ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د «ولسي‌‌جرګې د انلاین غونډو» د هڅو په اړه بېلابېلې څرګندونې

د «ولسي‌‌جرګې د انلاین غونډو» د هڅو په اړه بېلابېلې څرګندونې

author avatar
21 Jun 2022 - 16:45
د «ولسي‌‌جرګې د انلاین غونډو» د هڅو په اړه بېلابېلې څرګندونې
author avatar
21 Jun 2022 - 16:45

کابل (پژواک، ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۱): د مخکنۍ ولسي‌‌جرګې ځینو غړو په انلاین بڼه د دغې جرګې د ناستو جوړولو هڅې پیل کړې دي؛ خو د جرګې ځیني غړي یې بې‌ ګټې او د چارو شنونکي یې سیاسي حرکت بولي، وایي د ړنګ شوي دولت هېڅ قوه د داسې کړنو حق نه لري.

ځیني مخکني وکیلان د یادو ناستو جوړول حکومت او نړۍ ته د خلکو د غږ رسولو لپاره ښه ګام بولي، وایي چې دوی اوس هم د خلکو استازي دي او یاده جرګه د پارلمانونو د نړۍوالې اتحادیې غړیتوب لري او دوی د خلکو استازي ګڼي.

خو ځیني شنونکي د ولسي‌جرګې اساسي دندې په انلاین بڼه عملي نه بولي او د هېواد سرپرست حکومت په دې اړه یوازې دومره وایي چې دا په غبرګون نه ارزي.

د افغانستان تېر حکومت د تېر کال د زمري په ۲۴مه ړنګ شو او ځای یې اوسني سرپرست حکومت ونیو او ملي شورا هم له منځه لاړه.  نوي حکومت د ولسي جرګې او مشرانو جرګې دارالانشاګانې هم لغوه کړې دي.

د مخکنۍ ولسي‌‌جرګې د انلاین غونډو جوړېدو هڅې

د مخکني دولت د ولسي‌جرګې د دارالانشاء مشر عبدالقادر ځاځي وطندوست د دغې جرګې له غړو سره یوه طرحه شریکه کړې ده. د جرګې ځینو غړو پژواک ته تایید کړې چې دغه طرحه د وټس‌اپ ګروپونو له لارې ورسره شریکه شوې ده.

په دغې طرحه کې راغلي: «ټاکل شوې ملي شورا (ولسي جرګه) د معمول مطابق (اوونۍ کې درې ورځې) د زوم او انلاین سپیس له لارې د دارالانشاء د عمومي رییس عبدالقادر ځاځي وطندوست په نوښت غونډه وکړي.»

هغه لیکلي چې دغه غونډه به د دارالانشاء د عمومي ریاست د همکارانو په تخنیکي مرسته او له نړۍوالو بنسټونو، د نړۍ د پارلمانونو اتحادیې ( (IPU، مدني ټولنې بنسټونو او ملي او نړۍوالو رسنیو سره په همغږۍ تر سره شي.

سرچینه زیاتوي چې د ولسي جرګې د اوولسمې تقنیني دورې غړي کولای شي چې په دغو غونډو کې ګډون وکړي، د معمول په څېر خپل نظرونه او وړاندېزونه، د اړوندو ولایتونو د ولسونو ستونزې او په ټوله کې د هېواد برخلیک او ستونزې شریکې کړي.

ده د ولسي جرګې له غړو غوښتي چې که له یادې طرحې سره موافق وي، نو د دارالانشاء له ریاست سره دې اړیکه ونیسي.

ځیني مخکني وکیلان: د انلاین غونډې جوړول ګټور دي

د ولسي‌جرګې یو شمېر غړي په انلاین بڼه د یادې غونډې له جوړېدو سره موافق دي، خو یو شمېر نور بیا دغه انلاین ناستې د خلکو لپاره ګټورې نه بولي او ځیني بیا وایي چې په دې اړه مشوره کوي.

د یادي جرګې غړي جاوید ساپي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د افغانستان پارلمان لا هم د نړۍ د پارلمانونو د اتحادیي غړیتوب او رسمیت لري او په انلاین بڼه د دغو ناستو موخه دا ده چې د خلکو غږ تر نړۍوالو ورسوي.

ده زیاته کړه، دغه انلاین ناستې به ډېرې ګټې ولري، ځکه له هر ولایت څخه خلک له خپلو استازو سره په اړیکه کې دي او له خپلو ولایتونو به ورسره خپلې ستونزې شریکوي.

د نوموړي په وینا، په دغه انلاین غونډو کې به پر یادو ستونزو بحث کېږي او د خلکو غږ به تر نړۍوالو رسول کېږي، څو د افغانستان پر حکومت د خلکو ستونزو د حل لپاره فشار راوړل شي.

د ولسي جرګې یوه بله غړې شینکۍ کړوخېل وایي چې د دغې جرګې انلاین ناستې کولی شي د خلکو د عدالت غوښتنې یو غږ وي او دا غږ به تر حکومت او نړۍوالو رسېږي.

هغه وایي، اوس په افغانستان کې ځینې رسنۍ تړل شوې او یا هم محدودیتونه پرې وضع شوي دي؛ نو یادې انلاین غونډې ښه ادرس دی څو پر ستونزو خبرې وشي، نیوکې وشي، وړاندیزونه ورته جوړ شي او تر حکومت او نړۍوالو ورسېږي.

د ولسي جرګې بل غړی کریم‌الله اتل هم وایي چې په دې جرګه کې د خلکو استازي باید د خلکو استازیتوب وکړي؛ ځکه چې تر اوسه په نړۍواله کچه د افغانستان د خلکو استازي ګڼل کېږي.

دی وایي چې تر اوسه هم د ولسي جرګې د غړو ترمنځ په دې اړه خبرې او مشورې روانې دي او په راتلونکو څو ورځو کې به وروستۍ شي.

د هغه په وینا، تر اوسه معلومه نه ده چې دغه غونډې به په انلاین بڼه پیل شي او که نه؟ خو که پیل هم شي د پیلېدو دلایل به يې معلوم وي اوکه نه پیلېږي هم نو په اړه به د پارلمان غړي دلایل ولري.

د مخکنۍ ولسي‌‌جرګې انلاین غونډې موثریت نه لري

خو د ولسي‌جرګې یو بل غړی ننګیالی لونګ بیا وایي، په انلاین بڼه د یادې جرګې د غونډو جوړول د افغانانو لپاره هېڅ موثریت نه لري.

دی هغو کسانو ته چې غواړي دا ډول غونډې جوړې کړي، وایي: «د ولسي جرګې یوه دنده د حکومت له کړنو نظارت دی، تا حکومت نه مني نو څنګه د حکومت له کړنو نظارت کوې. د ولسي جرګې بله دنده قانون جوړول دي، نو ولسي جرګه په انلاین بڼه چاته او څه ډول قانون جوړوي. د ولسي جرګې بله دنده د خلکو د ستونزو اورېدل او غږونه یې تر حکومته رسول دي، چې دا هم اوس مهال ممکن نه دی، ته په خارج کې یې نو څنګه د خلکو ستونزې حکومت ته رسوې، حال دا چې حکومت تا په رسمیت نه پېژني.»

د ده په وینا، د داسې غونډو جوړول د افغانانو لپاره هم هیڅ ډول موثریت نه لري؛ ځکه چې اوس د افغانستان حکومت بدل شوی، په نوي حکومت کې تر اوسه د ولسي جرګې د برخلیک په اړه بحث نه دی شوی او جرګه په اوسنیو شرایطو کې خپلې دندې نه شي تر سره کولای.

د ولسي‌جرګې یوه بله غړې وږمه ساپۍ بیا د یادې طرحې په اړه وایي: «بلې، په دې اړه خبره یم، خو په جزییاتو نه یم خبره، دا هم راسره تشویش دی چې یو نمایشي حرکت نه وي چې د ګټې پر ځای هېواد ته یو بله ستونزه جوړه کړي؛ ځکه زه د نمایشي حرکتونو او پردي ډول ته د ګډیدلو خلاف یم.»

هغه وایي، په دې اړه په سلا مشورو بوخته ده او وروستۍ پرېکړه یې نه ده کړې؛ خو زیاتوي چې که دا ډول غونډې د خلکو په ګټه وې، نو ملاتړ به یې وکړي.

«د ړنګ شوي دولت هېڅ قوه په انلاین ډول د فعالیت حق نه لري»

د سیاسي او حقوقي چارو کارپوه ودیر صافي هم وایي، کله چې یو دولت له درې ګونو قواوو سره ړنګ شي، بیا یې هیڅ اداره یا هم هېڅ قوه حق نه لري چې په انلاین بڼه فعالیت وکړي.

ده وویل: «دا خلک له هېوادوالو سره اړیکه نه لري، کله چې دلته وو څه یې وکړل؟ دا خلک پیسو مست کړي، په خپلو کړو او وړو هم نه پوهېږي، دوی کوم حکومت ته؟ د چا لپاره؟ د چا په خوښه؟ په کومه جغرافیه کې؟ قانون ګذاري کوي؛ ځکه د پارلمان اصلي دنده همدا ده.»

نوموړي وویل، هر هغه هېواد چې دوی ته د انلاین بڼې غونډو او یا هم فزیکي ناستو ته اجازه ورکوي، په حقیقت کې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کوي او د افغانستان سرپرست حکومت حق لري چې د نړۍوالو پرنسیپونو له مخې شکایت وکړي.

د هغه په وینا، د پخواني حکومت د ولسي جرګې غړي حق نه لري چې په انلاین بڼه فعالیت وکړي او له کوم هېواد چې دغه کار کېږي، هغه هېواد مسوول ګڼل کېږي.

د اساسي قانون پر پلي کېدو د څار کمېسیون مخکنی مشر ګل‌الرحمن قاضي وایي، مخکني حکومت سقوط وکړ او په ټوله کې هغه تېر دولت له منځه ولاړ.

د هغه په وینا، که چېرې اوسنی حکومت په رسمیت نه دی پېژندل شوی، نو نړۍ مخکني حکومت ته هم  حقوقي او قانوني اعتبار نه دی ورکړی.

هغه وایي: «ولسي جرګه د اساسي قانون له مخې ځانګړی حقوقي ارزښت لري، ولسي جرګه په انلاین بڼه خپلې تقنینې فیصلې چېرې عملي کوي؟ محل د تطبیق یې چېرته دی؟ ولس به دلته وي، دوی به هلته؛ ولسي جرګه باید د خلکو ستونزو په اړه پرېکړې وکړي او بیا یې له حکومت سره شریکې کړي او اجرايي شکل باید پیدا کړي، دا به څنګه عملي شي، په انلاین بڼه باندې؟ بله دا چې دوی باید د حکومت له کړنو نظارت وکړي، دوی به له کوم حکومت نظارت کوي؟ په ټوله کې د ولسي جرګې اساسي دندې په انلاین بڼه عملي نه دي.»

خو د نوموړي په وینا، که چېرې د دغو ناستو موخه په یو ډول د افغانستان سرپرست حکومت سره اړیکه ټینګول وي او یووالي او اتحاد ته لاره هواره کړي، بیا مثبت ګام دی.

ګل‌الرحمن قاضي د ولسي‌جرګې غړو دغو څرګندونو ته په اشارې چې غواړي د خلکو غږ  تر نړۍوالو ورسوي، وایي هغه څه چې دوی (د ولسي جرګې ځیني غړي) یې وایي، له هېواده بهر یو سیاسي حرکت دی.

د ولسي‌جرګې د دارالانشاء عمومي رییس عبدالقادر ځاځي بیا په دې اړه چې څنګه ولسي جرګه کولی شي خپلې دندې په انلاین بڼه ترسره کړي، وایي: «که نور نه وي دغه انلاین بڼه دومره کولی شي د افغانستان سرپرست حکومت ښه کار ته ښه کار ووایي، بد کار ته بد؛ تر حکومت او نړۍوالو یې غږ ورسوي، که هغوی ورته رسېدنه کوي او کنه هغه پر هغوی پورې اړه لري.»

هغه وایي چې د ولسي جرګې د ۱۷ مې تقنینې دورې وخت پای ته نه دی رسېدلی او د دغې طرحې په اړه د ولسي جرګې اکثریت غړي ورسره موافق دي او ډېر ژر به غونډې پیل کړي.

د افغانستان سرپرست حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي سره مو هم یاده موضوع شریکه کړه، خو هغه یوازې دومره وویل: «دغه کار په غبرګون نه ارزي.»

Visits: 501

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.