مزارشریف (پژواک، ۳۰ وری ۱۴۰۲): د بلخ په مرکز مزارشریف کې د یو میلیون امریکايي ډالرو په پانګونه د چرګانو عصري او معیاري حلالځای (کشتارګاه) جوړ شو.

د کشتارګاه مسوول عزیزاحمد نصیري وایي، دغه کشتارګاه د یو میلیون ډالرو په لګښت جوړه شوې چې په معیاري او عصري ډول چرګان حلالوي.

د هغه په وینا، یاد کشتارګاه ۲۴ ساعتونو کې له ۸۰ څخه تر ۹۰ ټنه پورې د چرګانو د پروسس ظرفیت لري او دا مهال شاوخوا سل کسان په کې په کار بوخت دي.

بلخوا د بلخ سیمهییز مسوولین دغه کارخونه د خلکو د روغتیا لپاره مهمه بولي او له نورو سوداګرو غواړي جې په دې برخه کې پانګونه وکړي.

د بلخ کرنې، مالدارۍ او اوبو لګونې رییس شمسالدین ابوخالد دغه کارخونه د ښاریانو د روغتیا لپاره مهمه ګڼي او زیاتوي چې د ښار پاکوالي ترڅنګ خلکو ته په کې کاري فرصوته هم برابرېږي.

د مزارشریف ښاروالۍ مرستیال محمدنسیم عابد له نورو سوداګرو غواړي چې په دې برخه کې پانګونه وکړي او ډاډ ورکوي چې سرپرست حکومت له پانګوالو ملاتړ کوي.

بلخ کې د چرګانو حلالولو دغه کارخونه په داسې حال کې جوړېږي چې له دې مخکې په دغه ولایت کې د شپږ میلیون ډالرو په لګښت معیاري مسلخ هم جوړ شوی و.