا په مرسته د اوبو راایستلو ته مخه کړې ده او هره ورځ نوې برمې وهل کېږي.
دی زیاتوي، که دا چاره دوام وکړي، نو وېره شته تر ځمکې لاندې د اوبو سطحه ډېره ټیټه لاړه شي.
د ده په خبره، د دغه کار د مخنیوي لپاره لازمه ده د سردې بند اوبه خوشې شي څو کروندګر خپل کښتونه اوبه کړي او اړ نه شي چې برمې ووهي.
موده مخکې حکومت اعلان وکړ چې د دې مهمې پروژې (سردې بند) کارونه پیلوي څو یو ځل بیا له همدغه بنده ۷۰زره جریبه کرنیزې ځمکې ته اوبه ورسوي.
د غزني ولایت مقام ویاند حافظ عمر غزنوي پژواک خبري اژانس ته وویل، د دې پروژې کارونه میاشت مخکې پيل شوي او دوام لري.
هغه زیاته کړه، اوسمهال د سردې بند په ساحه کې د یوه پارک جوړولو او له دغه بنده د غځېدلو کانالونو پاکولو چارې روانې دي.
دی وايي، د دغه بند اوبه به هغه وخت خوشې شي چې د کانالونو پاکولو چارې بشپړې شي خو ویې نه ویل چې دا چارې به څه وخت بشپړېږي.
سردې بند څو لسیزې مخکې د محمد ظاهرشاه او بیا د محمد داوود خان د واکمنۍ پر مهال جوړ شوی چې د ۷۰زره جریبه ځمکې خړوبولو وړتیا لري.
هغه مهال د دفاع وزارت او مرکزي سېلو لپاره د اړتیا وړ غنم د دغه بند له ځمکو پوره کېدل خو د دې ترڅنګ پرې لبلبو او لمرګلی هم کرل کېدل چې بوره او غوړي ترې تولیدېدل.
Views: 145
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن