ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومتي مسوولين: د قوش تیپې کانال چارې به تر ټاکلې نېټې وړاندې بشپړې شي

حکومتي مسوولين: د قوش تیپې کانال چارې به تر ټاکلې نېټې وړاندې بشپړې شي

author avatar
9 Aug 2022 - 15:09
حکومتي مسوولين: د قوش تیپې کانال چارې به تر ټاکلې نېټې وړاندې بشپړې شي
author avatar
9 Aug 2022 - 15:09

مزارشریف (پژواک، ۱۸ زمری ۱۴۰۱): د بلخ ولايت حکومتي مسوولين وايي، د قوش تيپې کانال د جوړولو چارې ګړندۍ شوې دي او تر ټاکلې نېټې وړاندې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

د قوش تیپې د اوبو لګولو دغه ستره پروژه چې د امکان سنجۍ مطالعات یې په ۲۰۱۸ کال کې پیل شوي وو، په شمال زون کې ستره پروژه ګڼل کېږي.

د قوش تیپې کانال د امو له سیند څخه په کال کې ۱۰ میلیارده متر مکعبه اوبه را اخلي، د ۲۸۰ کیلومتره په اوږدوالي، د ۱۰۰ متره په پلنوالي او ٨،٥ مترو په ژوروالي سره په بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې د شاوخوا ۵۰۰زره هکټاره ځمکې د خړوبولو وړتيا لري.

د یادې پروژې ټولې منابع او تخنیکي چارې د هېواد له ملي بودجې او د افغانستان ملي پراختیایي شرکت له لوري د ۶۰ میلیارده افغانو په لګښت عملي کېږي.

د بلخ سیمه‌ییز مسوولین وایي، تر دې دمه د دغه کانال چارې – چې د بلخ له قوش تیپې سیمې څخه پیل شوې دي – د بلخ ولایت تر دولت اباد ولسوالۍ رسېدلې چې شاوخوا ۴۲ کیلومټره کېږي.

د شمال سیندیزې حوزې ريیس مولوي عبدالحکیم حکمت پژواک ته وويل چې په دې ستره پروژه کې دا مهال ۱۲۰ خصوصي شرکتونه او شاوخوا ۲۳۰۰ کسان کار کوي چې د وخت په تېریدو سره به د کارګرو او شرکتونو شمېر نور هم ډېر شي.

نوموړی زیاتوي، یاد کانال په یوه ثانیه کې شاوخوا ۶۵۰ متره مکعبه اوبه ذخیره کوي چې د شمال درېيو ولایتونو بلخ، جوزجان او فاریاب د اوبو د کموالي ستونزه به ورسره په بشپړ ډول حل شي.

په همدې حال کې، د یادې پروژې ولایتي مسوول انجنیر فرید عظیم د قوش تيپې اوبو لګولو پروژه د افغانستان لپاره حیاتي پروژه یادوي او وایي چې په بشپړیدو سره به یې افغانستان د غلې له اړخه پر ځان بسیا شي.

عظیم زیاتوي، د دغې پروژې ټول مالي لګښت د افغانستان حکومت له بودجې تامینيږي چې د بشپړیدو لپاره یې شپږ کلونه ټاکل شوي، خو د کار چټکوالي ته په کتو داسې معلومېږي چې کار يې له ټاکلې نېټې وړاندې بشپړ شي.

دغه‌راز د بلخ والي قدرت‌الله ابو حمزه هم پژواک ته وويل چې د ياد کانال پر جوړولو جدي کار روان دى.

هغه هم وايي، ټاکل شوې چې دغه کانال له ټاکلې نېټې وړاندې ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

د يادونې ده، د قوش تېپې کانال د جوړولو چارې د روان کال د وري مياشتې په نهمه نېټه پيل شوې دي.

Visits: 675

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.