ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زابل کې له ۵۰ مېرمنو سره د چرګانو د تولید او ساتنې وسایلو مرسته وشوه

زابل کې له ۵۰ مېرمنو سره د چرګانو د تولید او ساتنې وسایلو مرسته وشوه

author avatar
1 Aug 2022 - 17:38
زابل کې له ۵۰ مېرمنو سره د چرګانو د تولید او ساتنې وسایلو مرسته وشوه
author avatar
1 Aug 2022 - 17:38

کلات (پژواک، ۱۰ زمری ۱۴۰۱): د زابل په مرکز کلات کې له ۵۰ بېوزلو مېرمنو سره د ۲،۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د چرګانو د تولید او ساتنې د وسایلو مرسته وشوه.

د یاد ولایت مرستیال والي سلېمان اغا بهیر پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه مرسته د ملګرو ملتونو د کډوالو نړۍوال سازمان/ UNHCR په مالي ملاتړ چمتو شوې چې موخه یې د مېرمنو د کورني اقتصاد پیاوړتیا ده.

هغه زیاته کړه، هرې مېرمنې ته – چې د خپلې کورنۍ سرپرستې ور تر غاړې ده – د شاوخوا ۵۰زره افغانیو په ارزښت د چرګانو د تولید او ساتنې وسایل ورکړل شول چې ټولټال ارزښت یې ۲،۵ میلیونه افغانۍ دي.

دی وايي، په مرسته شوو وسایلو کې د چرګانو د تولید ماشین، یو سل امپیره سولر سیسټم، سل کیلو ګرامه د چرګانو دانه او نور د اړتیا وړ توکي شامل دي.

د هغه په خبره، له دې مرستې سره به د دغو مېرمنو اقتصادي وضعیت ښه شي او و به کولای شي چې د خپلې کورنۍ اړتیاوې په خپله پوره کړي او د نورو له احتیاجه خلاصې شي.

دغه مېرمنې خوشحاله دي چې د چرګانو د تولید او ساتنې د وسایلو مرسته ورسره شوې ده.

د حلیمې په نوم یوې مېرمنې پژواک خبري اژانس ته وویل: «له ما سره یې د چرګانو د تولید او ساتنې د وسایلو مرسته وکړه، غواړم په خپل کور کې چرګان وساتم او وروسته یې په بازار کې خرڅ کړم، څو له دې لارې خپلو اولادونو ته نفقه برابره کړم.»

نوموړې دا ډول مرسته ګټوره بولي او وايي، که په ورته توګه له نورو بېوزلو مېرمنو سره هم مرسته وشي نو هغوی به له اقتصادي ستونزو او د نورو له احتیاجه خلاصې شي.

د یادونې ده چې له دې مخکې په زابل کې له بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې شوې وې، خو دا لومړی ځل دی چې له بېوزلو مېرمنو سره د چرګانو د تولید او ساتنې د وسایلو مرسته کېږي، څو له دې لارې پر کار بوختې او پر خپل ځان بسیا شي.

 

Views: 39

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.