هرات کې د هګیو چرګانو یو لوی فارم وروسته له څو کلونو بېرته فعال شو
هرات کې د چرګانو یو لوی فارم په ورځ کې د شاوخوا ۵۰ زره هګیو د تولید په ظرفیت سره بیاځلي فعال شوی او مسؤولین یې وايي، د تولید ډېرېدو لپاره یې حکومت باید له بهره د چرګانو هګیو پر وارداتو بندیز ولګوي.






















