کابل (پژواک، ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۱): د پکتیکا په ګیان ولسوالۍ کې يوه خيريه بنسټ له ۱۵۰۰ زلزلېځپلو کسانو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
د ګلزاد بنسټ له خوا پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې مرسته کې یوه ۵۰ کیلو بورۍ اوړه، ۵ لېټره غوړي، ۲ کیلو لوبیا، مالګه او د څښاک اوبه شامل وو چې د ګیان ولسوالۍ پر څه باندې ۱۵۰۰ زیانمنو شوو کسانو ووېشل شول.
سرچينه کاږي، د پکتیکا په بېلابېلو ولسوالیو کې به له زلزلهځپلو سره د دوی د مرستو د وېش لړۍ په نږدې راتلونکي کې هم دوام وکړي.
سرچينې د ګلزاد بنسټ د رییس محمدنادر نعیم په حواله ليکلي: «د ګلزاد بنسټ له جوړېدو راهیسې موږ تل هڅه کړې چې هېوادوالو ته د خیریه او بشري مرستو په وېشلو سره خپل ایماني او وجداني رسالت او مسئولیت ادا کړو او نن مو دا هڅه وکړه، چې د دغو کڅوړو په وېشلو سره د پکتیکا ولایت د ګیان ولسوالۍ د متضررینو پر زخمونو مرحم کېږدو.»
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن