میمنه (پژواک، ۲۵ وږی ۱۴۰۱): د فاریاب ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د خان چهارباغ ولسوالۍ مربوطاتو کې یوې ۲۱ کلنې نجلې ځان راځوړند کړی او مړه شوې ده.
د فاریاب له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیر مفتي محمداسماعیل فرقاني پژواک خبري اژانس ته وویل، یادې نجلۍ چې روزګل نومېده، تېره شپه د خان چهارباغ ولسوالۍ اړوند اوچ پته کلي کې د خونې په چت پورې ځان راځوړند کړی او مړه شوې ده.
هغه وايي: «د نجلۍ مړی یې نن سهار د معاینې لپاره د اندخوی ولسوالۍ روغتون ته ولېږداوه، هیڅ داسې نښې یې چې ګواکې چا دې هغه وژلې وي، پر وجود نه وې.»
خو یوه سیمهییزه سرچینه وايي: «روزګل کوژدنه شوې وه، د کورني تاوتریخوالي له امله یې ځان وژلی دی.»
دا په داسې حال کې ده چې پنځه ورځې مخکې هم په اندخوی ولسوالۍ کې یوې څلوېښت کلنې ښځې ځان راځوړند کړی و او مړه شوې وه چې ۷ اولادونه هم ترې پاتې شول.
Views: 34
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن