ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بادغیس کې بڼوال د خپلو محصولاتو لپاره د سړو خونو او بازار له نشتوالي شکایت کوي

بادغیس کې بڼوال د خپلو محصولاتو لپاره د سړو خونو او بازار له نشتوالي شکایت کوي

author avatar
13 Sep 2022 - 18:18
بادغیس کې بڼوال د خپلو محصولاتو لپاره د سړو خونو او بازار له نشتوالي شکایت کوي
author avatar
13 Sep 2022 - 18:18

قلعه‌نو (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۱): د بادغیس ولایت باغ‌لرونکي وايي، په دغه ولایت کې د بڼوالۍ محصولاتو ساتنې لپاره د مناسب ځای نشتوالی د دې لامل شوی چې ډېری حاصلات یې خراب او یا په ډېره ټیټه بیه وپلورل شي.

د محمدنبي په نوم یوه بڼوال پژواک خبري اژانس ته وويل، د باغونو حاصلات یې له راټولولو مخکې په بازار کې په لوړه بیه پلورل کېږي، خو کله چې د دوی تازه محصولات بازار ته وارد شي، نو د لوړ کیفیت له درلودو سره- سره بیا هم په ټیټه بیه پلورل کېږي. ‎

د محمد‌نبي په خبره، نه د پلور لپاره مناسب بازار‎ او نه هم د محصولاتو د زېرمه کولو لپاره یې امکانات لري.

هغه زیاتوي: «موږ ‎د مېوې باغ لرو، مخکې له دې چې زموږ باغونه ورسېږي، د بېلګې په ډول مڼې او انګور په بازار کې یوه کیلو له ۸۰ تر ۱۰۰ افغانیو پلورل کېږي، خو کله چې زموږ هغه محصولات بازار ته وړاندې کېږي، نو یوه کیلو په ۲۰ افغانیو پلورل کېږي چې ټول زموږ په تاوان تمامېږي.»

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.