ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بادغیس د ښوونځيو زده‌کوونکي: د ښوونیز کال ۴ میاشتې وشوې خو کتابونه مو نه دي اخیستي

د بادغیس د ښوونځيو زده‌کوونکي: د ښوونیز کال ۴ میاشتې وشوې خو کتابونه مو نه دي اخیستي

author avatar
14 Jun 2022 - 18:07
د بادغیس د ښوونځيو زده‌کوونکي: د ښوونیز کال ۴ میاشتې وشوې خو کتابونه مو نه دي اخیستي
author avatar
14 Jun 2022 - 18:07

قلعه نو (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۱): د بادغیس ځيني اوسېدونکي وایي، که څه هم د ښوونیز کال شاوخوا ۴ میاشتې تېریږي، خو لا هم په دغه ولایت کې ځينو زده‌کوونکو ته درسي کتابونه نه دي ورکړل شوي.

که څه هم د درسي کتابونو د کمښت ستونزه په یاد ولایت کې کومه نوې خبره نه ده او په تېرو کلونو کې هم زده‌کوونکي له دې ورسره مخ وو، خو تر اوسه ورته پاملرنه نه ده شوې او محسوسېږي.

اوس د بادغیس د ولسوالیو د لېسو او منځنیو دورو ځيني زده‌کوونکي له پژواک سره په خبرو کې د کتابونو د کمښت خبره کوي.

په قادس ولسوالۍ کې د نهم ټولګي یو زده‌کوونکی محمد فهیم وایي: «له تعلیمي کال څخه څلورمیاشتې تېریږي، خو تر اوسه مو کتابونه نه دي اخیستي.»

د هغه په خبره، د درسي کتابونو نشتوالي ورته ډېرې ستونزې پیدا کړي او هغوی نه دي توانیدلي چې خپل درسونه په سمه توګه زده کړي.

محمد فهیم زیاته کړه: «د نهم ټولګي زده‌کوونکی یم، موږ د کتابونو له کمښت سره مخ یو، دغه ستونزه دې ژر حل شي.»

د یاد ولایت یو بل زده‌کوونکی نجیب‌الله هم وایي: «د لسم ټولګي زده‌کوونکی یم، موږ د درسي کتابونو له کمښت سره مخ یو، له حکومته غواړو چې ژر دې ښوونځيو ته په ځانګړي ډول د ولسوالیو ښونځیو ته دې کتابونه ولېږي څو زموږ ستونزه حل شي.»

نوموړی له دولته هیله لري څو د یادې ستونزې هوارولو ته دې جدي پام وکړي او هغوی ته کتابونه برابر کړي.

هغه یادونه وکړه چې حکومتي مسوولان دې باید دوی ته درسي کتابونه برابر کړي څو زده‌کوونکي د روان کال په درسونو کې شاته پاتې نه شي.

له بلې خوا، د چارو کارپوهان هم په بادغیس کې د زده‌کوونکو او ښوونکو لپاره د درسي کتابونو نشتوالی یوه لویه ستونزه بولي او وایي، له پخوا راهیسې د کتابونو د برابرولو په برخه کې پاملرنه نه ده شوې.

د بادغیس پوهنتون استاد نثار‌احمد اکبري د دغې لړۍ دوام اندېښمنونکې بولي او د ډېرو بدو او نه جبرانېدونکو پایلو خبره کوي.

هغه خبرداری ورکوي چې د یادې ستونزې د دوام او د کتابونو وېشلو برخه کې  د مسوولینو بې پامۍ په صورت کې، د زده‌کوونکو د منلو کچه کمېږي او کورنۍ هم پر ښوونیز نظام بې باوره کېږي.

نوموړی وړاندیز کوي چې دولت او اړوند بنسټونه دې د خپلو شته امکاناتو په لرلو سره باید اساسي ګامونه واخلي او د کتابونو د برابرولو لپاره دې عملي اقدامات ترلاس لاندې ونیسي، څو کورنۍ او زده‌کوونکي د زده‌کړې لپاره هیله‌من شي.

اکبري وایي: «له شک پرته د درسي کتابونو کمښت زموږ پر ښوونیز نظام بده اغېزه لري، په ځانګړي ډول په ولسوالیو کې یې ډېرې کورنۍ ناهیلي کړي دي، زده‌کوونکي یې بې انګېزې کړې، د معارف او خلکو ترمنځ واټن رامنځته شوی او بې باوري یې را منځته کړې ده.»

له دغو ټولو سره سره د بادغیس د پوهنې ریاست مسوولان په دغه ولایت کې د ۵۰۰ زره ټوکو کتابونو د برابرولو خبر ورکوي.

د بادغیس د پوهنې رییس مولوي محب‌الله احسان پژواک ته وویل، که څه هم مخکې دغه ستونزه وه خو د نویو‌غهیادن ې بې انګېزې کړياندېښمنه  کتابونو په چاپېدو سره  به دغه ستونزه حل شي.

نوموړي زیاته کړه چې په دې وروستیو کې د ۵۰۰ زره ټوکه درسي کتابونه چاپ او دوی ته  ورکړل شوي چې د هغو د توزیع لړۍ به د یاد ولایت مرکز او ولسوالیو ټولو ښوونځیو ته پیل شي.

Visits: 147

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.