ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیکا کې يوه خيریه بنسټ له زلزله‌ځپلو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه

پکتیکا کې يوه خيریه بنسټ له زلزله‌ځپلو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه

author avatar
3 Jul 2022 - 17:47
پکتیکا کې يوه خيریه بنسټ له زلزله‌ځپلو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه
author avatar
3 Jul 2022 - 17:47

کابل (پژواک، ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۱): د پکتیکا په ګیان ولسوالۍ کې يوه خيريه بنسټ له ۱۵۰۰ زلزلې‌ځپلو کسانو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.

د ګلزاد بنسټ له خوا پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې مرسته کې یوه ۵۰ کیلو بورۍ اوړه، ۵ لېټره غوړي، ۲ کیلو لوبیا، مالګه او د څښاک اوبه شامل وو چې د ګیان ولسوالۍ پر څه باندې ۱۵۰۰ زیانمنو شوو کسانو ووېشل شول.

سرچينه کاږي، د پکتیکا په بېلابېلو ولسوالیو کې به له زلزله‌ځپلو سره د دوی د مرستو د وېش لړۍ په نږدې راتلونکي کې هم دوام وکړي.

سرچينې د ګلزاد بنسټ د رییس محمد‌نادر نعیم په حواله ليکلي: «د ګلزاد بنسټ له جوړېدو راهیسې موږ تل هڅه کړې چې هېوادوالو ته د خیریه او بشري مرستو په وېشلو سره خپل ایماني او وجداني رسالت او مسئولیت ادا کړو او نن مو دا هڅه وکړه، چې د دغو کڅوړو په وېشلو سره د پکتیکا ولایت د ګیان ولسوالۍ د متضررینو پر زخمونو مرحم کېږدو.»

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.