ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غوښې او چرګانو وارداتو کندهار کې د چرګانو صنعت زیانمن کړی

د غوښې او چرګانو وارداتو کندهار کې د چرګانو صنعت زیانمن کړی

author avatar
26 Jan 2021 - 15:53
د غوښې او چرګانو وارداتو کندهار کې د چرګانو صنعت زیانمن کړی
author avatar
26 Jan 2021 - 15:53

کندهار (پژواک، ۷ سلواغه ۹۹): په کندهار کې د چرګانو ساتنې فارمونو مسوولین وايي، له پاکستانه د ژوندیو چرګانو او له یو شمېر هېوادونو د غوښې وارداتو په کندهار کې د چرګانو ساتنې تولید او صنعت زیانمن کړی دی.

دوی وايي، له پاکستانه په داسې حال کې ژوندي چرګان راوړل کېږي چې مرکزي ادارې د یوه رسمي مکتوب له لارې منع اعلان کړي دي.

په کندهار کې د چرګانو د ساتنې او تولید د ټولنې غړي محمد هاشم دقیق پژواک خبري اژانس ته وویل، له پاکستان څخه د ژوندیو چرګانو او له ایران او ترکیې څخه د چرګانو د غوښې ناقانونه وارداتو د دوی پر کاروبار منفي اغېز کړی دی.

هغه زیاته کړه، په دې وروستیو کې په کندهار کې د چرګانو سلګونه تولیدي فارمونه جوړ شوي او هره ورځ لسګونه ټنه غوښه تولیدوي چې نه یوازې د دغه ولایت اړتیا یې پوره کړې ده، بلکې نورو ولایتونو ته هم لېږدول کېږي.

دی وايي، کندهار ته د چرګانو او غوښې د ناقانونه وارداتو ستونزه یې په وار وار له چارواکو سره شریکه کړې خو په دې اړه تر اوسه کوم اقدام نه دی شوی.

د ده په خبره، اوس تازه یې یو ځل بیا دغه ستونزه د کندهار له والي سره هم شریکه کړې ده.

په کندهار کې د چرګانو ساتنې او تولید د یوه فارم مسوول حاجي نصرالله پژواک خبري اژانس ته وویل، په داسې حال کې چې په کور دننه د چرګانو د روزنې فارمونه د هګیو او غوښې اړتیا پوره کولای شي، خو لا هم له ګاونډيو هېوادونو په ځانګړې توګه له پاکستان څخه ژوندي چرګان راوړل کېږي.

دی وايي، دغې چارې په ټوله کې د چرګانو صنعت او تولید ته زیان اړولی دی.

د ده په خبره، حکومت باید د چرګانو د ساتنې د تولید او صنعت د پیاوړتیا په موخه د هغو کسانو پر وړاندې اقدام وکړي چې په دغه ناقانونه کار کې ښکېل دي.

په کندهار کې د کرنې او مالدارۍ ریاست د ترویج مدیر انجنیر محمد الله نوري هم پژواک خبري اژانس ته وویل چې لا هم له پاکستان څخه ژوندي چرګان او له ایران، ترکیې، برازیل او نورو هېوادونو غوښه واردېږي.

هغه زیاته کړه، مخکې له پاکستانه ژوندي چرګان په ښکاره راتلل خو اوس د شپې له پلوه پر قاچاقي لارو راځي چې لومړی په فارمونو کې ځای پر ځای کېږي او وروسته بازار ته وړاندې کېږي.

د ده په خبره، مرکزي ادارې د یوه رسمي مکتوب له لارې له پاکستانه د چرګانو پر واردولو بندیز لګولی او دوی دغه موضوع له اړوندو ارګانونو سره هم شریکه کړې ده خو لا یې هم مخنیوی نه دی شوی.

د ده د معلوماتو له مخې، په کندهار کې د ګوتو په شمېر څو شرکتونه د خپلو شخصي ګټو په خاطر دا کار کوي او په کور دننه د چرګانو ساتنې تولید او صنعت ته زیان اړوي.

نوموړی زیاتوي، دغه شرکتونه په پاکستان کې یو چرګ په ۷۰ کلدارې رانیسي او دلته یې تر ۱۲۰ افغانیو پلوري چې ډېره ګټه ورته پاتې کېږي.

دی وايي، په دغه ولایت کې په دې وروستیو کې د چرګانو روزنې ډېره وده کړې چې د چرګ غوښې په برخه کې یې هم د دې ولایت اړتیا پوره کړې او هم نورو ولایتونو ته لېږدول کېږي.

هغه وویل، په دې برخه کې میلیونونه افغانۍ پانګونه شوې او زرګونو خلکو ته د کار او روزګار زمینه هم برابره شوې ده.

د ده په وینا، دغه فارمونه د کندهار ښار ترڅنګ په نږدې ولسوالیو ډنډ، دامان، ارغنداب، ژېړۍ، پنجوايي، تخته پُل او سپین بولدک ولسوالیو کې جوړ شوي چې شمېر یې ۱۱۲۰ ته رسېږي.

نوري وویل، دغه فارمونه هره ورځ ۴۵ ټنه غوښه تولیدوي چې ۳۰ ټنه یې په کندهار کې مصرفېږي او پاتې ۱۵ ټنه یې د کابل په ګډون یو شمېر ولایتونو ته صادرېږي.

نوموړی هم له اړوندو ادارو غواړي چې د چرګانو ساتنې د کورني صنعت پیاوړتیا په موخه دې له پاکستانه د چرګانو واردولو مخنیوی وکړي.

د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، د چرګانو ساتنې فارمونو یو شمېر مسوولینو او د اړوندې اتحادیې غړو دغه ستونزه له والي سره هم شریکه کړې ده.

د کندهار والي روح الله خانزاده وايي، د کار زمینې برابرولو او د خلکو د اړتیاوو پوره کولو په برخه کې د خصوصي سکټور هڅې د ستاینې وړ دي او ولایتي اداره د دوی ملاتړ ته ژمنه ده.

هغه زیاته کړه، له اړوندو ادارو سره په همغږۍ به له بهر څخه د ژوندیو چرګانو او د چرګانو د غوښو د وارداتو د مخنیوي لپاره قانوني حل لار ولټوي.

Visits: 79

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.