کابل (پژواک، ۳۰ زمری ۱۴۰۱): د کډوالو چارو وزارت وایي، تېره ورځ څه باندې ۱۵۰۰ افغان کډوال له ایرانه په زور او يا هم په خپله خوښه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
د کډوالو چارو وزارت نن (د زمري ۳۰مه) په خپله ټوېټرپاڼه کې ليکلي چې دغه کسان د هرات او نیمروز ولایتونو له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
سرچينه وايي چې د زمري په ۲۹مه، ٧٤٩ افغانان په خپله خوښه او ٧٦٠ افغانان په زور له ايران څخه ايستل شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د يادو کسانو له ډلې ۶۲۸ کسان د نيمروز له لارې او پاتې نور د هرات له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.
د یادونې ده چې د غبرګولي په ۳۰مه، د کډوالو چارو وزارت مرستيال محمدارسلا خروټي په کابل کې د یوې خبري غونډې پرمهال ویلي وو چې د پاکستان او ايران په ګډون له نورو هېوادونو په تېرو نهو مياشتو کې څه باندې ۷۰۰زره افغانان بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
Views: 26
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن