ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مستوفي: ننګرهار کې څه باندې ۴۵۰۰ شرکتونو خپل فعالیتونه درولي

11 Sep 2022 - 11:09
11 Sep 2022 - 11:09

جلال‌اباد (پژواک، ٢٠ وږی ۱۴۰۱): د ننګرهار مستوفي وايي، د تېر نظام پرمهال په دغه ولايت کې ۵۶۰۳ شرکتونه فعال وو خو اوس یې شمېر ١١٠١ ته راښکته شوی دی.

دغو شرکتونو چې په لوجستکي، ساختماني او نورو بېلابېلو برخو کې فعالیت کاوه، د کاروبار نشتوالي له امله یې مستوفیت ته د خپل عدم فعالیت مکتوبونه سپارلي دي.

د ننګرهار ولايت مستوفي مولوي محمدضابط حيدري د وږي په ٢٠ مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د خصوصي شرکتونو د فعاليت کمېدو او ځينو نورو ستونزو له امله يې د تېر یوه کال عوايدو کچه هم کمه شوې ده.

هغه زياته کړه: «د ۱۳۹۹ کال د اسد له ۲۴مې د ۱۴۰۰ کال د اسد تر ۱۸مې پورې د ننګرهار مستوفيت عوايد يو ميليارد او ۳۴۶ ميليونه افغانۍ وو، خو د ۱۴۰۰ کال د اسد له ۲۴مې د ۱۴۰۱ کال د اسد تر ۱۸مې د عوايدو کچه ٩٤٩ ميليونه افغانيو ته راټيټه شوې ده.»

دی وايي، د يو شمېر خصوصي شرکتونو تړل کېدل، د قول‌اردو له اړخه د ۵۸۳ ميليون افغانۍ عوايدو بندېدل، د معدن او ترانسپورټ رياستونو لسګونه ميليونه افغانۍ عوايد مستقيماً يادو ادارو ته تلل او ځينې نورې ستونزې د دې لامل شوې چې د ننګرهار مستوفيت د عوايدو کچه کمه شي.

د ننګرهار مستوفي وايي، واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره سم ۴۵۰۲ خصوصي شرکتونو چې په دغه ولايت کې يې فعاليت درلود او مستوفيت ته يې ماليه ورکوله، خپل فعاليتونه بند کړي دي.

نوموړی وايي: «په ۱۳۹۹ کال کې ننګرهار کې ۵۶۰۳ خصوصي شرکتونه موجود و، دغو شرکتونو کې لوجستيکي، ساختماني او نور بېلابېل شرکتونه شامل وو؛ خو اوس موږ ته ۴۵۰۲ شرکتونو د عدم فعاليت مکتوبونه راوړي او يوازې د ۱۱سوه په شاوخوا کې شرکتونه فعاله دي او خپل ماليات تحويلوي.»

حيدري زياتوي، له دغو ستونزو سره سره يې هڅې پيل کړې چې عوايد ډېر کړي او د دغو هڅو په پايله کې يې ۱۱۹۳ نوې مالياتي سرچينې – چې پخوا يې ماليات نه ورکول – ثبت کړې او دغه‌راز يې ۸۰۲۲ مالياتي قضيې ارزولې چې له درکه يې ۴۷ ميليونه افغانۍ عوايد تر لاسه شوي دي.

د ننګرهار ولايت د يوه خصوصي شرکت مسوول چې د خپل او شرکت د نوم له اخیستو يې ډډه کوله پژواک ته وويل، تېر کې کارونه ډېر و خو اوس کاروبار نشته، نو ځکه يې فعاليت بند کړى دى.

بل لورته د ننګرهار اوسېدونکي وايي چې د شرکتونو په بندېدو سره ډېر کسان هم وزګار شوي دي.

د جلال‌اباد ښار اوسېدونکي رحيم‌داد پژواک ته وويل، حکومت بايد خلکو ته د کاري زمينې د برابرولو په موخه د خصوصي سکتور ملاتړ وکړي.

هغه وايي چې د بېلابېلو شرکتونو او موسسو په تړل کېدو سره په دغه ولايت کې د وزګارو کسانو شمېر هم ډېر شوى دى.

ده ټينګار وکړ چې حکومت بايد نوې دولتي فابريکې جوړې کړي او دغه‌راز په دولتي ادارو کې هم خلکو ته د کارکولو زمينه برابره کړي.

Views: 625

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version