کابل (پژواک، ۱۵ وږی ۱۴۰۱): په پکتیا کې د نجونو پر مخ تر شپږم ټولګي پورته ښوونځیو پرانیستو په اړه خلکو خوښي ښودلې او له حکومته یې غوښتي چې دغه ښوونځي په ټولو ولایتونو کې د نجونو پر مخ پرانیزي.
د روان کال د وري میاشتې په لومړیو کې ښوونیز کال پیل شو؛ د افغانستان سرپرست حکومت په هماغه ورځ د نجونو د منځنیو ښوونځیو او لېسو پیل وځنډاوه او ویې ویل، په دې اړه پر یوې طرحې کار روان دی چې له بشپړېدو وروسته به یې دغه ښوونځي پرانیستل شي، خو تراوسه دغه کار نه دی شوی.
خو تېره ورځ د پکتيا ولايت د اطلاعاتو او کلتور رييس خالقيار احمدزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې له څو ورځو راهيسې له شپږم څخه تر دوولسم ټولګيو پورې ښوونځي د نجونو پر مخ پرانیستل شوي دي.
د ده په وینا، دغه ښوونځي د پوهنې وزارت په غوښتنه نه، بلکې د ښوونځيو د مديرانو او خلکو له ډېر ټينګار وروسته پرانیستل شوي دي.
د پژواک خبري اژانس پر فیسبوکپاڼه په پکتیا کې د نجونو ښوونځیو د پرانیستو په اړه خپور شوي راپور تر اوسه (د وږي ۱۵مه له غرمې وروسته درې بجې) ۱۳زره لایکونه اخیستي، ۶۵۵ کسانو له یو بل سره شریک کړی او ۸۵۲ کسانو په دې تړاو مثبتې تبصرې کړې او خوښي یې څرګنده کړې ده.
په دغو تبصرو کې زیات شمېر کسانو د نجونو د ښوونځیو له پرانیستي هرکلی کړی او له حکومته یې غوښتي چې په نورو ولایتونو کې هم له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي. ځینو نورو بیا د هېواد په کچه تر اوسه د نجونو ښوونځیو د پرانیستو د ځنډ په اړه اندېښنه ښودلې ده.
د خلکو تبصرې
عمر خان په پکتیا کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو پر پرانیستې خوښي څرګنده کړې، لیکلي یې دي: « ښه خبر، الله (ج) دې وکړي چه زموږ ټول وطنوال که نارينه او يا زنانه دي، ټول په اسلامي او عصري علم منور شي.»
پردیس افغان هم لیکلي: «ډېر ښه، په ټول افغانستان کې باید د مکتبونو دروازې خلاصې شي، زده کړې د ټولو نجونو حق دی؛ ځکه چې اسلام ورکړی.»
عثمان غني د یادو ښوونځیو پرانیستل نیک ګام بللی او زیاتوي: «د پکتيا له ولسونو ځانګړې مننه، چې د پوهې دروازې يې بېرته پرانستې، موږ پوهې ته له اوبو او خوړو ډېر اړ يو، هېوادونه د پوهې پر مټ ولاړ او ودان وي.»
سید سمیعالله حکیمي بیا لیکلي: « تر ټولو ښه ﺯيرى، د نجونو پر مخ د مکتبونو پرانیستل یو ډير اړين او جدي کار وو چې بايد شوى واى.»
ده هم له حکومت څخه غوښتي چې په ټول هېواد کې د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي.
هغه دا غوښتنه هم کړې چې حکومت باید په هغو سیمو کې د نجونو لپاره ښوونځي جوړ کړي چېرته چې تر اوسه د نجونو لپاره ښوونځي نشته.
محمد همت ستانکزي لیکلي: «په خلاصولو خو که اول وي او که اخر مکتبونه بايد خلاص شي، خو خفه په دې يم چې تېر يو کال زموږ د وطن خويندې ميندې له تعليم نه بې برخې شوې.»
وکیلاحمد پوپل لیکلي: «دا هيڅ کافي نه دی، ټول هېواد کې بايد پرانيستل شي، اوسني حکومت په لوي لاس ولس خوابدی کړی، د ولس غوښتنو او اړتیاوو ته بايد درناوی وشي.»
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد نن د یادو ښوونځیو پرانیستو په اړه ویلي، په پکتیا کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د پيلېدو په اړه د دوی څېړنې پیل شوې، څو د دغو ښوونځیو د پرانیستل کېدو څرنګوالی روښانه کړي.
هغه ویلي چې د ښوونځیو د پرانیستو امر له پوهنې وزارت پرته بل څوک نه شي ورکولی.
Views: 151
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن