جلال اباد (پژواک، ۱۰ غويی ۱۴۰۱): د ننګرهار په کوز کونړ ولسوالۍ کې دوه د تره زامن په کونړ سیند کې د ډبېدو له امله مړه شوي دي.
د معلوماتو له مخې ياد کسان پرون د ګرمۍ له امله سيند ته د لامبو وهلو لپاره تللي وو چې اوبو ډوب کړي دي.
عيني شاهدان وايي، د سيمې خلکو د يوه ځوان جسد پيدا کړی او بل لاهم نادرکه دی.
د دغو کسانو د کورنۍ یوه غړي نصیراحمد د غويي په ۱۰ مه پژواک اژانس ته وویل، چې د نورآغا او سهیل په نامه دغه دوه ځوانان د دره نور ولسوالۍ د قلعه شاهي اوسېدونکي دي.
ده وويل، يادو ځوانانو پرون مازيګر د کوز کونړ ولسوالۍ په عبدالخیلو سیمه کې د کونړ په سیند کې لامبو وهله چې اوبو وړي دي.
نوموړی وایي، تراوسه د یوه جسد د خلکو په مرسته پیدا شوی او د هغه بل د پیدا کېدو هڅې روانې دي.
د يادونې وړ ده، د ګرمې په موسم کې د کونړ سيند اوبه ډېرې وي چې له امله يې کله نا کله ځوانان په کې ډوبېږي او بيا يې جسدونه د کوزې پښتونخوا په توربېلې بند کې پيدا کېږي.
Views: 74
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن