ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات اوسېدونکي: د بې‌کیفیته او تاریخ تېر درملو د پلور مخه دې ونیول شي

د هرات اوسېدونکي: د بې‌کیفیته او تاریخ تېر درملو د پلور مخه دې ونیول شي

author avatar
5 Sep 2022 - 13:51
د هرات اوسېدونکي: د بې‌کیفیته او تاریخ تېر درملو د پلور مخه دې ونیول شي
author avatar
5 Sep 2022 - 13:51

هرات ښار (پژواک، ۱۴ وږی ۱۴۰۱): د هرات یو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي چې په ښار کې ځیني درملتونونه بې‌کیفیته او تاریخ‌تېر درمل پلوري چې نه یوازې د ناروغانو لپاره کومه ګټه نه لري بلکې برعکس جانبي عوارض هم لري.

د هرات ولایت د مرکز اوسېدونکي میراحمد له پژواک سره خبرو کې وویل، ځو ځله یې د ښار له درملتونونو درمل اخیستي چې پر ناروغ یې هیڅ مثبت اغېز نه درلود او دا خپله ښیي چې درمل بې‌کیفیته دي.

د هغه په خبره، ځیني وخت یې چې درمل اخیستي، د کیفیت پر نشتوالي سربېره تاریخ یې هم تېر وي چې خلکو ته یې اندېښنه پیدا کړې ده.

نوموړی وايي، مخکې کلونه به د یوې ګولۍ په استفادې سره ناروغي تر یوې کچې ښه کېده؛ خو اوس د یو پاکټ ګولیو خوړل هم پر ناروغ کوم اغېز نه کوي.

په ورته مهال، د هرات بلې اوسېدونکې ثریا د میراحمد د خبرو په تایید سره وویل، د بې‌کیفیته درملو د استفادې له امله د پښتورګو پر ناروغۍ اخته شوې ده.

هغې د کوم درملتون له نوم اخیستو پرته وویل، د معدې د ستونزې له منځه وړلو لپاره ډاکتر ته ورغلې او وروسته یې په درملتون کې بې‌کیفیته درمل ورکړي چې کارول یې د دې لامل شو څو نوموړې پر بلې ناروغۍ اخته شي.

هغې وویل: «ما د معدې ستونزه درلوده، کله مې چې له درملتونو دوا واخیسته، تاریخ یې تېر شوی و او له څه وخت وروسته مې بل ډاکتر ته مراجعه وکړه، هغه راته وویل د درملو تاریخ تېر شوی، هغه دې کارولي چې د پښتورګو د تکلیف لامل دې شوی دی.»

دا په داسې حال کې ده چې د یاد ولایت اوسېدونکي ټینګار کوي چې حکومت باید د ښار په کچه د بې‌کیفیته او تاریخ‌تېرو درملو د پلور مخه ونیسي.

د خلکو پرله‌پسې شکایتونو سربېره، ځیني درمل پلورونکي هم په بازار کې د بې‌کیفیته درملو شتون تاییدوي.

د دغه ولایت اوسېدونکي مهتاب – چې له پاکستانه درمل واردوي – پژواک ته وویل، هغه درمل چې دوی یې له پاکستان او ځینو هندي کمپنیو واردوي، ښه کیفیت لري.

خو هغه وايي، ځینې کړۍ جعلي تولیدات هم بازار ته وړاندې کوي چې دا خپله د خلکو روغتیا ته سخت زیان اړوي.

د هغه په خبره، ټول وارداتي درمل بی‌کیفیته نه دي او ډېرو معتبرو کمپنیو په لوړ کیفیت لرونکو درملو اوس د هرات بازار تسخیر کړی دی.

په ورته مهال، روغتیايي متخصصین هم په دې باور دي چې له بې‌کیفیته اوتاریخ تېر درملو استفاده نه یوازې ناروغانو ته ګټه نه رسوي، بلکې ستونزې او نورې ناروغۍ هم رامنځته کوي.

د هرات په حوزوي روغتون کې د داخله ناروغیو متخصص ډاکتر دروېش صالحي وايي، د بې‌کیفیته او تاریخ تېر درملو کارول ښایي ډېر نور جانبي عوارض رامنځته کړي.

د هغه په خبره، له دې ستونزې د وتلو یوازینۍ لار، د هغه درملو نظارت او کنټرول دی چې له نورو هېوادونو واردېږي او مسوولین باید په دې اړه جدي پاملرنه ولري څو خلک نور له ستونزو سره مخ نه شي.

په همدې حال کې، د هرات د عامې روغتیا ریاست هم دغه موضوع تاییدوي او ټینګار کوي چې دغه ریاست له بهره د بې‌کیفیته او تاریخ‌تېر درملو د واردولو د مخنیوي لپاره هڅه کوي.

د هرات د عامې روغتیا ریاست د کیفیت او کنټرول مسوول او روغتیایي غړي ډاکتر غلام احمد دانش پژواک سره خبرو کې وویل، ښايي یو شمېر درملتونونو پر خلکو بې‌کیفیته درمل وپلوري؛ خو د دوی اداره هڅه کوي چې په جدي توګه د بې‌کیفیته او تاریخ‌تېر درملو د پلور مخه ونیسي.

نوموړي څرګنده کړه، عامې روغتیا وزارت هم د باکیفیته درملو د نوملړ جوړولو په حال کې دی چې اوس مهال د ټولنې اساسي اړتیا بلل کېږي او ټاکل شوې چې دغه درمل له نورو هېوادونو وارد شي.

هغه یادونه وکړه چې د څارنې ټیم تل د درملو د پلور په برخه کې له درملتونونو څارنه کوي او که په دې اړه کومه سرغړونه ولیدل شي، له عاملینو سره یې قانوني چلند کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد د عامې روغتیا وزارت د رسمي شمېرو له مخې، په هېواد کې شاوخوا ۸۵ سلنه مصرفېدونکي درمل وارداتي دي چې ډېره سلنه یې له هند، پاکستان، ایران او ترکیې څخه واردېږي.

Visits: 20

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.