قلعهنو (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۱): د بادغیس ولایت باغلرونکي وايي، په دغه ولایت کې د بڼوالۍ محصولاتو ساتنې لپاره د مناسب ځای نشتوالی د دې لامل شوی چې ډېری حاصلات یې خراب او یا په ډېره ټیټه بیه وپلورل شي.
د محمدنبي په نوم یوه بڼوال پژواک خبري اژانس ته وويل، د باغونو حاصلات یې له راټولولو مخکې په بازار کې په لوړه بیه پلورل کېږي، خو کله چې د دوی تازه محصولات بازار ته وارد شي، نو د لوړ کیفیت له درلودو سره- سره بیا هم په ټیټه بیه پلورل کېږي.
د محمدنبي په خبره، نه د پلور لپاره مناسب بازار او نه هم د محصولاتو د زېرمه کولو لپاره یې امکانات لري.
هغه زیاتوي: «موږ د مېوې باغ لرو، مخکې له دې چې زموږ باغونه ورسېږي، د بېلګې په ډول مڼې او انګور په بازار کې یوه کیلو له ۸۰ تر ۱۰۰ افغانیو پلورل کېږي، خو کله چې زموږ هغه محصولات بازار ته وړاندې کېږي، نو یوه کیلو په ۲۰ افغانیو پلورل کېږي چې ټول زموږ په تاوان تمامېږي.»
یو بل بڼوال سيد جلال – چې د قعلهنو ښار په مختلفو ناحیو کې پر کرکيلې بوخت دی وايي، هر کال په زیاته کچه مېوې او حبوبات بازار ته وړاندې کوي خو بيې يې ټيټې دي.
د هغه په وينا، نه د خړوبولو لپاره کافي اوبه، نه د زېرمه کولو لپاره معياري سړېخونې او نه هم د خپلو محصولاتو د پلور لپاره مناسب بازار لري.
خو سیدجلال وايي: «دولت باید موږ ته اسانتیاوې برابرې کړي او زموږ محصولاتو ته مناسب بازار پیدا کړي، څو وکولای شو ښه عواید ترلاسه کړو.»
په ورته مهال، په بادغيس کې د پوهنتون استاد معظم حقمل هم دا موضوع د اندېښنې وړ بولي او وايي، هر کال د بڼوالو تر ٥٠ سلنې ډېر محصولات خراب او يا په ډېره ناڅیزه بيه پلورل کېږي.
د حقمل په خبره، سړېخونې د بڼوالۍ لپاه مهمه اړتیا ده چې شتون يې كولاى شي د محصولاتو د بيو بدلونونه تنظيم كړي.
د پوهنتون دغه استاد وايي، د سړوخونو شتوالی د دې لامل کېږي چې د کرنې او بڼوالۍ محصولات تر هغه خوندي پاتي شي، څو د محصولاتو لپاره ښه بازار رامنځته شي.
حقمل زیاتوي: «هر کال کولای شو ووایو چې تر ۵۰ سلنې پورې د باغلرونکو محصولات خرابېږي؛ ځکه چې کرنیز محصولات موسمي دي، نو د نورو فصلونو لپاره د هغه د زېرمه کولو په موخه باید سړېخونې جوړې شي.»
خو د بادغيس ولايت د کرنې رياست سرپرست محسن احسان وايي، دغه موضوع يې له کرنې وزارت او مرستندويه ادارو سره شريکه کړې ده.
هغه هيله څرګنده کړه چې د کرنې وزارت او مرسته کوونکي بنسټونه به له کروندګرو او باغلرونکو سره همکاري وکړي او دغه ستونزه هواره کړي.
د احسان په خبره: «موږ تل د کروندګرو په خدمت کې يو او په دې برخه کې مو د کروندګرو ستونزې اورېدلې او له مرکز او مرستندويه ادارو سره مو شريکې کړې، انشاالله ډېر ژر به دغه ستونزه هواره شي.»
دا په داسې حال کې ده چې د بادغیس ولایت د خلکو اقتصاد پر کرنیزو محصولاتو تکیه دی او دغه سکټور ته نه پاملرنه د دې لامل کېږي چې محصولات یي کم او ډېر لږ عواید ترې ترلاسه شي.
Views: 16
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن