ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوګر د ازرې او خروار خلک روغتیايي خدمتونو ته له نه لاسرسي شکایت کوي

د لوګر د ازرې او خروار خلک روغتیايي خدمتونو ته له نه لاسرسي شکایت کوي

author avatar
20 Oct 2022 - 16:23
د لوګر د ازرې او خروار خلک روغتیايي خدمتونو ته له نه لاسرسي شکایت کوي
author avatar
20 Oct 2022 - 16:23

پل‌علم (پژواک، ۲۸ تله ۱۴۰۱): د لوګر د خروار او ازرې ولسوالیو اوسېدونکي شکایت کوي چې روغتیایي خدمتونو ته بشپړ لاسرسی نه لري او خپل ناروغان د درملنې لپاره مرکز پل‌‎علم او یا هم ګاونډیو ولایتونو ته بیايي.

د دغه ولایت د خروار ولسوالۍ یوه اوسېدونکي حاجي محمدنسیم پژواک خبري اژانس ته وویل، له ګڼو روغتیايي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

دی وايي، د دې ولسوالۍ په روغتیايي کلینیکونو کې د درملو او روغتیاپالانو کموالي له امله ډېر ناروغان مرکز پل‌علم او یا ګاونډیو ولایتونو پکتیا او غزني ته استول کېږي چې ځیني یې د سړک خرابوالي له امله د لارې په اوږدو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

هغه زیاته کړه: «موږ ته پخوا هم روغتیايي خدمتونه په داسې شکل وړاندې کېدل چې په نشت حساب وو، اوس هم هماغه حالت دی، کلینیک لرو خو درمل او مسلکي ډاکټران په کې نشته، نو په داسې روغتیايي مرکز به موږ څه وکړو.»

بلخوا د ازرې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي رحیم‌الله پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دې ولسوالۍ اوسېدونکي په تېر او اوسني دواړو حکومتونو کې له پامه غورځول شوي دي.

دی وايي، په ازره ولسوالۍ کې اوس مهال روغتیايي خدمتونه کافي نه دي، ډېری ناروغان د اساسي درملنې په موخه مرکز پل‎علم او ننګرهار ولایت ته ځي.

هغه زیاته کړه: «په ازره کې یوازې یو ۳۰ بستریز روغتون شته چې د ټولې ولسوالۍ د اوسېدونکو لپاره بسنه نه کوي، د عامې روغتیا وزارت ته په کار ده چې د لوګر ولایت په لرو ولسوالیو کې روغتیايي خدمات ډېر کړي.»

دغه راز د لوګر د عامې روغتیا رییس مولوي سیدالرحمن قادري پژواک خبري اژانس ته وویل، د اوسني حکومت له واک ته رسېدو سره سم په دغه ولایت کې د روغتیا ریاست فعالیتونه ګړندي شوي او په ټولو ولسوالیو کې خلکو ته د روغتیا په برخه کې خدمات وړاندې کېږي.

هغه زیاته کړه، په ازره ولسوالي کې یو ۳۰ بستریز روغتون او دوه روغتیایي مرکزونه فعال دي او همدارنګه د لوګر په خروار کې د ولسوالۍ په کچه لویه روغتون نه لرو خو څلور روغتیايي مراکز مو د ناروغانو د درملنې لپاره پرانیستي دي.

د ده په خبره، د لوګر د یو شمېر ولسوالیو په لرو کلیو کې به روغتیایي ستونزې وي خو دوی د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ له مخې، د ولسوالیو په کچه روغتونونه او روغتیايي مرکزونه پرانیستي دي.

ازره او خروار د لوګر هغه ولسوالۍ دي چې د تېر حکومت پر مهال د جګړو له امله یې زرګونه کورنۍ د ژوند له اساسي خدمتونو، پوهنې، کرنې، روغتیا او بیارغونې څخه محرومې وې.

Views: 37

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.