ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د طب برخې پوهان، له میکروب ‌ضد محلولونو څخه ډېره استفاده د ناروغیو رامنځته کېدو لامل کېږي 

د طب برخې پوهان، له میکروب ‌ضد محلولونو څخه ډېره استفاده د ناروغیو رامنځته کېدو لامل کېږي 

author avatar
25 May 2022 - 19:27
د طب برخې پوهان، له میکروب ‌ضد محلولونو څخه ډېره استفاده د ناروغیو رامنځته کېدو لامل کېږي 
author avatar
25 May 2022 - 19:27

کابل (پژواک، ۴ غبرګولی ۱۴۰۱): د طب برخې پوهان د کرونا ویروس مخنیوي لپاره، د میکروب ‌ضد محلولونو کارول اغېزناک بولي، خو ټینګار کوي چې باید ډېره استفاده ترې ونه شي؛ ځکه د حساسیتونو او جلدي تخریش لامل ګرځي.

د یادولو ده چې کرونا ویروس لومړی ځل د ۲۰۱۹ مېلادي کال په وروستیو کې د چین هېواد په ووهان ښار کې خپور او په کمه موده کې د افغانستان په ګډون د نړۍ ډېری هېوادونو ته ورسېد.

د نړیوالو بنسټونو له لوري د وړاندې شوو شمېرو له مخې، په نړۍ کې د کرونا ویروس د خپرېدو ‎له پیله تراوسه، سلګونه میلیونه کسان په کووېډ-۱۹ اخته او ۶،۳ میلیونه کسان ترې مړه شوي دي.

د کرونا ویروس له خپریدو وروسته، د روغتیا نړیوال سازمان او ډاکتران د واکسینونو، درملو او وقایوي لارو چارو په لټولو بوخت دي.

د ماسک تړل، په مکرر ډول د لاسونو مینځل، د یو متر واټن مراعاتول، ګڼې ګوڼې او سرپټو ځایونو ته له ورتګ ډډه کول او د چاپېریال ضدعفوني کول، هغه لارښوونې دي چې ډاکتران یې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره سپارښتنه کوي او پر ټولو خلکو یې رعایتول لازمي دي.

په کابل کې د «د افغانستان د الرژي حساسیت مرکز» خصوصي روغتون د داخله او الرژي ناروغیو متخصص ډاکتر نثاراحمد عرفان د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د مېکروب ضد درملو کارولو د اغېزمنتیا په اړه پژواک خبري اژانس ته وویل، په کرونا ناروغۍ د اخته کېدو د مخنیوي یوازینۍ لاره په مکرر ډول په مېکروب ضد موادو او صابون د لاسونو مینځل دي.

هغه وایي، له هغه وروسته چې یو څوک په کرونا ویروس اخته کېږي، ویروس د خولې او پزې له لارې بدن ته دننه کېږي؛ په مېکروب ضد درملو او صابون د لاسونو مینځل، په یاد ویروس له اخته کېدو ۹۰ سلنه مخنیوی کوي.

خو نوموړي د دې په ځواب کې چې ایا مېکروب ضد مواد جلد ته زیان رسوي؟ وویل: «هر درمل چې کارول کېږي، ۳۰ سلنه جانبې عوارض لري او له مېکروب ضد درملو استفاده، په پوستکي کې بدلونونه راولي او جلد تخریشوي.»

هغه زیاته کړه، د مینځلو له توکو «وایټکس» څخه استفاده چې په کورونو کې د ضدعفوني کولو لپاره کارول کېږي، پر تنفسي سیسټم خطرناک اغېز لري؛ د دوامداره زکام، نفس تنګۍ، جلدي ناروغیو او جلدي تخریش لامل ګرځي.

نوموړي وویل، که د مېکروب ضد مواد‎ سترګو ته ورسېږي، ډېر خطرناک دي او د اوښکو بهولو، د سترګو د ډېر سوروالي او ډېر درد لامل هم کېږي.

په ورته مهال، د کابل ښار په اروین جلدي خصوصي روغتون کې د جلد او ښکلا موظف ډاکتر محمدعارف عابد په کرونا د اخته کېدو مخنیوي لپاره پر روغتیایي سپارښتنو د ټینګار ترڅنګ وویل، په اوبو او صابون د لاسونو په وار وار مینځل ډېر اړین دي.

خو هغه زیاته کړه، له مېکروب ضد درملو په ځانګړې توګه له وایټکس ډېره استفاده، د روغتیایي، حساسیتونو، د جلد د تخریش، د سترګو د سوځېدو او تنفسي ستونزو لامل کېږي.

نوموړي زیاته کړه، له مېکروب ضد درملو د رامنځته کېدونکو حساسیتي ستونزو د مخنیوي لپاره، ‎له مرطوبو کریمو او واسلینو ګټه اخیستل، اړین دي.

دغه راز د افغان – جاپان روغتون رییس ډاکتر مسیح‌الله نوري د یادو دوو ډاکترنو سره ورته نظر وړاندې کړ او ټینګار کوي چې مېکروب ضد درمل د ویروسونو او مېکروبونو په له منځه وړلو کې فعاله ونډه لري.

خو هغه زیاته کړه چې د مېکروب ضد موادو ډېر کارول په جلد کې د بدلونونو لکه د جلد وچوالي، د جلد نرمي له منځه وړلو او ان د جلدي نسجونو د خرابوالي لامل هم کېږي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکتر جاوېد هژیر پژواک ته وویل، مېکروب ضد مواد «سني‌ټایزر» د ویروس له منځه وړلو لپاره اغېزناک دي او د کارولو پرمهال یې باید د تولید نېټه وکتل شي؛ دغه راز د یادو موادو د ترکیب اندازې او انډول ته پاملرنه وشي او د لمر له وړانګو باید لرې وساتل شي.

نوموړي څرګنده کړه، د کور د ضدعفوني کولو لپاره له وایټکس څخه استفاده د ډاکترانو له خوا هېڅ کله نه وړاندیز کېږي؛ ځکه جانبي عوارض لکه جلدي تخریش او تنفسي ستونزې رامنځته کوي او په سرپټې فضا کې د هغه کارول جدي ستونزې پیدا کوي.

هغه ټینګار وکړ: «په ټوله کې موږ د ضدعفوني کولو پلوي نه یو؛ ضدعفوني کوونکی په داسې حالت کې چې اوبو او صابون ته لاسرسی نه وي، په هغه صورت کې دې استفاده شي.»

نوموړي زیاته کړه، هغه کسان چې په الوتکه او موټر کې سفر کوي یا په دفتر کې دي چې اوبو او صابون ته لاسرسی نه لري، په هغه صورت کې د لاسونو ستي‌ټایزر ته اړتیا ده؛ له دې پرته د کرونا ویروس د له منځه وړلو لپاره له صابون او اوبو ګټه اخیستل، تر ټولو ښه لاره ده.

د کابل د قلعه‌زمان‌خان اوسېدونکې بنفشه وايي: «کله چې کرونا ویروس خپور شو؛ ډاکترانو په اوبو او صابونو د لاسونو په مینځلو ټینګار کاوه، په کور او دفتر کې ټولو د لاسونو مینځلو مایع اخیستې وه؛ د کرونا له وېرې مې ژر ژر خپل لاسونه مینځل؛ یو وخت مې پام شو چې د لاس جلد مې تور شوی لکه پوست یې چې سوځېدلی وي.»

هغه وایي، تراوسه چې د کرونا ویروس له پیله دوه کاله تېریږي، د لاسونو جلد یې نه دی ښه شوی او اوس هوډ لري څو جلدي ډاکتر ته مراجعه وکړي.

د یوه شخصي دفتر کارکوونکې سامعې په دې اړه پژواک ته وویل: «تر هغه وروسته چې کرونا ویروس خپور شو، د هغه د مخنیوي لپاره مو جدي تدابیر ونیول او تل به مې لاسونه په سنټي‌ایزر ضد عفوني کول او ژر ژر به مې لاسونه مینځل؛ له څو مودې وروسته متوجه شوم چې د لاسونو جلد مې ډېر وچوالی پیدا کړ او د لاسونو د پوست رنګ مې تغییر کړی، له هغه وروسته مې له سنټي‌لایزر کمه استفاده وکړه او د ویروس د له منځه وړلو لپاره مې لاسونه په صابون مینځم او په کریمو یې غوړوم.»

Visits: 120

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.