ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د «جمهوري غوښتونکو» په نوم نوی سیاسي خوځښت جوړ شو

د «جمهوري غوښتونکو» په نوم نوی سیاسي خوځښت جوړ شو

author avatar
24 Jul 2022 - 23:13
د «جمهوري غوښتونکو» په نوم نوی سیاسي خوځښت جوړ شو
author avatar
24 Jul 2022 - 23:13

اتلانتا (پژواک، ۲ زمری ۱۴۰۱): له هېواده بهر یو شمېر افغانانو د «جمهوري غوښتونکو» تر نامه لاندې نوی سیاسي خوځښت پیل کړی، وایي هڅه کوي چې پر ټولو ښکېلو سیاسي لورو فشار راوړل شي څو سره کښېني او د افغانستان لپاره پایلې لرونکې خبرې پیل شي.

خو د افغانستان سرپرست حکومت په دې اړه وایي چې په افغانستان کې یو نظام شته، تفرقو، ډلبازیو او ګوندبازیو ته اجازه نه ورکوي او افغانانو ته یې پیغام دا دی چې پر ناکامو لارو د پل نه ږدي او دا وطن، ولس او ملت باید پرېښودل شي چې تر واحد زعامت لاندې افغانستان ته کار وکړي.

[restrict paid=”true”]

د «جمهوري غوښتونکو» تر نامه لاندې یاد خوځښت له خوا د زمري په دویمه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: «په وطن کې د ناکامو سیاستونو، ځانځانیو، په زور د واک او ځواک نیولو پرله پسې هڅې، یو د بل د نه منلو تکرار، د پردیو لاسوهنې، اوږدمهالې لوږه، بېوزلي او احتیاج زموږ بې ثباتي اوږده کړې او نظامونه مو پر له پسې راپرځېدلي دي.»

سرچینې زیاته کړې، د دې ټولو پېښو پایله دا ده چې «افراطیت، تاوتریخوالی، بېرحمي، ترهګري، کډوالۍ او جګړې» اوږدې شوې، میلیونونه هېوادوال له هېواده وتلي، لوستي او متخصص افغانان خپل هېواد ته له څه کولو بې‌برخې شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «دغه سیاسي، اقتصادي، ټولنیزه او فرهنګي بې‌ثباتي دې برید ته راورسېده چې همدا اوس یوه ډله په واک کې ده او یا یې پر وړاندې جنګيږي چې ولس له دواړو ستړی، ناهیلی او ویرجن دی.»

سرچینه زیاتوي چې افغانان په تش لاس د دغو ډلو «ايډیولوژیک استبداد» ته وږی، نهار، له هر څه محروم، بې ښوونځي، وزګار او بې برخلیک پاتې دي، له نړۍ منزوي او له هر راز بشري خواخوږۍ او ملګرتیا بې برخې دي.

سرچینې ادعا کړې چې هېواد ولسواک نظام، اساسي قانون، ملي بیرغ، مخ پر ودې اقتصاد، د بشري حقونو پر بنسټ ولاړ حقوقي سیستم او عادل مقتدر ملي دولت نه لري.

دا چې دا نوی خوځښت د چا دی او څوک دي، په خبرپاڼه کې راغلي: «جمهوري غوښتونکي افغانان یو، ناپوځي او پر علمي – عملي سیاست باورمن، د پاکې سابقې خاوند روښانفکران چې له مستقلو شخصیتونو، مدني او سیاسي بنسټونو او خوځښتونو، فرهنګي او علمي څېرو څخه راجوړ یو. داسې ملي ولسواک سیاسي – فرهنګي بهیر مو روان کړی چې د هېواد ټولو یادو ستونزو ته علمي – عملي حل‌لار ولټوي او له دغه وضعیت څخه د افغانانو او افغانستان د ایستلو لپاره یو رنګه افغاني ځواک رامنځته کړي چې ټول افغانان پرې باور وکړای شي.»

په خبرپاڼه کې راغلي چې دوی غواړي د افغانستان لپاره د ملي اساسي قانون پر بنسټ یو جمهوري او ولسواک نظام چې ټول افغانان د قانون پر بنسټ په کې د خپلې سیاسي ارادې تمثیل وکړای شي، رامنځته شي؛ ملي بیرغ او نورو ټولو منل شوو ارزښتونو ته درناوی وشي او هېواد له هر راز سیمه‌ییزو او نړۍوالو لاسوهنو او مداخلو وژغورل شي.

سرچینې زیاته کړې، دا ملي بهیر به پرته له دې چې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا، ملي یووالي، ملي حاکمیت او ملي ګټو ته زیان پېښ کړي – د نړۍ د سوله‌خوښو ملتونو ملګرتیا او اقتصاد‌محوره اړیکو ته لار هواره کړي او له افغانستان سره دوستو هېوادونو او نړۍوالو سازمانونو ته د دوستانه تعامل لپاره یو سیاسي- حقوقي ادرس رامنځته کړي.

دغه خوځښت وایي: «د ملت د خاموش اکثریت د رښتینې استازولۍ لپاره داسې ملي محور رامنځته کړي چې په هېواد کې دننه او بهرمېشتي روښانفکره، جمهوري غوښتونکي، موډرن او ویښ افغانان ورسره خپل غږ، اراده او عمل شریک کړلای شي.»

په خبرپاڼه کې په دې اړه چې دغه نوی خوځښت خپلې غوښتنې څه ډول عملي کوي، راغلي، تر هر څه وړاندې د یوه منظم ملي جمهوري غوښتونکي جریان په محور هڅه کوي چې تر شوني بریده د ځوانو، مجربو او روښانفکره افغانان پر ځان راټول کړي، پر ټولو ښکېلو سیاسي لورو فشار راوړل شي چې په یوه بې‌طرفه او ډاډ وړ ځای کې سره کيني او د افغانستان لپاره معنا لرونکې خبرې چي پایله ولري، پیل شي.

یاده جمهوري غوښتونکې ډله وایي، په افغانستان کې باید د اساسي قانون له احکامو سره سم د یوه جمهوري ولسواک دولت جوړېدو ته لار هواره شي، ملي بیرغ او ټول ملي ارزښتونه بېرته احیا شي.

دغه ډله زیاتوي چې دوی به له ټولو اړخونو سره منظم او معنا لرونکې اړیکې جوړوي، خبرې به کوي او د علمي – اکاډمیکو غونډو، ناستو، مباحثو، دیسکورسونو او خبرو اترو له لارې به علمي طرحې رامنځته کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دوی اوس مهال یوه تخنیکي ډله جوړه کړې چې خپلې چارې به تنظیموي؛ په دې ډله کې د ننګرهار پخوانی والي شاه محمود میاخېل، عبدالغفور لېوال، قاضي سبحان الله لودین، صبرینا حمیدي، عبدالله رقیبي، ریاض درمل، محبوب‌‌شاه محبوب، عزیز احمدزی، مریم زرمتۍ، فیصل جبارخېل او اجمل انار شامل دي.

سرچینې ویلي چې د جمهوریت غوښتونکو رسمي دریځ به شامحمود میاخېل چې د دغه خوځښت د سیاسي اړیکو مسوول او ویاند دی، څرګندوي.

میاخېل په یوه لنډ ویډیویي پیغام کې د دغه نوي خوځښت د جوړېدو او اهدافو په اړه غږېدلی دی.

خو په دې اړه د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح‌‌الله مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل چې اوس په افغانستان کې اوس یو نظام شته نو تفرقو، ډلبازیو او ګوندبازیو ته اجازه نه ورکوي.

هغه زیاته کړه: «افغانستان په تېرو کلونو کې د دغسې جریانونو، نومونو، عنوانونو او پردیو مفکرو واردېدو له امله ډېر زیان لیدلی، افغانانو ته مو پیغام دا دی چې په هغو لارو باید لاړ نه شي چې هغه په افغانستان کې ناکامه شوې دي، دا وطن، ولس او ملت باید پرېښودل شي چې د یوه واحد زعامت او قیادت لاندې افغانستان ته کار وکړي، امنیت ټینګ وساتي، همداراز د افغانستان د رفاه او پرمختګ لپاره مټې رابډ وهي، د تنظیم پرستیو او د جریانونو بګرونډ تېر شوی، هغوی ښه نتیجه نه درلوده، نو اوس باید په کږو لارو د تګ هڅه ونه کړي.»

نوموړي دغه راز وویل: «هغه څېرې چې په دغه جریان کې یادیږي، دا د تېرې شل کلنې دورې څېرې دي چې د ولس له خوا بالکل استفراق شوې او یوه هم داسې خاطره نه ده پرېیښې چې ولس پرې راټولېږي یا د ولس یو درد پرې دوا کېږي نو بناً هسې دې ځان نه ستړی کوي او د ولس لپاره دې د سردرۍ د ایجاد هڅه هم نه کوي، واحد قیادت کولی چې د افغانستان ستونزې حل کړی.»

[/restrict]

Views: 401

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.