ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د طب پوهان: کرونايي ناروغانو لپاره د زنجبیل اغېز تر اوسه ثابت شوی نه دی

د طب پوهان: کرونايي ناروغانو لپاره د زنجبیل اغېز تر اوسه ثابت شوی نه دی

author avatar
13 Jul 2022 - 17:08
د طب پوهان: کرونايي ناروغانو لپاره د زنجبیل اغېز تر اوسه ثابت شوی نه دی
author avatar
13 Jul 2022 - 17:08

کابل (پژواک، ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۱): د طب پوهان په ټولنیزو رسنیو کې د کوویډ-۱۹ ناروغانو په درملنه کې د زنجبیل د موثریت په اړه خپاره شوي خبرونه غېر علمي بولي او وايي، که څه هم زنجبیل د بدن مقاومت زیاتولو لپاره ګټور بوټی دی، خو د کرونايي ناروغانو لپاره یې اغېز تر اوسه ثابت شوی نه دی.

مشرق نیوز خبري اژانس د یوې ویډیو  په خپرولو سره ویلي چې «د کرونا پر ناروغانو د یوې بالیني څېړنې پایلې ښيي چې زنجبیل، کورکمن او آوېشن د دې ناروغۍ په درملنه کې اغېزناک دي.»

په دغه ویډیو کې یو ډاکټر وایي، خپلو کرونایي ناروغانو ته یې د زنجبیل خوړلو سپارښتنه کړې او وې موندله چې مثبتې پایلې یې درلودې.

نوموړی وایي، هغوی چې له زنجبیله ګټه اخیسته، ژر روغ شول او د مړینې کچه کې هم د پام وړ ټیټوالی راغلی و.

همداراز د فېسبوک یوه کارونکي وحید حلمیار توخي د «له کرونا ویروس  Covid 19 څخه زما تجربه» تر عنوان لاندې یو مطلب خپور کړی او لیکلي دي، کله چې پر کرونا اخته شوی و، د نورو درملنو ترڅنګ یې د زنجبیل له چای څخه استفاده کوله او ښه پایله یې تر لاسه کړې وه.

په دغه مطلب کې لیکل شوي: «د مېوو، زنجبیل چایو، لیمو او شاتو، سیاه دانې، سالم خوړو، یو څه نرمښت او کافي خوب په اخیستلو سره، له درېیو تر ۸ ورځو پوره راحت شوم؛ ځکه چې ما د یادو روشونو په کارولو سره د بدن دفاعي سیسټم لوړ کړ.»

په همدې حال کې د «اقتصاد نړۍ» په نامه یوې انټرنتي پاڼې د «دغه درمل له کرونا مخنیوی کوي» تر عنوان لاندې یو مطلب خپور کړی چې پکې راغلي، د ځینو بوټو لکه زنجبیل کارول له کرونا د مخنیوي برخه کې ډېر اغېز لري.

هېوادوال: ادرک د کرونا لپاره ښه درمل دي

د کابل ښار د یوولسمې ناحیې اوسېدونکي احمد عزیز پژواک خبري اژانس ته وویل: «په دوهمه څپه کې پر کرونا اخته شوم؛ خپلوانو مې اړیکه ونیوله او راته یې وویل چې باید ادرک په چای کې دم کړم او ترې استفاده وکړم، ځکه کولای شي چې وضعیت مې ښه کړي.»

نوموړی زیاتوي: «د زنجبیل لرونکي شین چای له کارولو وروسته مې حالت لږ ښه شو او ډېر د ستوني درد مې نه درلود.»

هغه وایي، اوس یې په کورنۍ کې د ادرک لرونکي چای څښل په یو عادت بدل شوی او هره ورځ په چایو کې کاروي.

سرچينې زنجبیل د کرونا لپاره ښه درمل ګڼي او له نورو هېوادوالو يې وغوښت چې له دې ناروغۍ څخه د مخنيوي او ژر رغېدو لپاره چای او ادرک هېر نه کړي.

د طب پوهان: د کرونا ناروغۍ لپاره د زنجبیل اغېز په علمي ډول نه دی ثابت شوی.

د کوویډ-۱۹ ټرینر او د کیفیت د کنټرول مسوول ډاکټر حشمت‌الله فیضي پژواک خبري اژانس ته وویل: «زنجبیل یو داسې بوټی دی چې د کوویډ-۱۹ له پیله تر اوسه موږ ناروغانو ته سپارښتنه یې کوو.»

هغه زیاته کړه، دا چې زنجبیل مکروب ضد ځانګړنه لري، کولای شي چې د بدن مقاومت لوړ کړي او د کوویډ-۱۹ ناروغ په ژر رغېدو کې اغېزناک اووسي.

خو نوموړي وویل، د کوویډ – ۱۹ ناروغانو لپاره د دې طبیعي بوټي موثریت لا هم نه دی ثابت شوی.

په همدې حال کې د وهاج خصوصي روغتون رییس ډاکټر محمد‌هاشم وهاج پژواک اژانس ته وویل، د کرونايي ناروغانو درملنې لپاره د زنجبیل د موثریت په تړاو تراوسه کومه څېړنه نه ده شوې او ثابته شوې هم نه ده.

هغه زیاته کړه: «که څه هم زنجبیل قوي غذايي مواد دي او هم د خوړو د خوند زیاتولو او هم د درملو په توګه کارول کېږي، خو په نړۍ کې څېړونکو خبرداری ورکړی چې ځیني خلک باید په کارولو کې یې  احتیاط وکړي؛ ځکه چې ښایي جانبي عوارض او حتی خطرناکې پایلې ولري.»

د نوموړي په وینا، زنجبیل له ټولو هغو ځانګړنو سره چې لري یې، ښایي د ناروغ عصبي سیسټم او مغز ته زیان ورسوي.

هغه زیاته کړه: «په لنډ ډول اوس ویل کېږي چې زنجبیل هغومره چې په لومړیو کې ویل شوي وو، د کرونا په مخنیوي او درملنه کې هغومره اغېزناک نه دي؛ غوره ده چې د اعتدال له حده تېر نه شي او په عادي اندازه لکه پخوا به چې ترې ګټه اخیستل کېده، وکارول شي.»

وهاج سپارښتنه وکړه، غوره ده چې د روغتیایي سپارښتنو مراعتولو ترڅنګ پر کرونا له اخته کېدو مخکې او یا اخته کېدو پر مهال له مېوو او ترکارۍ استفاده وشي؛ ځکه چې همدا د بدن مقاومت په لوړولو کې رول لري.

د ټولنیزو پاڼو کاروونکي او ځیني خلک د کرونايي ناروغانو لپاره د ادرکو پر موثریت په داسې حال کې ټینګار کوي او دغه راز مطالب په ټولنیزو پاڼو کې لاس په لاس کېږي چې د طب پوهان زنجبل اغېزناک بوټی ګڼي خو وايي، تر اوسه د دغه بوټي موثریت په علمي ډول ثابت شوی نه دی.

Views: 125

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.