لښکرګاه (پژواک، ۶ چنګاښ ۱۴۰۱): د هلمند د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي چې د دغه ولایت د مرکز لښکرګاه اړوند بستکلا او د ګرمسېر ولسوالۍ په ريګي سيمه کې د دوو چکډیمونو جوړېدو کار پيل شو.
د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د څرځایونو برخې مدیر عبدالکافي پژواک ته وویل چې د یادو چک ډیمونو کار د ملګرو ملتونو له نشهيي توکو او جرمونو سره د مبارزي دفتر (UNODC) په مالي او د ډاکار موسسې په تخنيکي همکارۍ پيل شو.
نوموړي د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل چې دغه پروژه به په نږدې راتلونکې کې بشپړه شي.
هغه زياته کړه، یاد چک ډیمونه هر یو په پنځه جریبه ځمکه کې جوړېږي چې ۲۰۰ سوه متره اوږدوالی، ۱۰۰ متره سور او درې متره لوړوالی به ولري.
عبدالکافي وویل چې د يادې پروژې په بشپړېدو سره به د کوچيانو او خلکو څارويو ته د څښاک پر اوبو سربېره، د مالچرونو او طبي بوټو د بېرته پيدا کېدو په برخه کې هم اسانتياوې رامنځته شي.
Views: 131
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن