جلال اباد (پژواک، ۷ وږی ۱۴۰۱): د ننګرهار ولايت د امنيه قوماندانۍ او عامې روغتيا رياست له لوري په جلال اباد ښار کې د روږدو کسانو د راټولولو او درملنې کمپاين پيل شو.
چارواکي وايي، په لومړۍ ورځ يې ۱۵۰ روږدي کسان د ښار له مختلفو سيمو راټول او د دغه ولايت د روږدو کسانو د درملنې په ۱۷۰ بستريز روغتون کې يې درملنه ورته پيل کړه.
د ننګرهار د عامې روغتیا رييس ډاکټر امیر محمد افتاب د وږي په ۷ مه په همدې تړاو جوړو شويو مراسمو کې وويل، له امنیه قوماندانۍ سره په ګډه یې ۱۵۰ تنه روږدي کسان راټول او روغتون ته د درملنې په موخه انتقال کړي دي.
دی وايي، په ٤٥ ورځو کې به د يادو کسانو درملنه وشي او ترڅنګ به يې د مجربو ډاکټرانو له لوري مشورې ورکول شي ترڅو بيا نشه يي توکو ته مخه نه کړي.
نوموړي وویل، روغتون ۱۷۰ بستره لري چې ۱۵۰ بستره د لویانو او پاتې ۲۰ یې د کوچنیانو لپاره دي.
د یاد روغتون مسوول ډاکټر سمین ستانکزي وویل، د ۴۵ ورځو په موده کې به دا ناروغان دلته بستر وي، د بستر پرمهال به یې د روغتیاپالانو له لورې د درملنې او مشورې وروسته خپلو کورنیو ته سپارل کیږي او تر یوه کاله به دغه ناروغان تعقیبږي.
په ورته وخت کې د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلی وويل چې په ياد کمپاين کې له روغتيايي مسوولينو سره په ګډه کار کوي چې ښار کې د روږدو کسانو مخه ونيول شي او درملنه يې ترسره شي.
بل لورته روږدي کسان خوښ دي چې درملنه يې پيل شوه.
نيک محمد چې له پنځو کلونو راهېسې روږدی دی، پژواک ته وويل چې وزګارتيا او له ناسمو ملګرو سره ناستې ولاړې پر نشو روږدی کړی دی.
هغه غوښتنه وکړه چې حکومت تر درملنې وروسته ورته د کار کولو زمنيه برابره کړي.
Views: 41
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن