ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ميدان وردګو خلک د مرستو په وېش کې د عدالت غوښتنه کوي

د ميدان وردګو خلک د مرستو په وېش کې د عدالت غوښتنه کوي

author avatar
12 Apr 2022 - 13:04
د ميدان وردګو خلک د مرستو په وېش کې د عدالت غوښتنه کوي
author avatar
12 Apr 2022 - 13:04

میدان ښار (پژواک، ۲۳ وری ۱۴۰۱): د میدان وردګو یو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي چې په دغه ولایت کې د مرستو بهير عادلانه نه دی او ډېری مستحق وګړي ترې بې برخې پاتې کېږي.

خو حکومتي مسوولین وايي چې دوی له مستحقو کسانو سره څو ځلې مرستې کړې او دغه کسان د شفافې سروې له لارې انتخاب شوي دي.

د ننګيالي په نوم يو معلول چې د دغه ولایت د مرکز اړوند د کوټشرو سیمې اوسېدونکی دی او د مرستو ترلاسه کولو په موخه ميدان ښار ته راغلی، ادعا کوي چې څوک يې د مرستو په لېست کې يې نوم نه شاملوي.

ده پژواک ته وويل: “د پنځه کسيزې کورنۍ مسووليت لرم، يو لاس او يوه پښه مې فلج دي، کار نه شم کولای، له خلکو سره څو ځلې مرسته وشوه، خو زه څوک نه پېژنم چې نوم مې په لېست کې شامل کړي.”

د ياد ولايت د نرخ ولسوالۍ د تیتمور کلي اوسېدونکې کونډه مېرمن پشتون ګل وايي: «څلور لوڼې او دوه معلول زامن لرم چې د کار کولو توان نه لري، زه مجبوره یم چې دوی ته خواړه پیدا کړم.»

دا وایي، څو ځلې يې د ولایت مقام او نورو ریاستونو ته عریضې وروړې دي، خو په وينا يې، چا مرسته نه ده ورسره کړې.

نوموړې وايي: “نن څلورمه ورځ ده چې د مهاجرينو رياست ته راځم، خو مرسته نه ده راسره شوې.”

دغه راز د سید اباد ولسوالۍ اوسېدونکي امین الله چې په بازار کې موچي توب کوي هم د مرستو وېش عادلانه نه ګڼي.

ده  پژواک ته يې وويل: “زموږ په ولسوالۍ کې د مرستو لپاره څو ځلې د مستحقو کسانو نومونه لیکل شوي، خو زما نوم هر ځل ترې پاتې وي.”

دی وايي چې نن يې دويمه ورځ ده چې د ولايت مرکز ته راځي خو تر اوسه يې غږ نه دی اورېدل شوی.

نوموړی ادعا کوي، داسې خلک هم پېژني چې په وينا يې، مرسته يې ترلاسه کړې، خو بيا يې پر نورو خلکو پلوري.

بلخوا د ياد ولايت د کډوالو چارو رياست مسوولین بيا وايي چې دوی له اړو کسانو سره څو ځلې مرستې کړې، خو خلک بيا بيا مراجعه کوي چې دوی د ډېرو مرستو وس نه لري.

د دغه رياست د بېړنيو حالاتو پر وړاندې د چمتووالي مدیر عبدالمتین پژواک ته وویل: “د ولایت په ټولو مربوطاتو کي مو په شفاف ډول سروې ګانې کړې او مرستې مو وېشلې.”

دی زیاتوي، موږ سږ کال  له ۲۳۲۳ کورنیو سره د موسسو او له ۱۰۰۰ شاوخوا کورنیو سره د خپل ریاست له لوري مرستې کړې دي.

 ده وويل: “بهرنيو مرستو زموږ هېوادوال بېخي سوالګر اموخته کړي دي، دلته هر ورځ په لسګونه کسان زموږ د ریاست مخې ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه راځي، خو له موږ سره هم امکانات نشته، نو هغوی بېرته ناهیلي ځي.”

دغه راز د ياد ولايت د شهیدانو او معلولينو رييس مولوي محمد نذیر ابومحمد بيا وايي چې د مرستو د سروې او وېش چارې تر ډېره بهرنۍ موسسې خپله پر مخ وړي.

دی وايي: “موږ له اړو کسانو سره د مرستې لپاره ډېر امکانات نه لرو او بهرنۍ موسسې تر ډېره خپله مستحق کسان انتخابوي او د دې لپاره سروې کوي.”

خو دی هم وايي چې خلک ځکه شکايت کوي چې د موسساتو سروې ګانې ډېری وخت غير شفافې وي.

Views: 89

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.