ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د چهاردرې ولسوالۍ بزګران: وچکالۍ سخت زیانمن کړي یو، مرسته دې راسره وشي

د چهاردرې ولسوالۍ بزګران: وچکالۍ سخت زیانمن کړي یو، مرسته دې راسره وشي

author avatar
27 Aug 2022 - 16:27
د چهاردرې ولسوالۍ بزګران: وچکالۍ سخت زیانمن کړي یو، مرسته دې راسره وشي
author avatar
27 Aug 2022 - 16:27

کندوز (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۱): د کندوز د چهاردرې ولسوالۍ ځیني بزګر وایي، سږ کال د اوبو کموالي له امله یې ډېر کرنیز ځایونه وچ او له حاصله پاتې شوي دي.

هغوی له حکومته د اصلاح شوي تخم او کیمیاوي  سرې مرسته غواړي.

په همدې حال کې د کندوز د کرنې ریاست مسوولین د دغه ولایت په ځينو برخو کې وچکالي مني او وايي چې له کروندګرو سره دې مرسته وشي.

د کندوز د چهاردرې ولسوالۍ یو کروندګر خان اغا وایي، په تېرو وختونو کې یې له ۲۰ جریب ځمکې ۸۰۰ منه غنم ترلاسه کول خو سږ کال یې د وچکالۍ له امله یوازې ۱۵۰ منه غنم حاصل ترلاسه کړی دی.

د هغه په خبره، که د حکومت له خوا ورسره مرسته ونه شي، نور نو د ځمکې کرلو وس نه لري.

هغه زیاته کړه: «نه پالېز وشو نه کنجد، نه پنبه، نه مۍ، هيڅ شی نه لرو، ان د څښلو اوبو ته هم لاسرسی نه لرو؛ که سږ کال موږ ته حکومت اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره را نه کړي، د ځمکې کرلو وس نه لرو، حیران یو چې څه وخورو.»

د چهاردرې ولسوالۍ یوه بل بزګر خیرمحمد میر هم وچکالي یوه جدي ستونزه بولي او وایي، که د حکومت له خوا له بزګرو سره مرسته ونه شي، اړ دي چې په راتلونکي کال کې خپلې ځمکې ونه کري.

نوموړي وویل: «د چهاردرې ولسوالۍ خلک ډېر متضرره شوي، څلور پنځه میاشتې کېږي اوبه نشته، ان د سیند پر غاړه ولاړې ونې وچې شوې؛ د چهاردرې ولسوالۍ ۱۳۰زره جریب ځمکه د اوبو د نشتون له امله وسوځېده؛ چهاردره ولسوالۍ ډېره زیانمنه شوې؛ ان څارویو ته اوبو نشته؛ موږ غواړو چې د اوبو بندونه جوړ شي.»

د چهاردرې ځينو نورو بزګرو هم ورته خبرې وکړې او له حکومته یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د کندوز د کرنې رییس مولوي امان‌الله حسن د یاد ولایت په ځينو برخو کې وچکالي مني او له بزګرو سره د همکارۍ یادونه کوي.

نوموړی زیاتوي: «سږ کال د چهاردرې او علي‌اباد ولسوالۍ له وچکالۍ سره مخ دي، موږ دغه ستونزه له مرکز او موسسو سره شریکه کړې، په راتلونکي کال کې  دغو ولسوالیو ته ډېره پاملرنه کوو، اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سره ورته ورکوو.»

د یادونې ده، کندوز د افغانستان په شمال کې یو کرنیز ولایت دی او ډېر اوسېدونکي یې په کرنه بوخت دي.

Visits: 6

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.