ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یو شمېر ښځې د هرات په حوزوي روغتون کې د ښځینه ډاکټرانو کمښت ته اندېښمنې دي

یو شمېر ښځې د هرات په حوزوي روغتون کې د ښځینه ډاکټرانو کمښت ته اندېښمنې دي

author avatar
14 Sep 2022 - 12:30
یو شمېر ښځې د هرات په حوزوي روغتون کې د ښځینه ډاکټرانو کمښت ته اندېښمنې دي
author avatar
14 Sep 2022 - 12:30

هرات (پژواک، ۲۳ وږی ۱۴۰۱): د هرات د حوزوي روغتون یو شمېر مراجعین د دغه روغتون په بېلابېلو څانګو کې د ښځینه ډاکترانو له کمښته شکایت کوي او د هرات له عامې روغتیا ریاسته‎ غواړي چې یاده ستونزه هواره کړي.

دغه مراجعین چې ډېری یې ښځې دي، ټینګار کوي چې د هرات په حوزوي روغتون کې د ښځینه ډاکترانو د کمښت له امله دوی له ګڼو ستونزو سره مخ دي او ډېری مهال نه شي کولای ‎نارینه ډاکتر ته ورشي.‎

د هرات ښار د پنځلسمې ناحیې اوسېدونکې او د حوزوي روغتون يوې ناروغې شبنم دغه موضوع تاییدوي او له پژواک سره په‎ خبرو کې یې وويل، د دغه روغتون په ډېرو برخو کې نارينه ډاکتران دي او ښځينه ډاکترانې کمې ليدل کېږي.

د شبنم په خبره، د هغې او په شان یې د نورو خلکو اقتصادي وضعيت دومره ښه نه دی چې د درملنې لپاره کلينيکونو او يا شخصي روغتونونو ته ولاړ شي او په ځينو مواردو کې اړتيا ده چې خپلې ستونزې او ناروغۍ له ښځينه ډاکترانو سره شریکې کړي.

بله مېرمن حميرا چې رواني ستونزه لري وايي، د نورو څانګو په پرتله په دغه څانګه کې د ښځينه ډاکټرانو کمښت ډېر محسوسېږي.

حمیرا زیاتوي: «زموږ په ټولنه کې ښځې کولای شي خپلې ستونزې او ناروغۍ په اسانۍ سره ښځینه ډاکترې ته ووايي، خو دا ممکنه نه ده چې نارینه ډاکتر ته د خپلې ستونزې یا ناروغۍ په اړه په سمه توګه ووایي.»

د هغې په وینا چې په ټولو برخو کې بايد د ښځينه ډاکترانو شمېر ډېر شي.

د هرات په حوزوي روغتون کې د ښځینه ډاکترانو د شمېر کموالي په دغه ولایت کې مدني فعالان هم اندېښمن کړي دي.

په ورته مهال، د هرات ولایت ‎یو مدني فعال ولي‌احمد وايي چې د ښځو درملنې لپاره غوره ده چې ښځینه ډاکتره موجوده وي.‎

هغه له حکومته غواړي چې په روغتيایي ‎برخه کې د ډېرو ښځينه ډاکترانو ګومارلو ته جدي پاملرنه وکړي، څو ښځې د هرات دغه تر ټولو ستر روغتيايي مرکز ته د ورتلو ‎پر مهال له ستونزو سره مخ نه شي.

د هرات د حوزوي روغتون یو شمېر کارکوونکي هم په دغه روغتون کې د ښځینه ډاکترانو د کموالي پخلی کوي.

د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب ډاکټر محمدعارف جلالي هم له پژواک سره په خبرو کې په دغه روغتون کې د ښځينه ډاکټرانو کمښت مني او زیاتوي چې دې چارې ښځینه‌وو ته د خدماتو وړاندې کولو په برخه کې دوی له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.

د هرات حوزوي روغتون سرطبیب زیاته کړه، اوسمهال په دغه روغتون کې ۸۶۱ روغتیايي کارمندان کار کوي چې له ډلې یې یوازې ۳۵ سلنه ښځینه کارمندانې دي.

جلالي څرګنده کړه، هڅه کوي څو په نوي تشکیل کې په بېلابېلو څانګو کې د ښځینه ډاکټرانو د کمښت ستونزه حل کړي او دغه‌راز په دې هڅه کې دي چې د دغه روغتون د بسترونو شمېر له ۶۵۰ څخه ۱۰۰۰ ته لوړ کړي چې په دې سره به په دغه روغتیايي مرکز کې د ښځينه کارمندانو د کمښت ستونزه حل شي.

هغه وویل: «هغه ښځې چې په حوزوي روغتون کې کار کوي، ټرېنرانې، نرسانې، قابلې او د ټکنیشن او خدماتو برخې کارمندانې پکې شاملې دي او په نوي تشکیل کې زموږ لاس ازاد دی څو د ښځینه ډاکټرانو د کمښت ستونزه حل کړو.»

ځينې ښځينه ډاکټرانې هم پر دې باور دي چې ډېری ښځې دا ښه بولي چې د یوه نارینه ډاکټر پرځای ښځينه ډاکټرې ته ورشي.

د یاد ولایت یوه ډاکټره سهیلا حسیني وايي، حکومت باید په دغه روغتیايي مرکز کې د ښځينه ډاکټرانو د جذب لپاره زمینه برابره کړي، څو د ښځو روغتیايي ستونزو ته پر وخت او ښه توګه رسېدنه وشي.

ډاکټر سهیلا حسیني زیاتوي، ځینې ښځې له نارینه ډاکټرانو سره د ارامۍ احساس نه لري او  خپل درد په اسانۍ سره ورته نه شي بیانولای، نو پر دې اساس د ښځينه‌وو په څانګه کې د روغتیايي کارکوونکو ډېرول یوه اړینه او حتمي چاره ده.

له دې ټولو سره سره، په یاد روغتون کې د ښځینه ډاکټرانو د نه شتون له امله ډېری کسان اړ کېږي چې په ډېر لګښت سره شخصي کلینیکونو ته ولاړ شي.

د هرات حوزوي روغتون د هېواد په لوېدیځه حوزه کې تر ټولو ستر روغتیايي مرکز دی چې ناروغانو ته د نسبتاً قناعت وړ خدماتو وړاندې کولو له امله تر ډېره د شاوخوا ولسوالیو او ګاونډیو ولایتونو لکه بادغیس، فراه، غور او نیمروز خلک دغه روغتون ته مراجعه کوي.

Views: 67

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.