ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې خلک په خپل لګښت د اوبو بند جوړوي

د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې خلک په خپل لګښت د اوبو بند جوړوي

غزني (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۱): د غزني د جاغوري ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د اوبو کمښت اړ کړي څو په خپلو مټو او مالي لګښت د اوبو د یوه بند جوړولو چارې پيل کړي.

د اوبو دغه بند د غزني له مرکزه شاوخوا ۱۵۰ کیلومتره لرې د جاغوري ولسوالۍ د غجور سیمې په سنګ جوی لومان کلي کې جوړېږي چې تر دې مهاله یې ۲۰ سلنه چارې مخ ته تللې دي.

د یادې شوې سیمې یوه قومي مشر محمد یاسین ولي‌زاده پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه کلي اوسېدونکي چې پر کرنې او مالدارۍ بوخت دي، له ډېرې مودې راهیسې د اوبو له کمښت سره مخ دي.

دی وايي، شاوخوا شپږ میاشتې مخکې د سیمې اوسېدونکو د دې ستونزې د حل په موخه هوډ وکړ څو په خپلو مټو او خپل لګښت د غجور سیمې په سنګ جوی لومان کلي کې د یوه بند جوړولو چارې پیل کړي چې تر دې مهاله یې ۲۰ سلنه چارې مخ ته تللې دي.

هغه زیاته کړه: «د دغه بند په جوړولو به اوبه مهار شي، د سېلابونو راوتلو مخنیوی به وشي، تر ځمکې لاندې د اوبو سرچینې به پياوړې شي، کارېزونه به له اوبو ډک شي او کرنه به وده ورسره وکړي.»

د سیمې یوه بل اوسېدونکي رحمت‌الله توکلي پژواک خبري اژانس ته وویل، تر ځمکې لاندې د اوبو زېرمې ورځ تر بلې د کښته کېدو پر خوا روانې دي چې د خلکو کرنه او مالداري یې سخته زیانمنه کړې ده.

دی زیاتوي، په تېر جمهوري نظام کې په وار وار چارواکو د دغه بند جوړولو ژمنې وکړې، خو عملي یې نه کړې؛ بالاخره په خپله ځايي خلکو او بهر مېشتو افغانانو یوه اندازه پیسې راټولې کړې او د دغه بند جوړولو تابیا یې وکړه.

د سیمې اوسېدونکی او د بند جوړولو یوه انجنیر سید رضا علوي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه بند د ۴۰ متره جګوالي په لرلو په اساسي ډول جوړېږي چې د ۲ میلیونه متره مکعبه اوبو د زېرمه کولو وړتیا به ولري.

هغه زیاته کړه، د بند پر جوړولو یو میلیون ډالر لګښت راځي چې د خلکو له لوري ۸۰۰ زره ډالر راټول شوي او پاتې پیسې به هم ژر را ټولې شي.

دی وايي، ټاکل شوې له دغه بند څخه دوه لوی کانالونه وغځول شي چې د سیمې د ۱۵ کلیو شاوخوا ۴ زره کورنۍ به ګټه ورڅخه واخلي.

ده دا هم وویل چې د سیمې ۶۰ اوسېدونکي په دغه بند کې پر کار بوخت دي چې د درېیو کلونو په موده کې به جوړ شي.

د غزني چارواکي د خلکو دا اقدام ستايي چې په خپلو مټو او خپل لګښت یې د اوبو د یوه بند جوړول پیل کړی دی.

د غزني د سیندیزې حوزې رییس مولوي اسدالله منصوري پژواک خبري اژانس ته وویل، دوی دومره بودیجه نه لري چې د غزني په مرکز او ولسوالیو کې خلکو ته بندونه جوړ کړي او یا ورته د کار زمینه برابره کړي.

خو زیاته یې کړه چې د همکارو موسسو په مرسته یې د غزني په قره‌باغ، آب بند، مقر، ګیلان او یو شمېر نورو ولسوالیو کې د چک ډیمونو جوړولو چارې پيل کړې چې د اوبو زېرمه کولو او کاري فرصتونو په ایجادولو کې به ګټور تمام شي.

د یادونې ده چې د غزني مرکز اړوند د ملک عبدالله جان کوچي کلا په سیمه کې د سیمې د اوسېدونکو په ۱۰ میلیون افغانۍ شخصي لګښت د یوه چک‌ډیم جوړولو چارې پیل شوې دي.

Visits: 273

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.