Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د چرګانو د فارم‌لرونکو ټولنه: افغانستان د چرګ غوښې د تولید له اړخه ځان ‌بسیاینې ته رسېدلی

کابل (پژواک، ۱۴ غويی ۱۴۰۴): د افغانستان د چرګانو د فارم‌لرونکو ټولنه وايي چې افغان سوداګرو په دې برخه کې ۱،۵ میلیارد ډالره پانګونه کړې او هېواد د چرګ غوښې د تولید له اړخه ځان‌بسیاینې ته رسېدلی دی.

دغه ټولنه له حکومته غواړي چې د کورني او بهرني بازارموندنې برخه کې ورسره مرسته وکړي.

د افغانستان د چرګانو د فارم‌لرونکو سراسرې ټولنې مرستیال انجنیر توریالي په کابل کې د چرګانو صنعت کې پرمختګونو او لاسته‌راوړنو تر سرلیک لاندې جوړه شوې غونډه کې وویل چې افغانستان د چرګ غوښې د تولید له اړخه ځان بسیاینې ته رسېدلی او د هګیو برخه کې د هېواد ۵۰ سلنه اړتیا پوره شوې ده.

هغه له حکومته د صادراتو لپاره د بازارموندنې، د دولتي ادارو له لوري په اونۍ کې دوه ځلې د چرګ غوښې کارونې، د مشتریانو او تولیدوونکو ترمنځ د واټن کمولو او د کورني مصرف زیاتېدو غوښتنه وکړه.

انجنیر توریالي وویل: «موږ په افغانستان کې هره ورځ له ۱،۲ میلیون کیلوګرامه تر ۱،۴ میلیون کیلوګرامه غوښه تولیدوو، دا د افغانستان تقاضا پوره کوي، خو دا مهال سل سلنه فارمونه له سقوط سره مخ دي؛ ځکه چې موږ بازار نه ورته لرو.»

نوموړي زیاته کړه، پخوا هره ورځ له بهرنیو هېوادونو شاوخوا د چرګ ۷۰۰ زره کیلوګرامه غوښه واردېده او هره میاشت له دې امله درې میلیارده افغانۍ له هېواده وتلې.

د ده په وینا، دا مهال په ټول هېواد کې د چرګانو شاوخوا ۱۳۸۵۰ فارمونه دي چې له ډلې یې څه باندې ۱۲۰۰۰ فارمونه فعال دي او ترڅنګ یې هر ورځ په ټول هېواد کې ۲.۳ میلیونه هګۍ توليديږي چې د هېواد پنځوس سلنه اړتیا پوره کوي.

نوموړي زیاته کړه چې افغان پانګه‌والو په دغه سکټور کې ۱.۵ میلیارد ډالره پانګونه کړې چې له امله یې ۱۲۰ زره کسان په مستقیم او ۲۰۰ زره نور غیرمستقیم ډول په یاد سکټور کې په کارونو بوخت دي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراغظم عثماني په نننۍ غونډه کې وویل، هېواد د چرګ غوښې د تولید له اړخه پر ځان ‌بسیا شوی او اسلامي امارت هڅه کوي چې د کرنې، مالدارۍ او نورو برخو کې هم ځان بسیاينې ته ورسوي.

هغه زیاته کړه: «موږ پر تولید باندې کوښښ کوو چې زیات شي، خو هلته بیا د بازارموندنې مسئله رامخته شي، هلته د سرحداتو د ستونزو مسئله راشي، نو زما دهقان متضرر شي، پر پانګه‌والو مې غږ دا دی چې د سردخانو په جوړولو کې هڅه وکړي څو زموږ دهقان متضرر نه شي او په کافي اندازه خپل محصولات وساتو؛ هغه هم په معیاري ډول.»

هغه له هېواده پر بهر افغان پانګه‌وال غږ وکړ چې خپلې پانګې هېواد را ولېږدوي.

عثماني زیاتوي، حکومت د خصوصي سکټور د ملاتړ او کورنيو تولیداتو د تقاضا ډېرېدو په اړه داسې یوه تګلاره جوړ کړې چې دولتي ادارې باید په ورځنیو لګښتونو کې د کورنیو تولیداتو ګټې اخیستلو ته لومړیتوب ورکړي.

د چارو ادارې لوی رییس شیخ نورالحق انور په نننۍ ناسته کې وویل چې هيڅوک پانګه‌والو او سوداګرو ته خنډ نه شي جوړولی.

دی وایي: «د ساده‌سازۍ ریاست له لومړۍ ورځې پر دې لګیا دی چې څنګه پروسې ساده کړي چې د اسلامي امارت تر راتګ وروسته په بېلابېلو برخو کې  په شاوخوا ۹۰۰ پروسو کې ساده‌سازي شوې څو چارې په ښه او اسانه ډول پر مخ یووړل شي.»

انور له سوداګرو او پانګه‌وال وغوښتل چې باید صادق واوسي او د خپل ځان د ګټې ترڅنګ د هېواد پرمختګ او ولسونو خدمت ته هم توجه وکړي.

د کانونو او سوداګرۍ خونې مشر شېرباز کمین‌زاده په نننۍ ناسته کې وویل چې هېواد په ډېرو برخو کې پر ځان‌ بسیا شوی او یو شمېرو نورو برخو کې د ځان‌ بسیاینې سرحد ته نږدې شوی دی.

هغه له اسلامي امارته وغوښتل چې په هره برخه کې د افغان سوداګرو او پانګولو ملاتړ وکړي او د هغوی د سرمایې د لا ښه مصونیت په موخه لا ډېر اقدامات وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.