ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکم: مسوولین دې له اړتیا پرته له یوه ډېر ودونه نه کوي

حکم: مسوولین دې له اړتیا پرته له یوه ډېر ودونه نه کوي

author avatar
21 May 2022 - 11:28
حکم: مسوولین دې له اړتیا پرته له یوه ډېر ودونه نه کوي
author avatar
21 May 2022 - 11:28

کابل (پژواک، ۳۱ غویی ۱۴۰۱): د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ته سپارښتنه شوې ده چې مسوولین دې له اړتیا پرته له دویم، درېیم او څلورم ودونو راوګرځوي او صادر شوي هدایات دې جدي تعقیب کړي.

د شپږمه ګڼه هدایاتو د څار او تعقیب په اړه د اسلامي امارت مشر مولوي هبةالله اخندزاده د روانې غویي میاشتې په څلورمه یو حکم صادر کړی دی.

په دغه حکم کې راغلي: «د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او سمع شکایات وزارت ته دنده سپارل کېږي چې په زیاتو لګښتونو د بې ضرورته دویم، درېیم او څلورم واده د مسوولینو منعه کولو په اړه هدایات چې د ۱۴۴۲هـ ق کال په ۱۱۵ ج ۶ ګڼه فرمان کې صادر شوي، په جدي ډول تعقیب کړي.»

په حکم کې یاد وزارت ته دنده سپارل شوې ده چې که څوک له یادو هدایاتو سرغړونه کوي، په نښه یې کړي او وخت په وخت د مشرتابه مقام ته راپور ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې ځینو کسانو په دې وروستیو کې پر ټولنیزو پاڼو لیکلي چې ځینو حکومتي کسانو په ډېر لوړ لګښت سره دویم او ان درېیم ودونه کړي دي.

د تېر کال په لېندۍ میاشت کې هم په یوه فرمان کې راغلي څوک چې تر یوه ودونه لري، مکلف دي چې ټولو ښځو ته له شرعي حکم سره سم حقوق ورکړي او ترمنځ يې عدل تامین کړي.

په دغه فرمان کې اړوندو ادارو ته سپارښتنه شوې وه چې د اجباري ودونو، په بدو کې د ښځو ورکولو او د میراث حق ته د ښځو د نه لاسرسي مخنیوي لپاره اړین اقدامات وکړي.

په دغه فرمان کې راغلي وو چې د نکاح پر مهال د بالغو ښځو رضایت اړین دی، خو چې نکاح له کفو (سیال) سره وي او د فتنې او فساد خطر هم په کې نه وي.

Views: 196

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.