ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې یو شمېر ښځو ۴۰۰ نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده

بلخ کې یو شمېر ښځو ۴۰۰ نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده

author avatar
28 Aug 2022 - 12:29
بلخ کې یو شمېر ښځو ۴۰۰ نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده
author avatar
28 Aug 2022 - 12:29

مزارشریف (پژواک، ٦ وږی ۱۴۰۱): د بلخ د مرکز مزارشریف ښار په ښځینه مارکېټ کې یو شمېر ښځو د کارګاوو په جوړولو سره ۴۰۰ نورو ښځو ته د کار زمينه برابره کړې ده.

د مزارشریف ښار رابعه بلخي ښځینه مارکېټ مسووله عابده معظم پژواک خبري اژانس ته وويل، په دغه مارکېټ کې اووه د خیاطۍ کارګاوې جوړې شوې دي چې په هرې یوې کې له ۵۰ تر ۶۰ ښځې د خیاطۍ پر زده‌کړو بوختې دي او شمېر یې ۴۰۰ کسانو ته رسېږي.

هغه زیاتوي چې په یاد مارکېټ کې ښځې د خیاطۍ ترڅنګ د مریو پېیل هم زده کوي چې بيا يې بېرته پلوري او له خپلې کورنۍ سره د اقتصادي ستونزو په هوارولو کې مرسته کوي.

په همدې حال کې د یادو کارګاوو کارکوونکې د دغه فرصت له برابرېدو خوښ دي، خو وایي چې عصري او مناسبو ماشینونو او نورو امکاناتو ته لاسرسی نه لري.

خالده چې له شپږو میاشتو راهیسې په رابعه بلخي ښځينه مارکېټ کې د خیاطۍ پر زده‌کړې بوخته ده پژواک ته وويل، خوښه ده چې دلته یې د خیاطۍ زده‌کړې پیل کړې او له دې لارې کولای شي خپلې کورنۍ سره مرسته وکړي.

هغې زياته کړه چې اوسمهال له لاسي ماشینونو څخه د ګنډلو په برخه کې کار اخلي، خو حکومت او مرستندويه ټولنې بايد له دوى سره د برقي او نورو عصري ماشینونو په برابرولو کې همکاري وکړي.

نرګس د خیاطۍ يوه بله زده‌کوونکې ده.

هغې پژواک ته وويل چې د خیاطۍ زده‌کړه او د دغو کارګاوو جوړېدل د ښځو د ځان بسیاینې لپاره ښه فرصت دی.

نرګس له حکومته غواړي څو د عصري ماشینونو او نورو امکاناتو په برابرولو کې ورسره مرسته وکړي.

بلخوا د مزارشریف ښاروال مولوي قدرت‌الله طارق په یاد مارکېټ کې د نورو هټۍو او کاګاوو د جوړولو ژمنه کوي.

هغه پژواک ته وويل، دغه مارکېټ د اسلامي امارت له راتګ وروسته هم د تېر په څېر فعاله دی او ښځې په بېلابېلو برخو کې په کې فعالیت لري.

طارق زیاتوي چې اوسمهال په یاد مارکېټ کې شاوخوا ۴۰۰ ښځې پر خیاطۍ او نورو چارو بوختې دي او هڅه کوي چې دې ته ورته نورو مېرمنو ته هم د کار او زده‌کړې زمینه برابره کړي.

هغه همداراز زیاتوي، د مزارشریف ښاروالۍ له دغو مېرمنو سره د ستونزو په حل کې مرسته کوي او هڅه کوي چې د موسسو په مرسته دوی ته نور امکانات او وسایل هم برابر کړي.

د بلخ رابعه بلخي ښځینه مارکېټ له شاوخوا یوې لسیزې په دغه ولایت کې فعالیت لري چې ګڼ شمېر مېرمنې پکې د خوړو پخولو، قالینو، لاسي صنایعو او جامو اوبدلو او نورو برخو کې کار کوي.

دغه مارکیټ چې پخوا یې د بلخ ښځو چارو ریاست په مرسته فعالیت درلود، اوسمهال یې مسوولیت او د چارو سمبالښت د مزارشریف ښاروالۍ ته سپارل شوى دى.

Visits: 54

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.