ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان کې نن د ګوزڼ واکسین کمپاین پیلېږي

افغانستان کې نن د ګوزڼ واکسین کمپاین پیلېږي

author avatar
23 May 2022 - 11:23
افغانستان کې نن د ګوزڼ واکسین کمپاین پیلېږي
author avatar
23 May 2022 - 11:23

کابل (پژواک، ۲ غبرګولی ۱۴۰۱): د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ اداره (یونیسف) وایي چې نن په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغۍ د واکسینو کمپاین پیلېږي.

دغه څرګندونې د یادې ادارې د افغانستان څانګې پر خپلې ټوېټرپاڼې لیکلې دي.

یونیسف ویلي چې د ګوزڼ واکسینو د تطبیق پر مهال به ویټامین اې هم ماشومانو ته ورکړل شي.

د یادونې ده، افغانستان او پاکستان دوه هغه هېوادونه دي چې تر اوسه د ګوزڼ ناروغۍ مثبتې پېښې لري. په روان کال کې تر اوسه د دغې ناروغۍ یوه مثبته پېښه په پکتیکا ولایت کې ثبت شوې ده.

خو تېر کال بیا په افغانستان کې څلور پېښې ثبت شوې وې چې درې یې د کندوز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ او یوه یې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې وه.

Views: 32

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.