ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له پاکستانه د چرګانو وارداتو له امله ننګرهار کې ۵۰ سلنه فارمونه تړل شوي

له پاکستانه د چرګانو وارداتو له امله ننګرهار کې ۵۰ سلنه فارمونه تړل شوي

author avatar
20 Aug 2022 - 15:02
له پاکستانه د چرګانو وارداتو له امله ننګرهار کې ۵۰ سلنه فارمونه تړل شوي
author avatar
20 Aug 2022 - 15:02

جلال‌اباد (پژواک، ٢٩ زمری ۱۴۰۱): په ننګرهار کې د چرګانو فارم لرونکي وايي، د چرګانو د دانې بيې لوړېدو او له پاکستانه په ډېر شمېر د چرګانو واردېدو یې کاروبار له ستونزو سره مخ کړی دی.

دوی وايي، که يادې ستونزې حل نه شي نو د چرګانو روزنې سلګونه فارمونه به سقوط او ګڼ کسان به وزګار شي.

د ننګرهار د چرګانو فارمونو اتحاديې وياند سيد رحيم بابکرزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د چرګانو د دانې بيې لوړېدو او له پاکستانه د چرګانو وارداتو زياتوالي له امله یې پنځوس سلنه فارمونه تړل شوي دي.

دی وايي، په ننګرهار کې د چرګانو شاوخوا ۲۰۰۰ فارمونه موجود وو چې اوس يې نيمايي تړل شوي او که وضعيت همداسې دوام وکړي نو نور به هم ډېر ژر وتړل شي.

نوموړی دغه راز نيوکه کوي چې په ننګرهار کې د چرګانو دانو د توليد کارخونو نه يوازې دا چې نرخونه يې لوړ کړي، بلکې د دانو کيفيت يې هم خراب دی چې له امله يې چرګان ښه وده نه کوي او د فارم لرونکو د زيان لامل ګرځي.

دغه راز فارم لرونکي هم وايي چې په دې وروستيو کې د ګټې پر ځاى تاوان کوي.

د بهسودو ولسوالۍ په کارېز کبير سيمه کې د چرګانو يو فارم لرونکی نقيب‌الله عرب وايي، ورځ تر بلې يې کاروبار د ګټې پر ځای تاوان کوي.

هغه زیاتوي، که د چرګانو د دانو کيفيت او نرخ کنټرول نه شي او له پاکستانه پر واردېدونکو چرګانو ماليات لوړ نه شي، نو د دوى کاروبار به له سقوط سره مخ شي.

بلخوا په ننګرهار کې د چرګانو دانې توليدوونکي بيا د نرخونو او دانو د کيفيت ستونزه نه مني او وايي، دغو دواړو برخو ته يې پوره پاملرنه کړې ده.

يوه فابريکه لرونکي سيف‌الرحمن پژواک ته وويل چې پر هرې فابريکې باندې ميليونونه افغانۍ پانګونه شوې او هره فابريکه هڅه کوي چې په ښه کيفيت او نرخ د چرګانو دانه بازار ته وړاندې کړي.

دى وايي چې د چرګانو دانې نرخونه د توليداتو د لګښت مطابق ټاکل شوي دي.

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست مسوولين وايي، هڅه کوي دغه ستونزه له اړوندو نورو ادارو سره په ګډه حل کړي.

د کرنې رياست د مالدارۍ امر ضمير بهسودي پژواک ته وويل چې په دې اړه يې د کرنې وزارت ته يوه طرحه سپارلې چې په عملي کېدو سره به يې دا ستونزه حل شي.

د يادونې ده، په تېرو څو کلونو کې په ننګرهار کې د چرګانو روزنې صنعت ښه پرمختګ کړی وو خو اوس فارم لرونکي له خپل کاروباره شکايت کوي.

Views: 187

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.