ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زابل کې لسګونه کسان کولرا ته په ورته ناروغۍ اخته شوي؛ دوه ترې مړه شوي دي

زابل کې لسګونه کسان کولرا ته په ورته ناروغۍ اخته شوي؛ دوه ترې مړه شوي دي

author avatar
6 Jul 2022 - 15:28
زابل کې لسګونه کسان کولرا ته په ورته ناروغۍ اخته شوي؛ دوه ترې مړه شوي دي
author avatar
6 Jul 2022 - 15:28

کلات (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۱): د زابل په سیوري او دایچوپان ولسوالیو کې لسګونه لویان او ماشومان کولرا ته په ورته ناروغۍ اخته شوي چې له ډلې یې دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

چارواکي وايي، د دغې ناروغۍ له خپرېدو وروسته یې یادو شوو ولسوالیو ته ګرځنده روغتیايي ټیمونه لېږلي او د ناروغانو درملنه یې پیل کړې ده.

د زابل د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالحکیم حکیمي پژواک خبري اژانس ته وویل، په سیوري ولسوالۍ کې ۸۰ کسان او په دایچوپان ولسوالۍ کې ۶۰ تنه لویان او ماشومان کولرا ته په ورته ناروغۍ اخته شوي دي.

هغه زیاته کړه، د ناروغۍ له خپرېدو سره سم یادو شوو ولسوالیو ته روغتیايي ټیمونه لېږل شوي او د ناروغانو درملنه یې پيل کړې ده.

نوموړي زیاته کړه، دغه ناروغان د خواګرځي او نس ناستې شدیدې نښې لري چې کولرا ناروغۍ ته ورته دي.

خو حکیمي وايي چې له ناروغانو سمپلونه اخیستل شوي څو معلومه شي هغوی پر کومې ناروغۍ اخته شوي دي؟

ده خبر ورکړ چې په دایچوپان ولسوالۍ کې د دغې ناروغۍ له امله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

دغه‌راز ده یادونه وکړه چې له دواړو ولسوالیو یې هغه ناروغان مرکزي روغتون ته انتقال کړي چې روغتیايي حالت یې د اندېښنې وړ و.

حکیمي وویل، په تېره نږدې لنډه موده کې دا دویم ځل دی چې د زابل په یو شمېر ولسوالیو کې کولرا ته ورته ناروغي خپرېږي.

دی وايي، د ناروغۍ د مخنیوي لپاره یې په مرکز کلات، شاجوی او ښار صفا ولسوالیو کې یې پنځه ګرځنده روغتیايي ډلې ګومارلې چې ۵۰ ډاکټران پکې شامل دي.

د هغه په خبره، دغه ګرځنده روغتیايي ډلې له ځان سره کافي درمل لري او په کومه سیمه کې چې دا ناروغي خپرېږي، نو دوی په وخت هلته ځان رسوي او د ناروغانو درملنه کوي.

نوموړی زیاتوي، له تېرې یوې میاشتې راهیسې په زابل کې له ۲زره ډېر کسان پر دې ناروغۍ اخته شوي چې په وخت یې درملنه شوې ده.

ده یادونه وکړه، د ناروغانو د درملنې ترڅنګ خلکو ته عامه پوهاوی هم ورکوي چې څنګه له دې ناروغۍ ځانونه وساتي او سربېره پر دې یې په ځینو سیمو کې خلکو ته د څښاک پاکې اوبه هم چمتو کړې دي.

حکیمي وايي، موندنې یې ښيي چې دا ناروغي تر ډېره له ناپاکو اوبو او خوړو پیدا کېږي.

د زابل سرپرست والي سلېمان اغا بهیر چې سیوري ولسوالۍ ته تللی، څو د ناروغانو وضعیت له نږدې وګوري، پژواک اژانس ته وویل، د ځینو ولسوالیو په اوسېدونکو کې کولرا ته ورته ناروغي خپره شوې چې دوی یې د درملنې لپاره پر وخت اقدام کړی دی.

هغه زیاته کړه، هڅې یې پيل کړي څو د نړۍوالو موسسو په مرسته د دغه ولایت په ټولو ولسوالیو کې روغتیايي مرکزونه فعال کړي او ترڅنګ یې خلکو ته د څښاک د پاکو اوبو شبکې جوړې کړي.

د زابل د سیوري ولسوالۍ یوه اوسېدونکي راز محمد چې خپل ناروغ ماشوم د سیمې نږدې روغتیايي مرکز ته راوستی، پژواک خبري اژانس ته وویل، ماشوم یې ناڅاپه د نس ناستې او خوا ګرځي پر ناروغۍ اخته شوی چې اوس یې کلینک ته راوستلی او تر درملنې لاندې دی.

هغه زیاته کړه، دا چې د سیمې ډېر اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري، نو ښايي د زوی د ناروغۍ لامل یې همدا وي.

دی غوښتنه کوي چې په سیمه کې یې باید د څښاک د پاکو اوبو شبکې جوړې شي، څو ماشومان او لویان یې له ناروغیو وژغورل شي.

عتیق الله د دای‌چوپان ولسوالۍ اوسېدونکی دی چې سپین ږیری پلار یې د نس ناستي او خوا ګرځي پر ناروغۍ اخته شوی دی.

هغه پژواک اژانس ته وویل، له یوې خوا هوا ګرمه ده او له بلې خوا په سیمه کې د څښاک پاکې اوبه نه پيدا کېږي چې له امله یې ګڼ کسان پر دغې ناروغۍ اخته شوي دي.

دی وايي، سیمې ته یې ګرځنده روغتیايي ټیمونه ورغلي او د ناروغانو درملنه یې پیل کړې ده.

روغتیاپالان وايي، کولرا ناروغي د حفظ‌الصحې نه مراعتولو، ناپاکو اوبو او خوراک څخه پيدا کېږي چې په ککړ چاپېریال کې خورا په چټکۍ سره خپرېږي.

د زابل ولایتي رغتون امر متخصص ډاکټر محمد‌داود مجیدي پژواک اژانس ته وویل، د دغې ناروغۍ د مخنيوي په موخه باید په څاه‌ګانو کې کلورین واچول شي او خلک پاکوالی مراعات کړي.

دی وايي، دا ناروغي د شدید اسهال، خوا ګرځي او تبې نښې لري، که پر وخت یې درملنه و نه شي نو انسان د مرګ تر پولې رسوي.

خو هغه یادونه کوي چې د مالګې او Dehydration/په بدن کې د اوبو پوره کولو له لارې د دغې ناروغۍ درملنه اسانه ده.

نوموړي دغه‌راز ټینګار وکړ، د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره اړینه ده چې خلک د څښاک پاکو اوبو او تشنابونو ته لاسرسی ولري او د ککړو اوبو ایستلو لپاره اقدامات وکړي.

Visits: 67

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.