ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یوه افغان د «بریتانوي امپراتورۍ» جایزه واخیسته

یوه افغان د «بریتانوي امپراتورۍ» جایزه واخیسته

author avatar
5 Jun 2022 - 04:45
یوه افغان د «بریتانوي امپراتورۍ» جایزه واخیسته
author avatar
5 Jun 2022 - 04:45

اتلانتا (پژواک، ۱۴ غبرګولی ۱۴۰۱): په بریتانیا کې مېشت یوه افغان د دغه هېواد تر ټولو لوړه د بریتانوي امپراتورۍ «او بي اي» جایزه ترلاسه کړې ده.

دغه افغان صابر ځاځی نومېږي او په ۱۹۹۹ زېږدیز کال کې د پناه غوښتنې په موخه د یوې لارۍ په باډۍ کې بریتانیا ته رسېدلی و.

هغه اوس د بریتانیا په ګلاسکو ښار کې د سکاټلنډ د کډوالو شورا مشري کوي، خو ډاکټر صابر ځاځي لومړۍ دنده چې په ۲۰۰۲ زېږدیز کال کې د کډوالو ماشومانو ته د لیک لوست ښودل و، ترلاسه کړه.

نوموړي د غبرګولي په ۱۴مه له پژواک خبري اژانس ته سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې د دغه ستر مډال په ترلاسه کولو د یوه افغان په توګه د ویاړ احساس کوي.

ځاځی وایي: «زه حیران شوم چې د ملکې د جوبلي اعزازونو په لېست کې راغلی یم، زه هیڅکله بریتانیا ته د اعزاز په لټه کې نه وم راغلی، بلکې زه دلته د خوندیتوب په موخه راغلی وم.))

نوموړي زیاته کړه، هیله من دی چې دا ویاړ به د ډېرو هغو خلکو د خدماتو د روښانتیا لامل شي چې د مهاجرینو د ښه راغلاست لپاره په کمپاینونو، خدمتونو او ټولنیزو فعالیتونو کې نه ستړي کېدونکي هلې ځلې کوي او د ډېرو هغو کډوالو د ملاتړ باعث شي چې د خوندیتوب لپاره بریتانیا ته راغلي دي.

صابر ځاځي وویل چې دا جایزه یې د خپل پلار او د کورنۍ د درناوي لپاره ومنله چې د ده د خوندیتوب لپاره یې هر څه قربان کړل.

دی وایي: «هیله لرم چې زما کارونه او خدمات زما د ماشومانو لپاره د ویاړ او الهام  وړ وګرځي.»

هغه له ټولو هغو کسانو مننه کړې چې دې جایزې ته یې نومولی  او ډاډ یې ورکړی چې خپلو خدماتو به دوام ورکوي څو د هغو زیان منونکو خلکو د حقونو په خوندي کولو کې مرسته وکړي چې د خوندیتوب په لټه کې دي.

د بي بي سي د راپور له مخې، ټولنیز فعاله صابر ځاځی بریتانیا ته د تلو پر مهال یواځې تر اووم ټولګي زده کړې کړې وې او باید خپل ژوند یې له صفره پيل کړی وای.

هغه د انګلیسي ژبې زده کړې لپاره لومړی د کووینټري کالج او بیا د کووینټري پوهنتون ته ولاړ، چېرې چې هغه د لیسانس او ماسټري سندونه ترلاسه کړل.

صابر ځاځی وايي: “ما هيڅکله شاته ونه کتل.”

په کوونټري ښار کې له څو کلونو ژوند وروسته د ښار د کډوالو مرکز مدیر شو؛ دا هغه مرکز او خیریه موسسه ده چې یو وخت یې له ده سره مرسته کړې وه.

Views: 345

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.