نیلي (پژواک، ۸ وږی ۱۴۰۱): د دایکنډي ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت په میرامور او خدیر ولسوالیو کې د ۱۲۰۰ کورنیو لپاره ۱۰۴ واټرپاینټ (د څښاک اوبو ذخېرې) جوړې شوې او تېره ورځ ګټې اخيستنې ته سپارل شوې دي.
د دایکنډي ولایت د کلیو پراختیا ریاست پر فیسبوک پاڼه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د څښلو اوبو د دغو ذخیرو د جوړولو کار د روان کال په جولای میاشت کې د (world vision international) بنسټ په مالي مرسته، د (Medair) موسسې له لارې پیل شوې وه او اوس بشپړه شوې ده.
د وړاندې شوو معلوماتو له مخې، دغه پروژه د یاد ولایت په میرامور او خدیر ولسوالیو کې د ټولټال ۱۴ میلیونه او ۳۷۳زره افغانیو په لګښت تر کار لاندې نیول شوې وه او په بشپړېدو سره یې اوس ۱۲۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د هرې ذخیرې لپاره یو تخنیکي کس مسوولیت لري څو د ستونزې پر مهال حل یې کړي او ترڅنګ یې د یادو دوو ولسوالیو ۴۴ پراختیایي شوراګانو ته د نظافت کیټونه هم وېشل شوي دي.
د یادونې ده چې د دایکنډي د چاپیریال ساتنې ریاست مسوولین هم وایي، په وروستیو دوو کلونو کې پرلهپسې و چکالیو د یاد ولایت ۹۰سلنه اوسېدونکي اغېزمن کړي دي.
Views: 14
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن