ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امریکا له افغانستانه د وتلو پر مهال ۷۸ الوتکې غیر فعاله کړې وې

امریکا له افغانستانه د وتلو پر مهال ۷۸ الوتکې غیر فعاله کړې وې

author avatar
28 Apr 2022 - 22:15
امریکا له افغانستانه د وتلو پر مهال ۷۸ الوتکې غیر فعاله کړې وې
author avatar
28 Apr 2022 - 22:15

اټلانټا (پژواک، ۸ غویی ۱۴۰۱) : د امریکا د دفاع وزارت د یوه راپور له  مخې، له افغانستان څخه تر وتلو وروسته امریکا د شاوخوا اوو ملیاردو ډالرو په ارزښت نظامي تجهیزات هلته پریښي او  اوسني سرپرست حکومت ترلاسه کړي دي.

په دغه راپور کې چې پرون خپور شوی، راغلي ، دا تجهیزات امریکا د افغانستان د مخکني حکومت امنیتي او دفاعي ځواکونو ته برابر کړي وو.

امریکا غږ د راپور له مخې،  د امریکا د دفاع وزارت په دغه راپور کې چې کانګرس ته یې استولی او یوه نسخه یې د سي ان ان شبکې ته په لاس ورغلې، ویل شوي چې دغه وسایل په تیرو ۱۶ کالونو کې افغانستان ته لیږدول شوي وو.

تر دې مخکې ویل کیده امریکایي ځواکونو د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې په ۳۰ مې نیټې د افغانستان څخه په بشپړه توګه تر وتلو وروسته خپل یو شمیر نظامي وسایل چې هلته پاتې وو، له منځه وړي، خو په دې راپور کې راغلي چې ډیری تجهیرات د افغانستان تر بشپړ نیول کیدو وروسته د افغانستان اوسني حکومت ته په لاس ورغلي دي.

سرچينه ليکي، دا چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د پاتې شویو نظامي تجهیزاتو په هکله دقیق معلومات نه وو، د امریکا متحده ایالاتو کانګرس له دفاع وزارت څخه وغوښتل چې په دې هکله یو راپور ترتیب او د کانګرس غړیو ته یې وسپاري. د سي ان ان شبکې د دې ر اپور په حوالې لیکلي چې د امریکا د دفاع وزارت “د دې پاتې شویو تجهیزاتو د تر لاسه کولو یا له منځه وړلو لپاره افغانستان ته د بیرته تګ کوم پلان نه لري”.

د پنټاګان یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط تائید کړې چې دا راپور د کانګرس په غوښتنې ترتیب شوی خو تر څنګ یې د راپور په جزیاتو د تبصرې کولو څخه ډډه کړې او ويلي يې دي چې دا راپور تر اوسه په عامه توګه نه دی خپور شوی.

په راپور کې ویل شوي چې له ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې د افغانستان پخوانیو دفاعي او امنیتي ځواکونو ته د ۱۸.۶ ملیارد ډالرو په ارزښت نظامي وسایل او تجهیزات ورکړل شوي وو او داسې اټکل کیږي چې د دې وسایلو او تجهیزاتو څخه چې الوتکې، مهمات، نظامي وسایل، وسلې، مخابراتي وسایل او نور پکې شامل دي، د ۷.۱۲ ملیاردو ډالرو په ارزښت یې په افغانستان کې پاتې دي.

پنټاګان په دې راپور کې چې د صادریدو نیټه یې د ۲۰۲۲ کال د مارچ میاشت ده، راغلي، پنځه هیلوکوپترې چې د افغانستان څخه د امریکایي عسکرو تر وتلو وړاندې او مخکې تر دې چې پخوانی حکومت ړنګ شي ، اوکراین ته د ترمیم لپاره استول شوې وې، په رسمي توګه په ۲۰۲۲ کال کې کیف ته وسپارل شوې.

په راپور کې د هغو الوتکو ارزښت چې د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته هلته پاتې، شاوخوا ۹۲۳ ملیونه ډالر ښودل شوی. کله چې امریکایي ځواکونه د افغانستان څخه وتل، ۷۸ الوتکې چې امریکا جوړې کړې وې د کابل په هوایي ډګر کې ولاړې وې. د پنټاګان په راپور کې ویل شوي چې دغه الوتکې غیر فعاله کړل شوې وې.

په دې راپور کې دا هم ویل شوي چې د ۹۶ زرو نظامي موټرو څخه چې د افغانستان مخکنیو وسله والو ځواکونو ته ورکړل شوې وې، د ۱۲ زرو مرمۍ ضد هاموي موټرو په ګډون ۴۰ زره یې د افغانستان اوسني حکومت ته په لاس ورغلي. د پنټاګان په راپور کې ویل شوي معلومه نده چې آیا ددې موټرو څخه کار اخیستل کیدی شي او که نه.

سي ان ان د دې راپور په حوالې ویلی چې د ۴۷۲ زره میله ټوپکو څخه چې د افغانستان مخکني وسله وال پوځ ته ورکړل شوي و، څه باندې ۳۰۰ زره میله یې د امریکایي عسکرو تر وتلو وروسته په افغانستان کې پاتې دي.

د پنټاګان په راپور کې همدا راز ویل شوي چې د شپې لخوا د دید ځانګړې عینکې، د بایو مټریک او موقعیت د پیدا کولو وسایل او د ماینونو او چاودیدونکو موادو د شنډولو وسایل هم په افغانستان کې پاتې دي. په دې راپور ددې ځانګړو نظامي وسایلو شمیر شاوخوا ۴۲ زره ښودل شوی چې هلته پاتې دي.

د راپور له مخې، تر اوسه نه ده معلومه چې آیا اوسنی حکومت د هغو امریکایي نظامي وسایلو څخه چې په افغانستان کې پاتې دي ګټه اخیستلي شي که نه.

سره له دې چې د امریکا د دفاع وزارت ویلي د ۲۰۰۱ کاله څخه تر ۲۰۲۰ پورې یې شاوخوا ۸۲۵ ملیارده ډالر یوازې په نظامي چارو لګولي، خو د براون پوهنتون بیا وایي چې په تیرو شلو کالونو کې چې امریکایي ځواکونه افغانستان ته تللي، ۲.۳ تریلیارده ډالر یې لګولي دي.

د افغانستان سرپرست حکومت تر اوسه ددې راپور په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

Visits: 455

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.